د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام د غوراوي سیالیو په لړ کې نن له ویسټ انډیز سره مخ کېږي.
ټاکل شوې ده چې دغه لوبه په زمبابوي کې د غوراوي سیالیو د شپږ غوره لوبډلو په چوکاټ کې ترسره شي.
د نړیوال جام د غوراوي سیالیو بل پړاو به د شپږو غورو لوبډلو ترمنځ ترسره شي چې په کې ویسټ انديز، ایرلنډ، متحده عربي امارت، زمابوي، سکاټلنډ، او افغانستان شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله د دوشنبې په ورځ د سکاټلنډ او زمبابوي ترڅنګ په «B» ګروپ کې د پنځو لوبډلو له ډلې څخه د نړیوال جام د غوراوي سیالیو بل پړاو «Super Six» لوبو ته لاره پیدا کړه.
افغانستان په «B» ګروپ کې د هانګ کانګ او نيپال په مقابل د غوره امتیازاتو په لرلو سره د نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې پاتې شو.
د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په درجه بندي کې د افغانستان امتیازونه (پایڼتونه) ۰،۰۳۸ ښودل شوې ده په داسې حال کې چې نیپال -۰،۸۹۳ امتیازونه او هانګ کانګ -۱،۱۲۱ امتیازونه لري.
خامه پریس
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320