څنګه کولای شو چې د مختلفو استعداد لرونکو شاګردانو په منځ کې همکارۍ، دوستۍ او ښو کړنو ته پراختیا ورکړو؟

0 1,289

سید شاه ګل ویاړ

د شیخ زاید پوهنتون استاد

د ټولې نړۍ ښوونیز نظامونه هڅه کوي چې د ښو نه ښه، د تکړه نه لا تکړه او منل شوي شاګردان د علمي او فني کادرونو په حیث ټولنې او هیواد ته وړاندې کړي. که څه هم دا چاره آسانه نده خو شوني او ممکنه ده، ولی یو څه خواري او پوهې ته اړتیا لري چې بحث به پې وکړو.

د شاګردانو په منځ کې باید هڅه وشي چې د دوستۍ تار وغزول شي او دا غزول شوی تار لا مخکم او ټینګ شي. د دې لپاره په کار ده چې شاګردانو ته ګروپي کارونه ترتیب شي او په هغه کې ونډه ورکړل شي، هغوی تشویق شي چې په ګروپي کارونو کې د یو بل سره همکاري وکړي، یو بل ته ستونزمن مسایل واضح کړي او همدارنګه د آزموینې لپاره ګډې مطالعې او کار ته تشویق شي. شاګردان باید د ګډو پروژو د سرته رسولو په ګټه پوه کړل شي او هغوی ته وخت نا وخت ځینې داسې پروژې ورکړل شي چې د هغوی تر منځ د همکارۍ روحیه لا پياوړي کړي. شاګردانو ته د ورکړل شوو کورنیو دندو او همدارنګه د ګروپي پروژو فیډبک ژر تر ژره باید ورکړل شي او تر ډېره دې هڅه وشي چې مثبت فېډبک د استاد له خوا هغوی ته ورکړل شي تر څو د هغوی د لا تشویق او په ځان د باور قوې د غښتلتیا سبب وګرځي؛ خو د پروژو د بشپړولو لپاره باید هغوی ته کافي وخت هم ورکړل شي، چې د هغې په لړ کې دوی وکولای شي ورکړل شوي پروژه بشپړه کړي. د دې یوه ګټه به دا هم وي، چې شاګردان به د وخت پابنده وروزل شي او په راتلونکي کې به وخت ته احترام ولري. تل دې هڅه وشي چې خپل شاګردان په ټولګي او د ټولګي څخه د باندې فعال وساتل شي تر څو له حرکتونو څخه يې برکتونه تولید شي.

استاد ته په کار ده چې شاګردانو ته ابلاغ کړي او اطلاع ورکړي چې له هغوی ډېرې لوړې هیلې لري او کیدلی شي چې دې هیلو ته ورسیږي. هغوی ته باید واضح کړي چې تاسو شاګردان کولای شئ نړۍ ته تغییر ورکړئ؛ ځکه هغه مشهور خلک چې په خپلو عالمانه کړنو يې په نړۍ کې انقلابونه راوستي دي له تاسو څخه زیات او یا کم نه وو؛ نو له تاسو هم د نویو بدلونونو تمه کیږي.

دا چې په یو ټولګي کې د شاګردانو تر منځ په هر لحاظ توپیرونه شتون لري، لکه د استعداد، ژبې، مذهب، نژاد، بدني غښتلتیا او داسې نور؛ نو استاد ته په کار دي چې خپل درسي پروګرام داسې عیار کړي چې د دوی ټولو فردي توپیرونو په نظر کې نیولو سره هغوی ته احترام ولري او د هغوی اړتیاوو، وړتیاوو، نیمګړتیاوو ته ځان ورسوي.

په پایله کې ویلای شو، چې د یوه استاد دنده ډېره سخته ده یانې هر څوک نشي کولای چې دا ستونزمنه دنده په مخ یوسي. د دې لپاره چې موږ استادانو خپلې دندې په سمه او ګټوره توګه په مخ وړي وي موږ باید د خپلو زده کوونکو او د هغوی راتلونکي سره د زړه له کومې مینه ولرو، کار ورسره وکړو، هغوی په خپلو منځونو کې مینې او همکارۍ ته تشویق کړو، چې دې موخې ته د رسیدو لپاره موږ ته په کار ده د بیان شوو عملي لارو چارو څخه ګټه پورته کړو.

درنښت

سید شاه ګل ویاړ

د شیخ زاید پوهنتون استاد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply