په هوايي ژمنو او غونډو د خپلو خلکو او ولس تیر ایستل تر کومه!؟/ اجمل اند

0 855

ښايي چارواکي په تشو غندنو، په روغتونو کې د ټپیانو په پوښتنو، او اعلامیو، د خلکو د سرو مال په ساتنه کې خپله بې کفایتي تر ډېره توجیه نه کړی شي.
د مجهولو او ناڅرګندو ترهګرو ډلو په نوم د خبریالانو وژل، د رسنیو ویرول دي. د ابهام خپرول دی او د یوې داسې تیارې جوړول دي چې خلک په کې دوست او دښمن ونه پیژني.
له کوم کوټلي او سنجول شوي امنیتي پلان پرته د رای ورکونکو د نوم لیکنې د مرکزونه ناڅاپي پرانیستل، په لوی لاس قتلګاوو ته د خلکو بیول دي.

حکومت کمزوری نه دی بلکې په لوی لاس کمزوری عمل کوي. ادارې لري، امنیتي او استخباراتي بنسټونه لري، د چلولو لپاره یې کافي بودیجه لري، سلګونه زره مجهز سرتیري لري، الوتکې ، زغروال ګاډي او وسایل لري، خو د افغانستان په هیڅ ګوټ د خوندیتوب احساس نه شته. له هیڅ لورې د امنیت په برخه کې د کوم پرمختګ خبر نه شته، او که شته د دروغو ادعاوې او د خلکو تیر ایستل دي.

د خلکو د سرومال خوندیتوب د حکومت لومړنۍ دنده ده، او خلک په دې برخه کې غندنې نه بلکې کوټلي اقدامات او څرګند نتایج غواړي.

د سولې په درواغجنو هڅو، د ملي او نړیوالې اجماع په ناڅرګندلټون او د اصلاحاتو په نوم په هوايي ژمنو او غونډو د خپلو خلکو او ولس تیر ایستل تر کومه!؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply