د بلخ پښتون مېشتې سیمې او وروستۍ ناامني/ نجیب الله پاڅون

0 880

د بلخ پښتون مېشتې سیمې له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې د دې ولایت د ځایي چارواکو، وسله والو ډلو، مافیایي کړیو، جهادي او سیاسي ډلو له لوري د خپلو شومو اهدافو په موخه ناامنه او د پرمختګ، بیارغونې، تعلیم، هوساینې او ښه ژوند له سیوري څخه لرې پاتې کړای شوي.

دغو ناامنیو په هغه وخت کې ډېر زور اخیستی کله چې د ټاکنو مودې رانږدې شوي او پښتنو د خپلو رېښتینو استازو د ټاکلو په موخه غږ اوچت کړی. متاسفانه د دغو ناامنیو په رامنځ ته کولو کې له هغو پښتنو څخه کار اخیستل شوی، کوم چې د یو څو روپیو په خاطر یې په خپله سیمه کې یې ناامني پیل کړې.

په تېرو څوارلسو کلنو کې د بلخ ګڼ شمېر قومي او جهادي مشران د دې ولایت د د یو شمېر متعصبه کړیو او ټوپکمارانو له لورې ووژل شول، چې د دغو قتلونو پړه به وسله والو طالبانو په غاړه اخیستله، خو تر ننه د دغو مشرانو د وژنو لاملینو ته نه سزا ورکړل شوه او نه یې چا پوښتنه وکړه.

د نوي کال په راتږ سره د بلخ لپاره د نوي والي ټاکل کېدل او د یو شمېر امنیتي چارواکو تبدیلۍ او تغییر تر اوسه د دې ولایت د امنیت او د اصلاح په برخه کې هیڅ ګټه نه ده کړي. اوس هم هر څه د بلخ د پخواني والي د رهبرۍ لاندې ترسره کېږي او نوی والي د یو سمبول په حیث خپل کار مخ ته وړي، ښه مثال یې د چهاربولک وروستۍ جګړه ده، د بلخ پخوانی والي استاد عطا محمد نور اوس هم لکه د جهاد د دورې په شکل خپل نمایشي حرکات مخ ته وړي، دی له ګڼ شمېر امنیتي چارواکو سره د بلخ چهاربولک ولسوالۍ هغو سیمو ته لاړه کوم چې دغه سیمې پوره امن وې او د وسله والو فعالیتونه په کې په نشت حساب ول.

د بلخ پخواني والي په دغو نمایشو عملیاتو سره د چهاربولک امن سیمې نورې هم ناامنه کړې، د ده روزل شوو وسله والو ډلو خو له پخوا څخه دغه سیمې په لوی لاس یې وسله والو طالبانو ته پرېښودلې وې.

د بلخ د پخواني والي درد او د دې ولایت په پښتون میشتو سیمو کې د ناامنیو پیل کولو موخه معلومه ده. له حزب اسلامي سره د دوی سیاسي ستونزې، د ټاکنو رانږدې کېدل او پښتون میشتې سیمې د بیارغونې،  پرمختګ، او امنیت له سیوري محرومې کول هغه څه ده، چې دغو مافیايي ډلو له ډېر پخوا څخه په دې طرحې پوره کار کړی او د شمال په پښتون میشتو سیمو کې یې خپل شوم اهداف مخه ته وړي.

د چهاربولک او چمتال ولسوالۍ ګانو وروستۍ ناامنۍ پوره په لوی لاس تحمیل کړای شوي او په قصدي ډول په  دغو سیمو کې یو شمېر وسله وال ډلې د طالب په نامه روزل شوي، تر څو د دوی د ګټو په خاطر په دغو سیمو کې ناامني خپره کړي.

د چهاربولک ولسوالۍ په وروستۍ جګړه کې ګڼ شمېر عام کسان شهیدان، ګڼې کورنۍ د خپلو  کورنو پرېښودو ته اړ شوې، زراعتي کارونه له خنډ سره مخ شول او خلکو ته بې شمېره مالي او ځاني زیانونه واوښتل، خو تر اوسه د دغو جګړو د مخنیوي په موخه هیڅ پښتون مشر کوم غبرګون ونه ښوده. د بلخ پښتانه قومي مشران او جهادي رهبران چې کله کابل کې او یا هم یوې غونډې ته وینا پیل کړي، دوی بیا په شمالي ولایاتو کې د پښتون سره د شوو ظلمونو او تېریو د غندلو په موخه خپلې نمایشي چیغې پورته کړي؛ خو کله چې بیا د دوی په خپلو سیمو کې ناامني پیل شي ؛ نو خپله سیمه پرېږدي او څوک یې غږ هم نشي اوریدلی.

د بلخ مافیايي کړۍ په دغو سیمو کې ګڼ شمېر وسله وال د طالب په نامه روزلي، د چهاربولک په وروستۍ جګړه کې یې له دغو وسله والو څخه کار واخیسته؛ خو په همدې جګړه کې  د سرپل او جوزجان له سیمو هم ګڼ شمېر وسله وال د دغو تش په نامه طالبانو لیکو ته داخل شول او د چهاربولک جګړه یې اوږده او جنجالي کړه.

د دغو بدبختیو څخه د خلکو د خلاصون یوازینۍ لاره په خپل منځ کې اتفاق او اتحاد رامنځ ته کول دي، د بلخ پښتانه مشران باید نور د خپل ولس تر څنګ ودرېږي او پردیو کړیو ته اجازه ورنکړي تر څو د دوی په سیمو کې ناوړه فعالیتونه ترسره کړي. هسې خو هم مرکزي دولت د شمال له پښتنو سره دوه ګونی چلند کړی، تر اوسه زموږ د بلخ پښتنو ته کوم وزارت او یا هم بل کوم لوړه  څوکي نه ده ورکړل شوې، کله چې د ولسمشرۍ ټاکنې رانږدې شي بیا دوی دلته ته رامنډې وهي او د خدمت چیغې وهي، خو کله چې واک ته ورسېږي بیا د شمال پښتانه هیر کړي . مرکزي دولت له استاد عطا محمد نور سره، چې د واک د لېږدولو په برخه کې کومه معامله وکړه په دې کې هغه څوکۍ پښتنو هم له لاسه ورکړې کومې چې له دې مخکې د پښتنو حق کېدلې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان هزاره، د بلخ والۍ تاجک، معاون ېې ازبک، د امنیه قومندان هم همداسې مخکې له دې به د قول اردو قومندان، بلخ امنیه قومندان، د استیناف محکمې او نورو ګڼو ریاستونو رئیسان به پښتانه ول، خو د دوه سري حکومت په رامنځ ته کېدلو او د بلخ د نوي والي سره د شوې معاملې په ترڅ کې دغه هر څه له منځه لاړل او ځای یې نورو خلکو ته ورکړل شوو، په هر حال خبره د  بلخ د پښتون مېشتو سیمو د آمنیت او خوندیتوب ده په هر ډول چې کېږي پښتانه باید نور هیڅ چاته د طالب، مجاهد او نورو وسله والو په نومونو دغه اجازه ورنکړي تر څو د دوی په سیمو کې خپل شوم اهداف پلي کړي او دوی د پرمختګ له سیوري محروم کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply