ولس ویښ شوی دی / سردارمحمد همدرد

0 647

د افغانستان لویه غمیزه دومره اوږده شوه چې د خلکو تر منځ یې د بې‌باوري فضا را منځ ته کړې وه. د ټولو په خوله یوازې همدا خبره وه چې موږ یووالی نه لرو. واقعیت هم داسې و، یو مایوسه حالت را منځ ته شوی و. وطن د نااهلو رهبرانو او مسوولانو په لاس کې و او ملت مو په خواږه خوب ویده و.
په دې وروستیو څلورو لسیزو کې افغانانو تر ټولو لویه قرباني ورکړه چې د نورو قومونو په تناسب د پښتنو ونډه پکې ډېره وه. یوازې په افغانستان کې نه، د ډېورنډ پورې ها غاړې هم د پښتنو د وژلو او محرومولو لوبه وشوه. دې لوبې ملت داسې وځاپه او له جګړې یې دومره بې‌زاره کړ چې اوس ټول د سولې او امن چيغې وهي. همدا اړتيا لیدل کېده چې یو بل ته ګوته په ماشه وروڼه ټول په دې نظر شي چې امن او سوله د دې خاورې یو ضرورت دی.

خو د ولس پوهاوی امیدونه له ځان سره راوړي او د دوی دا نظر چې جګړه زموږ نه ده، پردۍ ده او نور خپل ورور ته د شک په سترګه نه ګورو، د روښانه راتلونکي زېری لري. دې جګړې مو وطن له کونډو، یتیمانو او ګوډیانو ډک کړ او د دوی پالنه هم لوی کار غواړي. بیا د پولې پر دې او ها غاړې داسې اور بل شو چې نه مسجدونه په امن کې وو او نه د افغانانو د جرګو دېرې. بازارونه ناامنه وو او په لویو او کوچنیو ښارونو کې داسې لويې چاودنې وشوې چې یوازې د دې مظلوم ولس د وژنې مفهوم یې درلود او نور پکې هيڅ هدف نه و.

دغه خطرناک حالت ملت اوس په دې پوه کړی چې جګړه د حل لار نه ده. یووالی او مقدسه سوله کولای شي چې موږ خپلو رښتینو ارمانونو ته ورسوي. په تېره میاشت کې د پولې ها غاړې ته پښتون ملت خپل داسې مدني او ولسي اواز پورته کړ چې د وحشت پای ته رسولو پیغام یې درلود. همدا یې شعار و چې موږ ولې وژل کیږو او موږ سوله غواړو. د دې حرکت ځانګړنه دا وه چې د سیاسي معامله‌ګرو ونډه کمه وه او دا اواز یو ولسي سپېڅلی اواز و.
که د دوی د حق دغه اواز ته فکر وکړو، د رښتینې مبارزې رنګ پکې و او امیدونه یې لرل. په وروستۍ اوونۍ کې بیا په غزني کې د خپل حق د غوښتلو په موخه د مدني اعتراض د فعاليت ننداره هم د يادولو ده، تر ولسمشره پورې یې خپل درد ورساوه او ولسمشر يې هم خبره واورېده.

دې ته ورته د سولې او یووالي خبره اوس د هر افغان په خوله کې ده. په دې وروستیو کې مې له ډېرو علماوو او قومي مشرانو سره د دولت په ادرس نه، بلکې د یو عادي وطنوال په حیث بحث کړی دی. ډېریو یې دا خبره منلې ده چې جګړه زموږ د وطن په ګټه نه، بلکې په زیان ده او په سوله کې خپل روښانه راتلونکی لیدلا شو، خو په نظام کې یې د بې‌عدالتي خبره ضرور کړې ده.
په تېرو کالونو کې د دغې بې‌عدالتۍ منونکی یم، خو اوس مې ولس ته د ولسمشر د سپېڅلې ارادې یادونه کړې ده او یو لړ اصلاحات مې هم ورته په ګوته کړي دي. د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي او د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په حکومت کې مې یوازې د دوه ادارو په اړه د پخوا په توپیر داسې تشریح کړې ده چې له څارنوالي او محاکمو څخه په تېر کې د فساد بوی راته. په دې دوو ادارو کې د عدالت په نوم څه نه تر سترګو کېدل. د پخوا په پر تله په محاکومو او څارنوالي کې ژور او اصلاحي تغیيرات راغلي دي.

په تېر کې یوه بله بده پدیده د ځمکو مافیا وه چې فساد ته یې زمینه برابره کړې وه. زه ولس ته یوازې د دوو ولایتونو مثال راوړم او په مسوولیت سره وایم. اوس په نیمروز کې د یو مامور په صفت کار کوم، په دې دواړه ولایتونو کې په محاکمو او څارنوالي کې ژور تغیير راغلی دی او د دې تر څنګ مو په هلمند کې د ځمکو د غصب لړۍ صفر او حتی په زرګونه جرېبه ځمکه مو له غاصبانو خلاصه کړې ده. دا نه چې زه د دولت مامور یم او دا وایم چې بیخي هر څه اصلاح شوي دي، خو د اصلاحاتو اراده محسوسېږي. که دا اراده پیاوړې شي، موږ به په ډېرو برخو کې د اصلاحاتو شاهدان اوسو.

زه دا خبرې په مسوولیت او له هر افغان سره پر دې مسایلو منطقي بحث کوم. په احساساتو خبرې نه کوم، بلکې په زغم او اسنادو غږېږو. که د شخصي ګټو او واک مساله مطرح نه وي، رښتیني افغانان دې منطقي قضاوت وکړي، پر دې واقعیتونو سترګې نه پټېږي. زه زیات بحث کول نه غواړم، اصلاً ما خبره د ولس ويښتيا کوله. زه چې کله له ولس سره مخامخېږم، ټول په یوه خوله ښه حکومتولي او سوله غواړي چې واقعیت شي همدغه دوه ټکي چې سوله او ښه حکومتولي ده، موږ ژغورلای شي.
له ډېرو قومي مشرانو مو اورېدلي چې پر اولادونو باید تعلیم وکړو، ټاکنو ته باید ارزښت ورکړو. نر و ښځه باید د رایو مرکزونو ته ولاړ شو او خپله برخلیک ټاکونکې رایه وکاروو. زما په یاد دي چې په تېرو کالونو کې خلک د رایې پر ارزښت نه پوهېدل او د ټاکنو په ورځ به یې په کورونو کې چای څښه او ټاکنې به یې بې‌ځایه کار ګاڼه، خو اوس ما ډېر داسې مشران وليدل چې د ولسوالیو په استازیتوب یې خبرې کولې.

یوه ډېر ولسي او دروند قومي مشر چې بې‌تعلیمه هم و، ټولو سپین‌ږیريو ته دا پېغور ورکړ چې دا غیرت نه دی چې موږ خپله خور، مور، لور او مېرمن د ټاکنو په ورځ په کور کې کښېنوو، بلکې غیرت دا دی چې موږ خپله نارینه او ښځینه خپله رایه وکاروو.
ما هيڅ داسې فکر نه کاوه چې د لېرې پرتو سیمو محروم خلک د رایې پر ارزښت پوهېدلي دي. د تعلیم په برخه کې هم په هلمند کې د یوه سپین‌ږیري کاکا کیسه کوم چې پخپله خټګر دی، خو په درې واړه زامنو تعلیم کوي، دوه یې په پوهنتون او بل یې په دوولسم ټولګي کې دی. همدې کاکا راته وویل چې «یو زوی مې سږ کال د پوهنتون څخه فارغېږي، ته د ماسټرۍ لپاره ورته یو خارجي بورس پیدا کړه چې خپله ماسټري بشپړه کړي» او همدا جمله یې راته تکراروله چې «زه بې‌سواده پاتې سوم او ټول عمر مې په مزدورۍ کې تېر سو، وچه ډوډۍ خورم، خو په اولادونو تعلیم کوم.»

زه په اوسني روان سیاست کې هم امیدونه لرم. زموږ د جګړې لوی حامي هېواد چې مخکې یوازې مونږ ته رسوا و، اوس یې نړیوالې ټولنې هم اصلي څېره وپېژندله. د منځنۍ اسیا لویه پروژه ټاپي، کمال خان بند، چابهار بندر، د کاسا ــ ۱۰۰۰، د ورېښمو لار او داسې نورې بنسټي پروژې هغه څه دي چې د راتلونکي لپاره امیدونه لري.
زه بیا هم پر دې ټینګار کوم چې د قانون حاکمیت او ښه حکومتولي هغه وخت راتلای شي چې ولسونه د کار خلک وپېژني. د ظالم خلاف خبره وکړي او خپل مظلومیت په یو مدني اواز اوچت کړي. بیا موږ د یوه غوره نظام خاوند کېدای شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply