د ولسمشر پرانیستونکې وینا  د ملي شورا د شپاړسمې کاري دورې اتم کال / حمیدالله فیضي

0 591

ولسمشر یوځل بیا پر ځینو برخو عمومي رڼا واچوله او څرګنده يې کړه چې د افغانستان د پرمختګ، سولې ثبات، قانوني کېدو، اقتصادي پرمختګ، پوهنې او لوړو زده‌کړو پیاوړتیا، له ګاونډیو سره همکاري، له نړیوالو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا، د تپل شوې جګړې پای ته رسول، د ښځو حقوقو ته درناوی، د روانو اوبو مدیریت، له کانونونو ګټه اخیستل، په ډیپلوماټیکه برخه کې نړیوال دې ته اړ کول چې په افغانستان کې سوله په نړۍ کې سوله ده او د تلپاتې سولې او ثبات ټینګښت یې په خپلو خبرو کې راونغاړل.

محمد اشرف غني؛
“د افغانستان ملي شورا درې سوه قوانین تعدیل، تصویب او تدوین کړي چې دا ټول کار د ملي شورا له خوا شوی دی.
له لوی څارنوال او قاضی‌القضات څخه مننه کوم چې د قوانینو په پلي کولو کې له هیڅ راز هڅو څخه سپما نه ده کړې او د ټولنې د نظم لپاره یې بېلابېلې قانونې لارې عملي کړې دي.
د ټاکنو کمېسيون باید په خپلواکه توګه خپلې کړنې مخ ته یوسي او باید هیڅ ډول سیاسي فشارونو ته غاړه کې‌نه‌ږدي.
د افغانستان ملي یووالي دولت هم د ټاکنو کمېسیون د ټولو قانوني کړنو ملاتړ کوي او هڅه به وکړي چې راڼه آزاد او عادلانه ټاکنې تر سره کړو.

د سولې کنفرانس؛
د سولې اواز ته افغان ولس اړتیا لري، ځکه سوله کولای شي پرمختګونو او هوسا ژوند لپاره لارې چارې برابرې کړي، ځکه په سوله کې خیر دی.
ولسمشر یو ځل بیا په وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې له پروګرام سره یو ځای شي، ځکه دا د ټولو افغانانو سوله ده او سولې کې خیر دی او د ټولو ملتونو په پرتله افغانان سولې ډېره اړتيا لري.
سولې ته رسېدو لپاره باید حوصله او زغم ولرو، څو د افغانستان دښمنان له دې لاس ته راغلو فرصتونو څخه د افغانانو په زیان ګټه وا نه‌خلي. د سولې په برخه کې ملي اجماع ته اړتیا ده او د سولې په اړه باید د ښځو اواز تر هر چا مخکې واورېدل شي، ځکه د جګړې له امله د ښځو برخه ډېره زیانمنه کېږي.
په هغه هېواد کې چې څو لسیزو جګړه یې تجربه کړې ده، دا ټولنه ډېره زیاته سولې ته اړتیا لري او سوله هغه مهال راتلای شي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پياوړي، غښتلي او د ښوونې روزنې په زرو سمبال شي.
په سوله کې عواید ډېرېږي، که څه هم سوله زموږ اړتیا ده خو اوس په یوه تپل شوې جګړه کې واقع یو، کله چې سوله تامین شي امنیتي ځواکونه هم کولای شي تر هغه مخکې ښه ژوند ولري.
اوس د امنیت څلور کلن پلان پلي شوی چې نښې او نښانی به یې په ۱۳۹۷ کال کې بربنډې او څرګندې شي او د دې پلان په پلي کېدو سره به افغانستان سولې او ثبات ته ولاړ شي او ځان بسياینه به هم را منځ ته شي او افغانستان به په خپلو پښو ودرېږي.
افغانستان به د لویو ترانزیټونو او د انرژي په څلور لارې بدل شي او زموږ پیغام سیمه‌یزه همکاري ده او له هیڅ هېواد سره د دښمني غوښتونکي نه یوو.
ترکمنستان د ګازو غني سرچینې لري او د صادراتو له‌پاره یې افغانستان ته اړتیا لري، ترکمنستان لومړی هېواد دی چې د افغانستان جغرافیایې ارزښت یې درک کړ او له دې څخه په ګټې اخیستنې یې چارې پیل کړې. افغانستان له ټولو هېوادونو سره د سوداګرۍ اړیکو پراختیا ته زور ورکوي او له ټولو هېوادونو غواړي چې د افغانستان له موقعیته په ګټې اخیستنې د افغانستان ملي ګټو ته درناوی وکړي.
افغانستان د اوبو ښې سرچینې لري او د دې په مدیریت سره کولای شي افغانستان اقتصادي ځان بسياینې ته ورسوي او په دې اړه کار پیل شوی دی. د ۱۳۹۷کال په لومړی اوونۍ کې به د اوبو په اړه بشپړ توضیحات ورکړل شي، ځکه اوبه زموږ ابرو او عزت دی موږ خپله ابرو، عزت او ارزښت ساتو.
په صادراتو زیاتېدو باندې کار کوو او ان‌شاءالله افغانستان به له مصرفي هېواده په تولیدي هېواد بدل کړو، خو د دې لپاره په حکومت‌داري کې اصلاحاتو ته اړتیا ده چې دا اصلاحاتو لړۍ پیل شوې او ان‌شاءالله ښې پایلې به ورکړي.

اقتصادي سیاست؛
د افغانستان اقتصادي پرمختګ زموږ لومړیتوب دی او په دې اړه باید کوټلي ګامونه پورته شي، د افغاستان ځنګلونه باید وساتل شي او دا کولای شي زمونږ عواید څو چنده زیات کړي.
معادن د افغانستان لویه شتمني ده او له دې وروسته به له دې کانونو څخه د یوې تګلارې له مخې ګټه واخیستل شي او د کډوالو را ټولول او د هغوی لپاره د ژوند کولو لارې چارې برابرول زموږ ملي وجیبه ده .
په هملند کې د ملکي خدمتونو د پوستونو لپاره په ازموینه کې له ۴ زره کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه چې دا هم د اصلاحاتو د لړئ یوه ښه بېلګه ده، د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي ستونزې شته او د مخنیوي لپاره یې کار روان دی چې ډېری یې ختمې شوې دي.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply