د شمالي ټلوالي سپېره مداح او قسمخور مفتي ته! / شهادت يار

0 1,111

تا ته وايم؛ په وازو غوږونو ئې واوره! د قبر ژۍ ته رسېدلى يې، خداى خبر چي ستا او د مرگ تر منځ واټن څومره لنډ دئ، آيا غوره نه وه چي لږ تر لږه اوس او د عمر په پاى كي دي خداى ته مخه كړې وى، له شرارتونو او د فتنو له راولاړولو دي لاس اخيستى وى، غلطي فتوى گانى، له طمعي راټوكېدلې ستايني، د وطنپلورو، مفسدينو، غلو، لوټمارانو، فتنه گرو، پرديپالو او شر او فساد ځواكونو له ملگرتيا دي لاس اخيستى وى، د جنگ اور ته دي لمن نه وهلى، هغه جنگ چي ته ئې يوازي جارچي يې، نه بل څه، ونډه دي فقط دومره چي بل بايد وجنگېږي او ته له همدې جنگ څه ترلاسه كړې، آيا دا دومره غصب شوې زمكي درته كفايت نه كوي، د اسلام او هېواد له دښمنانو ترلاسه شوي ډالر درته كافي نه دي؟!!
ته ډېر ناسپاس يې، حزب شهرت دركړ، امير ئې كړې، گوند ئې درته جوړ كړ، وسلې ئې دركړې، عربو ته ئې وروپېژندې، د حزب اسلامي د تأييد له امله ډېر درباندي وغولېدل، خو نن د همغه حزب په ضد فتوى گاني وركوې، له شورى نظار غواړي چي د حزب خوله درته بنده كړې، كه حزب غوښتلى ستا خوله به ئې لاډېر دمخه تړلې وه!!
ولي دروغ او بيا دومره ښكرور دروغ!! تل دروغ او د هر دروغ لپاره كلك كلك قسمونه، داسي دروغ چي هر انسان ورته هك پك او حيران شي!! باور وكړه تر تا مي ستر دروغجن او قسمخور په خپل ژوند كي نه دئ ليدلى!!! تا په تلين غونډي كي وويل: خداى شاهد دئ چي په تېرو نه ويشتو كلونو كي مي د بوټو بندونه نه دي پرانيستي!!!! دا په داسي حال كي چي په پښو دي هغه بوټونه وو چي بند ئې نه درلود، همغه ورځ رنگ شوي وو، گرد او غبار هم پرې ناست نه وو!! ښكرور دروغ دي وويل، خداى دي پر خپلي دروغجني ادعاء شاهد ونيولو، يعني يمين غموس!! آيا پوهېږې چي ډېر قسمونه خوړل د منافقت نښه ده؟!! ولي دومره سپك شوى يې؟!! څه دې دروغجنو قسمونو ته اړ كړى يې؟!! تا په دې نه ويشتو كلونو كي پر كوم كافر حتى د خولې ډز هم نه دئ كړى؛ د هغه خلاف جهاد خو لري پرېږده، ستا ټولي بې خريطې ډزي د مجاهدينو او مسلمانانو خلاف وې، د هغه چا له سنگره دي ډزي كړې چي د هر يرغلگر پښو ته لوېدلي او د هغوى تر قومندې لاندي د ملت په خلاف جنگېدلي.
تا ته په تلين غونډي كي اوباشانو لاسونه پړكول، دا تلين غونډه وه كه واده؟!! د غم غونډه او كه د ښادۍ؟!! د غم په غونډي كي لاسونه پړكول به هم ستا په كچه مذهب كي مستحب وي!!! تاسو ته همدا تلين غونډي او په هغوى كي كچه ويناوي پاته دي، بل مضمون نه لرئ!!
تا د همدغه لاس پړكولو لپاره داسي څه ويل چي اوباشان ئې د خپل رقيب په خلاف له تا اورېدل غواړي، هڅه دي وكړه چي وښيي: طالبانو ته د ځينو ولايتونو سپارل د هېواد د تجزيې معنى لري، او ته ښاغلى به هيچا ته د تجزيه كولو اجازه ورنه كړې!! ماشاء الله پر دې وطن پالني!! آيا د خپلو مټو زور ته دي پام كړى؟ ستا د غوږ خوا ته ستا نږدې ملگرو وويل: من افغان نيستم، راه حل بحران نظام فيدرالي و تجزيه كشور به شمال و جنوب است، نام افغانستان را قبول نداريم، په تذكرې كي ئې د افغانيت او اسلاميت له يادولو سره كلك مخالفت وكړ، په بلخ كي ئې بېل او مستقل هېواد اعلان كړ، له مركزي حكومت ئې بغاوت وكړ، د ارگ او سپيدار ماڼيو او د امنيت شورى غړو ته ئې گواښونه وكړل چي غاښونه مو باسم، د دې ټولو په وړاندي نه يوازي ساكت وې بلكي د همدې تجزيه غوښتونكو ملاتړ او ملگرتيا دي هم كوله، د مزار او كندهار غونډو ته دي خپل استازي هم ولېږل او دا هيله دي هم څرگندوله چي له دې غونډو به ښې پرېكړي راووځي!! له ارگ دي غوښتل چي د دوى غوښتنو ته غاړه كښېږدي، د كندز والي ته دي وويل: د عزل مكتوب مه منه او د بلخ له والي سره يو ځاى شه!! هغه غوښتل همدا كار وكړي، خو د عمرخېلو مشران ورغلل او ورته وئې ويل: كه دي مخالفت وكړ په زور دي له دفتر باسو، مجبور شو له مخالفت لاس واخلي!! هو؛ د گنده افكارو او عزائمو خاوندان دا ټول عادي نيسي او د تجزيه غوښتونكو مسلم حق ئې بولي!!!
خو تا پر يوې افتراء د تأييد مهر ولگولو او داسي دي وښوده چي د حزب اسلامي مشر طالبانو ته د ځينو ولايتونو د سپارلو وړانديز كړى او دا د هېواد د تجزيې معنى لري!! په داسي حال كي چي د حزب اسلامي مشر نه دا ويلي چي طالبانو ته دي ځيني ولايات وسپارل شي، او نه دا چي انتحاري عمليات جائز دي، ولي افتراء او تحريف، او بيا خپله افتراء او تحريف تر نقد لاندي نيول!! څوك به وغولوې، كوم شريف او مؤمن افغان به ستا دروغجني او زهرجني خبري ومني، فكر كوې چي له څو غلو، اوباشانو او لنډغرو پرته به په افغانانو كي داسي څوك پيدا شي چي ستا خبري ومني!! ته چي هر وار د دغو اوباشو په غونډو كي راڅرگند شې او د هغوى د خوشحالولو لپاره پر حزب اسلامي ولگېږې او هغوى درته لاسونه وپړكوي؛ د افغانانو كركه او نفرت ستا په اړه لس برابره تر مخكي زياته شي، ته خبر نه يې چي نن افغان ولس له تا او ستا له غلو ملگرو څومره كركه لري!!
راشه د مشر وينا ولوله، هغه ويلي: يوه سيمه دي غيرجنگي شي، د سولي د سيمي په نامه دي ياده شي، هلته به د هيڅ لوري وسله وال ځواكونه نه وي، زمكه او فضاء به ئې كاملاً خوندي وي، د سيمي اداره او مسئولين به ئې د طرفينو په مشوره ټاكل كېږي. د مذاكراتو په ترڅ كي به پر دې توافق كېږي. دلته به د طالبانو مشران له خپلو كورنيو سره په بشبړ ډاډ او اطمئنان اوسېدى شي او كامل مصونيت به ئې برخه وي. طالبان به په كابل كي خپل دفتر پرانيزي، له دولت سره به مخامخ او بلاواسطه مذاكرات پيل كړي.
دا د بحران د حل عملي او تر ټولو معقوله او آسانه طرح ده، نه طالبانو ته كوم امتياز وركول، خو ستونزه دا ده چي ستا او ستا د ملگرو اصلي مخالفت له سولي سره دئ، د جنگ دوام غواړئ، همدا مو له بهره درسپارل شوى مأموريت دئ، له سولي او ثبات وېرېږئ، كه جنگ ختم شي او ځواكمن مركزي حكومت رامنځته شي د غلا، لوټمار، غصب او غارت ټغر ټولېږي، له عاملينو سره به ئې محاسبه كېږي او له تور برخليك سره به مخامخ كېږي، همدا ستاسو اصلي وېره ده، تاسو له حزب اسلامي سره هم د مصالحې سخت مخالف وئ او يئ، دا اوس هم ستاسو لنډغر ملگري په واز كومي وايي: د حزب اسلامي بنديان خوشي كول ملي خيانت دئ!!!!
خو مطمئن اوسه چي طالبان به حتماً راځي، د حزب له لاري به راځي، عَلَى رَغِمِ أَنْفِ الحاسد المتعنت المفتي الكذاب. كېدى شي د راتگ خبر ئې تا ته همغسي شي لكه د حكمتيار راتگ، چي په مغزي سكتې ئې اخته كړې!! دوهم ځل مغزي سكته بدي پايلي لري!!
تا انتحار او استشهاد هم سره خلط كړل، دا كار يا ډېر ناپوه او جاهل انسان كوي او يا په غرض او مرض اخته، مشر د انتحار او استشهاد په اړه ويلي: د دې دواړو؛ انتحار او استشهاد د روښانه توضيح لپاره راشئ يو مثال ستاسو مخي ته كښېږدم: يو تروريست، له انتحاري واسكټ سره په داسي حال كي جومات ته ننوځي چي لمونځ كوونكي د لمانځه لپاره ودرېږي، همدا مهال يو مؤمن مجاهد هغه ته متوجه كېږي او له ځان سره وايي: كه پرېږدم دا بې دينه او وحشي تروريست په جومات كي چاودنه وكړي، وتښتم، يوازي خپل ځان وژغورم؛ خداى ته به څه ځواب وايم!! د قرآن دا آيت ئې مخي ته ودرېږي چي وايي: څوك چي يو انسان له مرگ وژغوري داسي دئ لكه چي ټول انسانان ئې له مرگ ژغورلي وي، په داسي حال كي چي پوهېږي له دې بريد ژوندى نشم وتلى، پر تروريست بريد يعني ځان وژنه، سره دې ځان تروريست ته رسوي، په غېږ كي ئې كلك نيسي، له جومات ئې بهر وړي، د جومات په انگړ كي ئې پر زمكه څملوي، همدا مهال تروريست توانېږي چي د بم بټن كښېكاږي، دى او تروريست وژل كېږي خو ټول لمونځ كوونكي ژغورل كېږي!! په دې دواړو كي د يوه كار حرام او د دين ضد دئ او د بل كار سپېڅلى او شهادت طلبانه. تروريست د مسلمان د ويني حرمت ته اعتناء نه ده كړې او د هغه د ويني تويول او د خداى د كور (جومات) هتك حرمت ئې نه يوازي جائز بلكي هغه ئې جنت ته د رسېدو وسيله او لنډه لار گڼلي!!! له همدې كبله مرتد شوى او د اسلام له دائرې وتلى، د قرآن په وينا د داسي قاتل انسان ځاى ابدي دوزخ دئ، اما هغه مؤمن مجاهد چي د الله تعالى د رضاء حاصلولو لپاره ئې خپل سر قرباني كړ او د مسلمانانو د ژغورني لپاره ئې داسي عمليات تر سره كړل چي په هغه كي ئې وژل كېدا حتمي وه! دى شهيد دئ او ځاى ئې جنت. له جاهلو مفتيانو پوښتنه كوم: آيا دا دواړه برابر دي؟ آيا د شهادت تمناء او داسي شهادت طلبانه عمليات ناجائز دي؟ د قرآن د دې آيت په اړه به څه وايئ چي فرمايي: وَلَقَدْ كُنتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِن قَبْلِ أَن تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ. آل عمران: 143
د آيت مفهوم دا دئ: اې د پيغمبر يارانو! تاسو خو ټولو د احد تر غزا وړاندي د شهادت تمناء كوله؛ كله چي په دې غزا كي د دې تمناء ترسره كېدو فرصت په لاس درغى نو ولي مو په رډو رډو سترگو ورته كتل؟ يعني ولي مو دا فرصت ضائع كړ، ولي وتښتېدئ، ولي مو رسول الله صلى عليه و سلم يوازي پرېښود؟!!
عجيبه ده!! هغه څه چي الله تعالى ئې په نه كولو د رسول الله صلى الله عليه و سلم ياران گواښلي او عتاب ئې ورته كړى؛ تاسو ئې په كولو خلك د اسلام له دائرې باسئ!!! قرآن شهادت د ټولو صحابه وو ستره تمناء گڼي، له مرگ وېره او له دښمن تېښته د دوى له شأن لري بولي، خو تاسو د شهادت تمناء او داسي عمل چي په نتيجه كي ئې مجاهد وژل كېږي حرام او ځان وژنه بولئ!!! آيا ستاسو فهم، قضاوت او فتوى د تعجب وړ نه ده؟!!
جنابه!! آيا نه پوهېږې چي اسلام د حلال او حرام لپاره دا معيار وضع كړى: هغه څه چي گټه ئې تر تاوان زياته وي حلال دي او هغه چي تاوان ئې تر گټي زيات وي حرام دي؟ دې آيت ته دي كله پام شوى چي فرمايي:
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا … : د شراب او قمار په اړه درنه پوښتنه كوي، ورته ووايه: په دوى كي ستره گناه ده او د خلكو لپاره څه گټي، خو گناه ئې تر گټي ډېره ستره ده…
گورئ چي دلته د (اثم: گناه) په مقابل كي د (منفعت :گټي) ذكر شوى، له دې بيان په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي د حلال او حرام د ټاكلو په اړه دا اصل په پام كي نيول شوى چي څه انسان ته گټه لري او څه تاوان، هر څه چي انسان ته ئې تاوان تر گټي زيات وي، الله تعالى هغه حرام كړي او هر څه چي گټه ئې تر تاوان زياته وي هغه ئې حلال كړي، شراب او قمار د دې لپاره حرام كړى شوي چي تاوان ئې تر گټي زيات دئ، هم فرد ته او هم ئې ټولني ته.
هغه مجاهد چي په جومات كي ئې تروريست ته غېږ وركړه، مسلمانان ئې وژغورل خو په خپله شهيد شو عمل ئې ځكه سپېڅلى او د قدر وړ دئ چي لويه گټه پرې مرتب شوه، ډېر مسلمانان ئې ئې له مرگ وژغورل؛ كه څه هم په خپله شهيد شو، دې ته په پام سره په بشپړ ډاډ او اطمئنان سره ويلى شو: هغه عمليات چي په ترڅ كي ئې اسلام او مسلمانانو ته لويه گټه او د اسلام او هېواد دښمن ته لويه صدمه ورسېږي، كه څه هم د مجاهد په مرگ منتهي شي نه يوازي جائز دئ بلكي ارزښتمن او سپېڅلى دئ. په دې شرط چي په دې عمل كي هيڅ مسلمان او هيڅ غيرمحارب انسان ته تاوان او صدمه ونه رسېږي.
جنابه! منې ئې كه نه، خو حقيقت دا دئ چي ته او ستا ملگري او په تېرو كلونو كي ستاسو كړني د جهاد او مجاهدينو لپاره د ننگ او پيغور سبب يئ، حتى كمونستان هم ستاسو پر قول او عمل مجاهدينو ته پيغورونه وركوي، ستاسو پر مجللو قصرونو هم د فساد او خيانت بيرغونه رپېږي او ستاسو پر مفشنو قبرونو هم!!
وارخطا يئ، له راتلونكو انتخاباتو وېرېږئ، گمان مو دا دئ چي په دې سره ستاسو د ناولي او كرغېړن اقتدار او اغتصاب ټغر ټولېږي، ملت به پر مخ او خوله كلكه څپېړه دركړي، يرغمل شوى ولس به ستاسو له منگولو وژغورل شي، د ملت غوڅ اكثريت له حزب اسلامي سره دئ، دوست او دښمن انگېري چي دا ځل د حزب اسلامي د حكومت وار دئ، او راتلونكى حكومت به ستاسو لپاره داسي وي لكه ميكروبونو ته د پسرلي ښكلى باران.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply