د افغانستان د ګازو انرژي په تامین او استخراج کی د ټاپي پروژې رول

0 926
 محمداکرام ریحان
افغانستان د نفتو او ګازو د ذخایرو له پلوه غني هیواد دی خو په هیواد کی د څلویښت کلنی روانی جګړی او ځینو نورو عواملو له امله ددغه ذخایرو څخه استفاده نده شوی او ټول ذخایر د ځمکی لاندی په خپل حال پاتی دي حتی افغانستان د خپلو داخلی اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم طبعي ګاز د بهرنیو هیوادونو څخه واردوي.د معلوماتو له مخی افغانستان د (۴۵۰) ملیارد متر مکعب په اندازه د ګازو تثبیت شوی زیرمی لري او شاید اندازه یی تردی هم ډیره وي چی د امکاناتو د نشتون له امله ورڅخه کار ندی اخیستل شوی .افغانستان خپل د اړتیا وړ ګاز د یو شمیر بهرنیو هیوادونو لکه ایران او ترکمنستان څخه واردوي چی وخت ناوخت د هیوادونو ترمنځ د سیاسی اړیکو او هوا د بدلون (ګرموالي او سوړوالي) له امله افغانستان ته د ګازو واردات اغیزمن کیږي چی له همدی امله موږ په بازار کی د ګازو په قیمتونو کی د لوړو نوساناتو د وجود شاهدان یو او زموږ هیوادوال د ګازو د قیمتونو د لوړوالي له امله د ستونزو سره مخ وي . خو وروسته له هغی چی د ټاپي پروژی چاری پیل شوی او دددی پروژی د پلي کیدو امکانات ولیدل شول نو ورسره دا هیلی هم رامنخته شوی چی دا پروژه به په افغانستان کی د ګازو انرژی تامین او استخراج ته زمینه برابره کړي. ټاپی د څلورو هیوادونو(ترکمنستان،افغانستان،پاکستان او هند) ترمنځ مشترکه پروژه ده  چی له مخی به یی ترکمنستان نورو دری غړو هیوادونوته د دیرش کلونو لپاره ګاز صادروی . د معلوماتو له مخی به د ټاپی د ګازو نل لیکی له لاری په کلني ډول (۳۳) ملیارد متر مکعب ګاز د جنوبی اسیا دری هیوادونو ته لیږدول کیږی. افغانستان به د ټاپي د ګازو د نل لیکی څخه په کلنی ډول د ۴۰۰-۵۰۰ میلیونه ترانزیتی عوایدو ترڅنګ د۰.۵ــــ۱.۵ ملیارد مترمکعب ګاز ترلاسه کوي. د ټاپی د تړون له مخی به افغانستان د ټاپي څخه په لومړی لسیزه کی (۵۰۰) میلیون مترمکعب ، په دوهمه لسیزه کی یو ملیارد مترمکعب او په دریمه لسیزه کی (۱.۵) ملیارد مترمکعب ګاز ترلاسه کوي چی د افغانستان د ګازو د داخلي اړتیاوو په پوره کولو کی به ستر رول ولري. د شمیرو له مخی افغانستان په کلني ډول څه د پاسه (۲۵۰۰۰۰) ټنه په شاوخوا کی ګاز د بهرنیو هیوادونو څخه واردوي چی وخت ناوخت د سیاسي او اقلیمي ستونزو له امله د ګازو د وارداتو بهیر ټکنی کیږي او د هیواد به بازارونو کی د ګازو د کمښت ستونزه رامنځته کیږي چی د قیمتونو د لوړیدو سبب هم کیږي. د ټاپي پروژی په پلي کیدو سره به افغانستان د ګازو د انرژی د تامین په برخه کی د یوی باوري سرچینی څښتن شي، د افغانستان د ګازو د واردولو انحصاري حالت به له منځه لاړ شي او هغه ستونزی چی د افغانستان د ګازو د واردولو پرمهال رامنځته کیږي ترډیره کمی شي او افغانستان به وکولی شي خپل د اړتیا وړ ګاز په اسانه او نسبتاً ارزانه توګه ددغه نل لیکی څخه ترلاسه کړي چی ورسره به د افغانستان د ګازو داخلي مصرف په برخه کی ډیرو ستونزو ته د پای ټکی کیښودل شی .همدارنګه د ټاپی د ګازو نل لیکه په راتلونکي کی د افغانستان د ګازو پریمانه ذخایرو د استخراج زمینه برابرولی شي ځکه د ټاپي پروژی موده دیرش (۳۰) کاله ده او دهغی ورږوسته به بيا حالاتو ته په کمتو پریکړه کیږي .
د راتلونکو دیرش کلونو په جریان کی شاید د ترکمنستان څخه افغانستان،پاکستان او هندوستان ته د ګازو په انتقال کی ستونزه رامنځته شي او ترکمنستان د جنوبي اسیا هیوادونو ته ګاز صادر نشي کړای او یا هم د دیرش کلونو څخه وروسته ترکمنستان ونه غواړي ددی پروژی موده وغځوي او د نور وخت لپاره دی هم دغه هیوادونو ته ګاز صادر کړي چی پدی صورت کی افغانستان ته د ګازو د استخراج یو ښه فرصت په لاس ورځي ترڅو د ګازو ذخایر په کار واچوي او ددغه ذخایرو څخه په استفادی خپل ګاز دداخلي ضروروتونو د پوره کولو ترڅنګ استخراج شوي ګاز د ټاپي د نل لیکی له لاری پاکستان او هندوستان ته ولیږدوي. هغه څه چی په دی برخه کی د اهمیت وړ دي هغه دادي چی د افغانستان د ګازو ذخایر لا تراوسه په خپل حال پاتی دي او د راتلونکی اوږدی مودی لپاره ورڅخه د استفادی امکان شته او همدارنګه د پاکستان او هندوستان د ګازو تقاضا په راتلونکو کلونو کی د ډیریدو په حال کی ده او دغه هیوادونه په لویه پیمانه د ګازو د کمښت سره مخ کیږي.د معلوملتو له مخی پاکستان به تر ۲۰۲۸ م کال پوری د ۶.۵۳ ملیارد فوټ مکعب په اندازه د ګازو د کمښت سره مخ شي بل پلو ته هندوستان چی په راتلونکو کلونو کی یی د ګازو دداخلي تولد د ډیریدو امکان شته خو بیا به هم تر ۲۰۴۰ م کال پوری په کلني ډول د ۷.۷۳ ملیارد فوټ مکعب په اندازه د ګازو د کمښت سره مخ وي .دغه هیوادونه به د ګازو دداخلي تقاضا د پوره کولو لپاره د لارو چارو په لټه کی وي چی په راتلونکو څو کلونو کی به دوی دغه اړتیا د ټاپي د نل لیکی څخه پوره کوي خو بیا به هم دوی په دغه برخه کی د ګازو د کمښت سره مخ وي. د ټاپي د تړون له مخی افغانستان کولی شي د امکان په صورت کی چی نل لیکه یی ظرفیت ولري افغانستان کولی شي خپل ګاز د همدی نل لیکی له لاری پاکستان او هندوستان ته انتقال کړي چی دا خپله د افغانستان د ګازو د استخراج لپاره یو ښه فرصت دی.
پاکستان ،هندوستان او د چین په شمول ځینی نور هیوادونه به د افغانستان د ګازو د استخراج لپاره د زمینی او امکاناتو په برابرولو کی هڅه کوي تر څو د افغانستان ګاز استخراج او د ټاپي د مودی د پای ته رسیدو او یا د پروژی په جریان کی د ستونزی د رامنځته کیدو په صورت کی د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د افغانستان د ګازو څخه استفاده وکړي . د افغانستان د ګازو استخراج د جنوبي اسیا هیوادونو په تیره بیا پاکستان او هندوستان لپاره په ګټه دی ځکه دغه هیوادونه به د افغانستان د ګازو د استخراج په صورت کی د افغانستان ګاز د ټاپي د نل لیکی له لاری خپلو هیوادونو ته ولیږدوي او دا هیوادونه به د بهر څخه د ګازو واردولو لپاره د نل لیکو غځولو ته چی ملیاردونه ډالر لګښت پری راځي ضرورت ونلري چی له همدی امله به اړوند هیوادونه ددغه سترو مصارفو څخه د ځان ژغورنی په خاطر د افغانستان د ګازو د استخراج لپاره د اماکاناتو او زمینی په برابرولو کی ډیره هڅه کوي تر څو د افغانستان ګاز د تیاری غځیدلی نل لیکی له لاری خپلو هیوادونو ته ولیږدوي. نو د ټاپي په پلي کیدو سره افغانستان ته د ګازو د انرژی د تآمین ترڅنګ د ګازو د استخراج یو ښه فرصت په لاس ورځي ځکه هغه هیوادونه چی دغه نل لیکه ورته غځیږي په راتلونکي کی په زیاته اندازه د ګازو د کمښت سره مخ کیږي چی ددی هیوادونو او افغانستان ترمنځ به د ګازو نل لیکه تیاره غځیدلی وي او افغانستان به وکولی شي خپل ګاز په یو ښه قیمت په دغه هیوادونو وپلوري او ډیری اقتصادي ګټی ترلاسه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply