د پېښې مخینه
د غزني قرهباغ ولسوالي د هېواد د هغو سیمو له جملې څخه ده چې ګڼ قومونه او د بېلابېلو مذاهبو منونکي د اهل هنودو په ګډون پکې له ډېر پخوا را هيسې د یو بل تر څنګ سولهیز ژوند کوي.
دا سیمه د هېواد یوه د هېواد له هغو سيمو ده چې لوی اکثریت یې د سواد له نعمته برخمن او د هېواد په کچه یوه متمدنه ټولنه تشکیلوي.
په دې ولسوالي کې څو لوی قومونه چې له پېړیو راهيسې یې د یو بل تر څنګ د نورو هېوادوالو په څېر په ښه ګاونډیتوب کې ژوند کړی، له پښتنو، هزاره او تاجکو عبارت دي.
موږ ټولو په ګډه په یوه ښوونځي کې زدهکړې کړې، ټول له ګډو روغتونونو او بازارونو استفاده کووو ټول پر پوله، پټي او اوبو سره ګډ یوو. خلاصه دا چې ګټه او تاوان مو سره شریک دی او تر اوسه پورې له یو بل سره ښې خاطرې او ملګرتیاوې هم لرو.
خو د وروستیو څو کلونو تحولاتو د نور هېواد په څېر د قرهباغ وضعیت هم تر خپل سیوري لاندې راوستلی او د قرهباغ د باامنه ولسوالي فضا یې کرکجنه کړې چې په اوسنیو حالاتو کې دغه سیمه د هېواد په ناامنه سیمو کې حسابلای شو.
په داسې حالاتو کې د شېراباد «پښتنو کلي» او نیختې «هزارهګانو کلي» تر منځ د اوبو پر سر حقوقي دعوه را منځ ته شوه، هغه په دې ډول چې ډېر کلونه وړاندې د وخت شاهي حکومت د شیراباد خلکو ته ځمکې ورکړې او د هغه نهر «کاریز، جلګې» اوبه یې چې له نیختې څخه شېراباد کلي ته را تېرېږي 4/14 په تقسیم ورکړې چې له هماغه وخته راهيسې تر نږدې دوه کاله وړاندې له دغو اوبو په هماغه ډول استفاده کېده.
خو یو نیم/ دوه کاله وړاندې هزارهګانو د خپلو وکیلانو او نورو دولتي چارواکيو په لارښوونه او ملاتړ پر شېراباد کلي اوبه بندې کړې چې د وخت په تېرېدو سره یې د شېراباد د کلي میراو «هغه کس چې اوبه تقسیموي» په مرموز ډول وواژه او له هغه وروسته یې پر دغه کلي اوبه هم بندې کړې چې په پایله کې د شېراباد اوسېدونکيو ته په سلګونه لکه افغانۍ زیانونه واوښتل.
په دې برسېره اووه ورځې وړاندې د نیختې کلي اوسېدونکيو د حکومتي هزاره اربکیو په مرسته چې له حکومتي موټرو، یونیفورم او نورو وسایلو په استفادې په یو کور د شپې له خوا حمله وکړه چې دوه تنه د یو درې کلن ماشوم په ګډون یې ووژل، د یوې ښځې په ګډون څلور تنه ټپیان شول او دوه تنه ځوانان یې له ځان سره برمته ونیول.
د دې خونړۍ پېښې په غبرګون کې د قرهباغ ولسونو د نورو ولسوالیو او ګاونډیو ولایاتو د ولسونو په ګډون په قرهباغ او غزني مرکز کې پراخ د عدالت غوښتنې لاریونونونه پیل کړل.
لاریون
لاریون د دې خونړۍ پېښې پر سهار د قرهباغ د عامو وګړيو له خوا پیل شو، لاریون کونکيو د کابل – کندهار لویه لار د ټرافیکو پر مخ وتړله، په هماغه ورځ د قرهباغ مشرانو او ځوانانو دغه شهیدان د عدالت غوښتنې په پلمه غزني ته له ځان سره یووړل چې د غزني والي او اړوند چارواکي ددوی غږ واوري او ژر تر ژره د پېښې عاملان ونیسي او مجازات یې کړي او په دې ډول د عدالت له تطبيق سره د ولسونو تر منځ د نښتې پېښېدو مخنیوی شوی وي.
د لاریون کوونکيو غوښتنې
دلاریون کوونکيو غوښتنې عبارت دي له؛
۱. د برمته کسانو ژر تر ژره روغ رمټ خوشې کول
۲. د قاتلانو او ټولو مجرمانو ژر تر ژره نیول او په اشد مجازات محکومول
۳. د شېراباد او نیختې د اوبو پر سر شخړي حقوقي مسالې ژر تر ژره حل و فصل کول
۴. په دې سیمه کې د هزاره اربکیو بېوسلې کول او د هغو پر ځای ملي اردو/ ملي پولیس ځای پر ځای کول چې په راتلونکي کي د ورته خونړیو پېښو مخه ونیول شي.
۵. د قرهباغ ولسوالي چارواکيو او د غزني بېکفایته والي له دندې ګوښه کول او پر ځای یې اهل کسان ګومارل، ځکه چې دا خونړۍ پېښه د دوی د بېکفایتي او بېغوري له امله را منځ ته شوه.
دلاریون له امله را منځ ته شوې ستونزې او زیانونه
د دغه لاریون تر اوسه پورې اووه ورځې کېږي چې لا دوام لري چې لاندې ستونزې یې را منځ ته کړې دي؛
ـ په زرګونه مساپر د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون نږدې پنځه ورځې په لاره کې بند پاتې وو چې وروسته د لاریون د مشرانو له خوا ښځو او ناروغانو ته د تګ اجازه ورکړل شوه.
ـ په سلګونه او حتا زرګونه بار وړونکي موټر پرون تر شپږمې ورځې بند پاتې وو، په دغو موټرو کې ډېری یې تازه مېوې او سابه لرونکي هغه دي چې د ډېر وخت تېرېدو له امله یې اکثره مالونه خراب شول، که اجازه هم ورکړل شي، کابل ته تر رسېدو پورې به یې ډېری مالونه خراب او خوسا شي چې زیان به یې تر سلګونه ميليونه افغانیو ورسېږي.
ـ همدارنګه نن اوومه ورځ ده چې د قرهباغ د عمومي بازار په شمول څو نور واړه بازارونه تړل شوي دي.
د دې تر څنګ نن څوومه ورځ ده چي د غزني ښار اکثریت برخې تړل شوې دي او د دولتي اداراتو خدمات له جدي خنډ سره مخامخ شوي، له دې امله د غزني خلکو ته ميليونونه افغانۍ زیانونه اوښتي دي.
د قرهباغ سیاسي او امنیتي وضعیت
د قرهباغ ولسوالي تر نیمایي زیاته برخه د دولت د مخالفانو تر کنټرول لاندې ده، ډېری وخت دا ولسوالي د خونړیو جګړو شاهده وي. ولسوالي ته په یو کیلومټري کې مخالفان حاکم دي.
د دولت مخالفان د سيمې له اوسېدونکيو په منظم ډول بېلابېل مالیات را ټولوي، حتی د قرهباغ بازار له هټيوالو کلنۍ تعرفې اخلي.
همدارنګه د قرهباغ ولسوالي اکثره منازعې، شخړې او حقوقي دعوې طالبان په خپل سر او خپله خوښه حل و فصل کوي، حتی د ولسوالي په مخ کې د دوکاندارانو تر منځ شخړې طالبانو ته راجع کېږي او هغوی یې فیصلې کوي.
د محلي پولیسو پوستې چې د سړک پر سر پرتې دي، هره ورځ له موټرچلونکو پیسې اخلي، خصوصاً له نويو وارده بېاسنادو موټرانو څخه.
همدارنګه له هټيوالو کله کله په زور توکي وړي او پیسې یې نه ورکوي، د سون توکيو د پېرلو لپاره له کلیوالو په زور پیسې اخلي…
د غزني د والي او نورو چارواکيو بېکفایتي
پورتنیو ټولو ستونزو ته په کتو سره د غزني والي او نور چارواکي دومره نهشي کولای چې څو تنه هزاره قاتلان ونیسي او برمته کسان د هغوی له منګولو ازاد کړي، د غزني والي د هزاره وکیلانو له وېرې خپله دنده نهشي تر سره کولای.
والي څو ورځې مخکې د هزاره وکیلانو په غوښتنه تر قرهباغه راغی او د هزارهګانو د دغسې جنایاتو د تر سره کولو لهپاره یې د هزارهمېشتو کلیو تر څنګ شپږ امنیتي پوستې ځای پرځای کړې، خو د وژل شويو کسانو قاتلان نهشي نیولای.
تر اوسه یې نه د لاریونکوونکيو غږ واورېد، نه د مساپرو او نه یې هم د لاریون له امله را منځ ته کېدونکو زیانونو پروا وکړه.
کېدای شي له دې پېښې د دولت مخالفان او نورې کړۍ د ځان په ګټه استفاده وکړي، خو والي صاحب هومره سیاسي درک هم نه لري او د پېښې خونړي عواقب نهشي تحلیلولای.
له مرکزي دولته مو غوښتنه دا ده چې دغه والي دې له غزني ګوښه کړي او پر ځای دې وړ کس وګماري، ځکه چې د غزني ولایت وخیم امنیتي وضعیت او بحراني حالت یو باجراته او کارپوه والي غواړي.
پټه خوله اقرار دی
د پېښې له را منځ ته کېدو نه اووه ورځې تېرېږي، خو تر اوسه له نیختې پرته نورو هزارهوو له دغه جنایته برائت نه دی اعلان کړی، په اصطلاح پټه خوله اقرار ده.
که دولت دغه ستونزه ژر تر ژره مهار نه کړي، دقرهباغ ټولو هزارهګانو ته ستر خطر متوجه دی.
دوی که غواړي چې له خطره بچ شي، له دغو جنایتکارانو دې خپل برائت اعلان کړي او د پښتنو د غوښتنو ننګه دې وکړي چې پښتانه خپل حساب یوازې د نیختې له اوسېدونکيو سره تصفیه کړي.
که دوی همداسې بېتفاوته پاتې شي، بیا خو د ټولو هزارهګانو ټولې لارې د پښتنو پر سیمو تېرېږي چې له ډېرو مالي او ځاني زیانونو سره به مخامخ شي او د وچو له امله به لانده هم ډېر بد اور واخلي.
د دولت اقدامات
ـ دولت تر اوسه پورې د منلو وړ اقدام نه دی کړی، یوه قوه یې سیمي ته استولې خو تر ننه هغوی يادې شوې سيمې ته نه دي رسېدلي، حال دا چې له قرهباغ ولسوالي تر نیختې پورې ټوله لار دوه/درې ساعته ده. ویل کېږي چې هزارهګانو د غرونو پر سر وسلې نصب کړې او نه پرېږدي چې دولتي قواوې ورشي.
که دا چاره په کوم ځای کې پښتنو کړې وای نو پخوا به لا بمبارد شوي وو، خو دولت له موږ سره د مور و میرې چلند کوي.
– حکومت له کابله یو هیئت را استولی خو تر اوسه پورې دغه هیئت د لاریونکوونکيو غوښتنو ته خواب نه دی ویلی.
ـ د وړمې شپې پر ماښام ولسمشر اشرف غني له لاریونکوونکيو سره د ټليفون له لارې خبرې کړې چې له لاریونکونکيو نه یې دلارې پرانیستلو غوښتنه کړې او په اوو ورځو کې یې د برمتهوو د خلاصون او قاتلانو د نیولو وعده کړې چې ډېر باور پرې ځکه نه کېږي چې تر دې پېښې سترو خونړیو پېښو لاملین یې لا ندي نیولي.
پایله
پورتنیو توضیحاتو ته په کتو سره دولت باید ژر تر ژره د لاریونکوونکيو ټولو ذکر شويو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.
که دولت بیا هم بېتفاوته پاتي شي، دا شخړه به الله «ج» مه کړه په ستره قومي شخړه واوړي چې بیا به یې د حل لاره ډېره ستونزمنه وي.
دولت دې د مور و میرې د چلند له لاري قصداً نه طالبان کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320