کورنۍ سوداګرۍ مفهوم او پیژندنه / ګلاب بهار

0 1,125

کورنۍ سوداګري عبارت له هغې سوداګرۍ څخه ده چې په ترڅ کې یې د هېواد په د ننه کې د خلکو تر منځ د اجناسو پلورل او پېرودل صورت نيسي. په کورنۍ سوداګرۍ کې د مالونو انتقال د هېواد له سرحداتو څخه د باندې صورت نه نيسي، بلکې يوازې د هېواد په د ننه کې ترسره کېږي او د بهرنۍ سوداګرۍ په پرتله يې ستونزې لږې وي، چې دا ډول سوداګري هم په دوه ډوله ده:

الف- ټول پلوري: ټول پلوري سوداګري يا عمده فروشي عبارت له هغې سوداګرۍ څخه ده چې د اجناسو پېرودونکي په زياته پيمانه شیان له کمپنيو پېري او بيا دغه اجناس په کوچنۍ پيمانه بېرته په ټول پلورونکو يا عمده فروشانو پلوري؛ نو په دې بنسټ ويلی شو چې ټول پلوري د مؤلد او پرچو ن فروش ترمنځ اړیکه ټینګوي.

ب- ټوک پلورې سوداګري: ټوک پلورې سوداګري عبارت له هغې سوداګرۍ څخه ده چې اجناس لږ لږ د اړتیا سره سم په خلکو باندې پلوري او کوم شخص چې دغه کار سرته رسوي هغه ته پرچون فروش ويل کېږي. لکه په عامه ډول سیمه ییز دوکانداران چې په مستقيم ډول اجناس په مصرف کوونکو باندې پلوري؛ نو له دې کبله دا ويلی شو چې پرچون فروش د عمده فروش او مصرف کوونکي تر منځ اړیکه ټینګوي.

د کورنۍ سوداګرۍ ځانګړتياوې

د کورنۍ سوداګرۍ مهمې ځانګړنې په لاندې ډول دي:
• کورنۍ سوداګري يوازې د يو هېواد په داخلي مارکېټونو پورې محدوده وي.
• په کورنۍ سوداګرۍ کې اکثره وخت داخلي اجناس تبادله کېږي؛ خو ځینې وختونه د نورو هېوادونو اجناس هم پکې شاملېږي.

• په دغه ډول سوداګرۍ کې پېردونکو ته په اجناسو باندې قبضه ورکول کېږي.
• د ترانسپورټ مصارف په دغه ډول سوداګرۍ کې د بهرنۍ سوداګرۍ په پرتله کم وي.
• په دغه ډول سوداګرۍ کې راکړه ورکړه په ملي پيسو سره صورت نيسي.
• په کورنۍ سوداګرۍ کې حکومت تر يوه حده مداخله نه کوي.
• په کورنۍ سوداګرۍ کې ټولو سوداګرو ته د دولت له خوا يو شان اسانتیاوې برابرېږي.

د کورنۍ سوداګرۍ ګټې

د کورنۍ سوداګرۍ ځېنې ګټې په لاندې ډول دي:

1. په کورنۍ سوداګرۍ کې ټولې معاملې په ملي پيسو سره ترسره کېږي؛ نو له دې امله د پيسو په راکړه ورکړه کې د توازن استحکام ته اړتیا نشته او نه کوم خطر واقع کېږي.

2. د کورنۍ سوداګرۍ په وسيله د توکو او خدماتو معاملات د هېواد په داخل کې ترسره کېږي چې په پایله کې په داخل کې د توکو او خدماتو مارکېټ پراخېږي.

3. په کورنۍ سوداګرۍ کې سوداګرو ته د مستهلکينو ذوق او خوښه معلومه وي، سوداګر د مستهلکينو له ذوق سره سم اجناس لاسته راوړي او په چټکۍ سره يې فعالیتونه دوام کوي.

4. دا چې کورنۍ سوداګري د يو هېواد په داخل کې صورت نيسي، نو مالونه هم په نږدې سیمو کې اخيستل کېږي او په نږدې ساحاتو کې بېرته پلورل کېږي چې د ټرانسپورت مصارف يې کم او په پایله کې د تمام شد مصارف هم ورسره کمېږي.

5. په کورنۍ سوداګرۍ کې سوداګر د بهرنۍ سوداګرۍ په پرتله کمه ماليه ورکوي، نو په دې بنسټ د سوداګرو ګټې زياتېږي او د دوی د هڅونې سبب کېږي.

6. په کورنۍ سوداګرۍ کې سوداګر له سيمه یيزو پابنديو څخه ازاد وي، سوداګر کولای شي د هېواد په هره ساحه کې پېر او پلور وکړي چې په پایله کې له نوموړي سره د کاروبار په پراختيا کې مرسته کوي.

7. دا چې د کورنۍ سوداګرۍ په وسيله د توکو او خدماتو لپاره مارکېټ پراخېږي؛ نو د توکو او خدماتو تقاضا هم لوړېږي او د تقاضا د ډېرېدو په پایله کې د توکو او خدماتو په کچه کې زياتوالی راځي، چې بالاخره په نتيجه کې یې خلکو ته د کار زمينه هم برابرېږي.

8. په ټوله کې، په کورنۍ سوداګرۍ کې د توکو او خدماتو لپاره بيمه صورت نه نيسي چې په دې ترتيب د ترانسپورټ مصارف راکمېږي او مستهلکينو ته ازادانه توکي لاسته ورځي.

9. د کورنۍ سوداګرۍ په وسيله کولای شو، چې د هېواد په داخل کې د نورو سیمو مالونه چې هغه زموږ په سیمه کې نه پيداکېږي لاسته راوړو، څو خپلې اړتیاوې پرې پوره کړو.

10. دا چې کورنۍ سوداګري د هېواد په داخل کې ترسره کېږي؛ نو سوداګر اړ نه دي چې د سوداګرۍ لپاره صادراتي يا وارداتي لايسنس ترلاسه کړي.

11. په کورنۍ سوداګرۍ کې د ټولو سوداګرو لپاره د دولت له لوري يو شان اسانتياوې برابرېږي.
12. د کورنۍ سوداګرۍ په پراخوالي سره نورې مالي ادارې لکه: بانکونه، مالياتي ادارې پرمختګ کوي او د کاروباري اداراتو لپاره د قرضونو اسانتياوې رامنځته کوي.

13. د کورنۍ سوداګرۍ په وجه صنعتي توليدات ډېر زر پلورل کېږي، مؤلد ته د خپلو اجناسو د پلورلو لپاره د زيات انتظار اړتیا نه وي، هغه ته د توليداتو پيسې ژر لاسته ورځي چې دغه پيسې خپل کاروبار ته د پراختيا ورکولو لپاره استعمالوي. په همدې ډول په هېواد کې په صنعتي پرمختګ کې زياتوالی راځي.

14. د کورنۍ سوداګرۍ د کار طريقه ډېره اسانه او ساده ده.

د کورنۍ سوداګرۍ نیمګړتیاوېکورنۍ سوداګري د ګټو تر څنګ ځېنې نیمګړتیاوې هم لري چې په لاندې ډول دي:

1. په کورنۍ سوداګرۍ کې مستهلکين د اړتیا وړ توکي چې لاسته راوړي، په ټوله کې غير معياري او خراب وي.
2. په کورنۍ سوداګرۍ کې ځینې وختونه دولت د توکو په حمل او نقل کې د يوې سیمې څخه بلې ته په شيانو بنديزونه لګوي چې په پایله کې د سوداګرۍ سطحه ټیټېږي.

3. په کورنۍ سوداګرۍ کې ډېری وخت د يوې سیمې څخه بلې هغې ته نشه يي او مضر توکي انتقالېږي چې په پایله کې د خلکو کردار او اخلاق له منځه ځي. لکه: چرس، تریاک، اپین او داسې نور…

4. دا چې په يو هېواد کې مختلف قومونه موجود وي او ځینې وخت د ژبو او قوميت د تعصب په وجه د شيانو په خرڅلاو کې ستونزې رامنځته کېږی.

5. په کورنۍ سوداګرۍ کې سوداګر د ټول هېواد په اړه د سوداګریز حالت څخه خبر وي، که چېرې هغه ته معلومات وشي چې د هېواد په کومه سیمه کې د اجناسو کمبود موجود دى او تقاضا زياته ده؛ نو هغه اجناس ذخيره کوي دغه شان د هغه اجناسو په کمبود سره د اجناسو قېمتونه لوړېږي او سوداګر ترې ناوړه ګټه ترلاسه کوي.

6. په کورنۍ سوداګرۍ کې له بهرنيو سوداګرو سره رقابت نه وي موجود چې په پایله کې یې سوداګر په لوړ قېمت سره خپل اجناس پر خلکو پلوري، چې په دې سره د مستهلکينو عاطفه په نظر کې نه نيول کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply