هغه ماشوم چې د ناروغ څاروي د خرڅلاوه مخه يې ونيوله، ژوند يې بدل شو

0 1,480

((هغه ماشوم چې د ناروغ څاروي د خرڅلاوه مخه يې ونيوله، ژوند يې بدل شو))

يو تن ماشوم چې خوست ښار کې لاسي کراچۍ چلوي، وروسته له هغې چې د يوه ناروغ څاروي د خرڅلاو مخه يې ونيوله؛ اوس يې کيسه د خوست په کچه د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو په منځ کې د ورځې تر ټولو ګرمه موضوع ګرځېدلې.
کيسه داسې پيلېږي چې: د کب په ۲۲ مه د سه شنبې په سهار يو کوچی وګړی خپل ناروغ څاروی د خرڅلاودپاره ښار ته راوړي، څاروی له موټره کښته کوي او په کراچيوان پسې غږ کوي چې هغه تر قصابانو پورې ورسره ورسوي. په دې وخت کې يې يو کوچنی کراچيوان خدمت ته حاضرېږي، چې د لسو افغانيو په بدل کې يې تر منزله ورسوي، خو هغه نه پوهېده چې دا وروستی بار به يې د دې لامل ګرځي چې د اوږو بار يې سپک شي او په کوچني ژوند کې يې ستر بدلون رامنځته شي…
يوولس کلن کراچيوان سميرنومېږي، د شنو جامو رنګ يې د بار کړي څاروي د سترګو له رنګه ښکلی دی؛ د ښار په عمومي واټ روان دی او مخکې له دې چې تر منزله ورسېږي او خپل بار کوز کړي، په همدې وخت کې د څاروي سترګو او ظاهري وضعيت ته متوجه کېږي. سمير ټکان خوري او باور يې راځي چې څاروی ذبحه ( حلال) شوی هم ندی او د ناروغۍ نښې هم پکې ښکاري، نو هڅه کوي چې د خرڅلاو مخه يې ونيسي او…
کوچی قصابۍ پر قصابۍ ګرځي چې خپل مړه څاروي ته مناسب اخيستونکی ومومي خو، کوچنی سمير په ډېر مهارت سره هر قصاب په دې پوهوي چې څاروی د ناروغۍ له وجې مړ شوی، بايد له اخيستلو يې ډډه وکړي. په دې منځ کې څو دقيقې تېرېږي، لا خو پلورنکی له قصابانو سره کومې نتيجې ته نه و رسېدلې چې په همدې کې د کوچني کراچيوان پام د واټ په سر ولاړ پوليس ته اوړي. سمير په بيړه د پوليس څنګ ته ورځي، هغه له لاسه نيسي او د کيسې له جريانه يې خبروي.
… له پينځه دقيقي مزله وروسته کيسه د خوست تر ښارواله رسېږي. اوس کوچنی سمير له پوليس، مړه څاروي، پلورونکي او خپلې شنې کراچۍ سره يو ځای د ښاروالۍ په انګړ کې ولاړ دي او خوست ښاروال انجينر عبدالبصير د کوچني اتل د درناوی په خاطر له خپل دفتره لاندې راکوزېږي. نوموړی د خپل ښار له کوچني ښاري څخه مننه کوي، سمير ته نغدي جايزه ورکوي او د څاروي د معاینې دپاره ډاکټر راغواړي.
د سمير د ديانت کيسه همدا نن سهار د يوې عادي ورځنۍ موضوع په توګه په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوه، خو د خلکو عکس العمل عادي نه و. د سمير د جرات، ديانت، هوښيارۍ او انسان دوستۍ په حق کې زرګونه تبصرې وشوې او لا هم دا موضوع سړه شوې نده.
هو! کراچيوان سمير نه پوهېده چې د هغه د ديانت کيسه به يې د ژوند يو ښکلې برخه ګرځي، لويه هنګامه به ترې جوړېږي او د هغه دپاره به ښه زېري لري.
د ښاروالۍ له نقدي مرستې وروسته اوس سمير ته يوې خيريه ادارې د ډېرې مرستې ټټر ډبولی. د سردار ګوهر په نوم د خيريه بنسټ مسوولينو د خوست ښاروال په حضور کې کوچني سمير ته اته زره افغانۍ نقدي جايزه ورکړه او ژمنه يې کړې هره مياشت به ورته اته – اته زره افغانۍ نورې هم ورکوي چې د خپلې کورنۍ ضرورتونه پرې رفع کړي. خو تر دې ټولو ښکلی زېری دا دی چې همدا بنسټ به سمير ته تر دوولسم ټولګي پورې د خصوصي زده کړو بشپړ لګښت هم ورکوي.
د سمير کيسه د وجدان او ضمير کيسه ده، هو دا د هر مسوول ښاري دنده ده چې له سميره يې زده کړي او د ښاري مسايلو په اړه بې تفاوته پاتې نشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply