کابل – انقره اړيکې؛ ترکيه د افغانستان لپاره څه کولی شي؟ / خوشحال آصفي

0 610

کابو له ۲۰۰۷ کال راهيسې ترکيې د افغانستان په سياست کې داخليدو ته زړه ښه کړی دی، له همدې نيټه وروسته ترکيې د افغانستان په سوله کې رول لوبولو لپاره هلې ځلې کړي دي. ښه بېلګه يې د افغانستان، پاکستان او ترکيې درې اړخيز غونډه ترسره کول يادولی شو. د راپورونو له مخې ترکيې له ۲۰۰۷ څخه تر ننه پورې کابو اته غونډې د افغانستان، پاکستان او ترکيې هيوادونو تر منځ د اړيکو پراختيا او افغان سولې اړوند غونډې کړي دي. اوس کابل ته په وروستي سفر کې يو ځل بيا د ترکيې لومړي وزير د افغان سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړ او ويې ويل چې ډېر ژر به په دغه هېواد کې د افغان سولې لپاره درې اړخيزه ناسته ترسره شي. هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې ډېر ژر به په ترکيه کې د افغان سولې په اړه د افغانستان، ترکيې او پاکستان درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

اوس پوښتنه دا ده چې ترکيه له افغان حکومت سره په کومو برخو کې مرسته کولی شي؟

ترکيه او افغانستان د ښو اړيکو اوږه مخينه لري، دغه هېواد کولی شي چې له افغانستان سره په سولې، پر پاکستان د فشار، د افغانستان سياسي وضعيت، اقتصادي برخې او لوړو زده کړو په برخو کې مرسته وکړي.

لومړی؛ سوله:

ترکيه هغه هېواد دی چې د افغانستان په چارو کې د مداخلې سابقه نه لري او په اوسني وخت کې له افغان طالبانو سره هم راشه درشه لري. همدا اوس هم داسې معلومات شته چې د وسله والو طالبانو لوړ پوړي چارواکي په مخفي ډول ترکيې ته سفرونه کوي. آن ويل کيږي چې د طالبانو د واکمنۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ملا عبدالرحمن هوتک په ترکيه کې سياسي پناه اخيستې.

ترکيه اوس هڅه کوي چې په سيمه کې د يو ستر او پرنفوذه اسلامي هيواد په توګه ځان ثابت کړي. ځکه له کله نه چې د سعودي عربستان او ايران تر منځ چې يو د اهل سنتو او بل د اهل تشيع مذهبي مشري په غاړه لري؛ جنجال رامنځته شوی او اړيکې ترينګلې شوې نو ترکيې هڅه کړې له دغې فرصته په ګټې اخيستنې په سيمه کې په ځانګړې توګه د اسلامي هيوادونو په منځ کې خپل نفوذ پراخ کړي. اوس ترکيه کولی شي چې په اسلامي نړۍ کې د افغان جګړې په اړوند خلکو ته د جګړې د نامشروع ښودلو ذهنيت ورکړي.

همداراز له پاکستان سره چې د افغانستان د جګړې يو لور بلل کيږي؛ښې اړيکې لري. ترکيه کولی شي چې پر پاکستان فشار راوړي څو هغه ګټې چې د افغانستان له جګړې يې ترلاسه کوي؛ د افغانستان په سولې او اقتصادي پرمختګ کې ترلاسه کړي.  په همدې اساس ويلی شو چې ترکيه د افغانستان په سوله کې مهم رول لوبولی شي خو په دې شرط چې په افغان حکومت کې دا وړتيا پيدا شي چې پر طالبانو او پاکستان د ترکيې له نفوذه ګټه واخيستلی شي.

دويم؛ د حکومت سياسي وضعيت:

د ملي يووالي حکومت لومړی مرستيال چې د احمد ايشچي سره د جنسي زور زياتي د قضيې اړوند په ترکيه کې سياسي تبعيد دی؛ ترکيه کولی شي چې د جنرال دوستم او د افغان حکومت تر منځ يو ښه درېيمګړی شي. ځکه ترکيه هم له جنرال دوستم سره د يو فرد په توګه او هم له افغان حکومت سره د يو دولت په توګه ښې اړيکې لري او کولی شي چې د ارګ او جنرال دوستم قضيه کې د منځګړي رول ادا کړي.

درېيم؛ اقتصاد:

ترکيه د ننۍ نړۍ يو د ځواکمنو اقتصادي هيوادونو له جملې څخه ګڼل کيږي چې له افغانستان سره په بېلابېلو رغنيزو چارو کې مرستې هم کړي دي. همداشان د افغانستان د بازار ډيره برخه سوداګري له ترکيې څخه ده، همدا اوس مو په لسګونو سوداګر له ترکيې سره سوداګريزي اړيکې لري. ترکيه کولی شي چې په اقتصادي برخه کې هم له افغان حکومت سره ښې اړيکې ولري.

څلورم؛ لوړې زده کړې:

په تيرو کلونو کې ترکيې د افغانستان له حکومت سره د لوړو زده کړو په برخه کې هم د پام وړ مرستې ترسره کړي. کال په کال په لسګونو تحصيلي بورسونه ورکوي. همداشان دلته په لسګونو د افغان ترک ليسې شته چې په کې په زرګونو افغان زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. که له ترکيې سره ښې اړيکې وساتل شي نو ترکيه کولی شي چې د افغانستان له حکومت سره د لوړو زده کړو په برخه کې هم د پام وړ نورې مرستې وکړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply