په مزار شريف کې هره ورځ يو کس په مرموزه توګه ترور کېږي

0 724

بلخ په شهرناپرسان اوښتی
په مزار شريف کې هره ورځ يو کس په مرموزه توګه ترور کېږي

له بلخ څخه د عطا تر ګوښه کېدو وروسته خلکو ته تمې پيدا شوې وې چې حالت به ښه شي، خو لا هم عطا د بلخ واکدار او بړېڅي يې تر پخوا ډېر خونړي شوي دي.
د دغه ولايت په مرکز کې تقريبا هره ورځ يو کس په مرموزه توګه ترور کېږي او بريدګر د پېښې له ځایه په ډاډه زړه او خلاصه پښه وځي.
سړي تښتونې، تر تښتولو وروسته د خلکو وژل، په ښار کې د خلکو له لاسونو د موبايلونو او کمپيوټرونو تښتول او نورې ناقانوني اوس د بلخ په مرکز کې عادي خبرې بلل کېږي.
په دغه ولايت د جمعيت او نورو ډلو توپکيان داړه داړه ګرځي او چې چا ته يې هم طبعيت خراب شي، په سبا ژوندی نه وي پاتې.

ډېری پخواني جهادي توپکيان چې اوس ورباندې د نامسوولو وسله‌والو نوم پروت دی، د اجرتي قاتلانو په توګه د پيسو په بدل کې فرمايشي وژنې کوي او ځانونه په بلخ کې تر قانون لوړ بولي.
دغه پخوانۍ جنګي ډلې بېلابېل ګروپونه لري، يو يې د ترور، بل يې د سړي تښتولو، بل يې په ښار کې د خلکو له لاسونو د موبايلونو او کمپيوټرونو د تښتولو ګروپ او حتا ځينې يې د مدني فعالانو په نامه هم ګروپونه لري چې د اړتيا پر وخت سړکونو ته راووځي او د دوی په ګټه مظاهرې وکړي او چيغې ووهي.
د بلخ ځينې ځوانان وايي، ستونزه د عطا له ګوښه کېدو سرچينه اخلي.

دوی وايي، کله چې عطا له ولايت مقام څخه وتو ته زړه ښه کړ، لا نور قوي شو، والي يې په خپله خوښه راغلی او د پخوانيو جګړه‌مارو ډلې يې له وخته درلودې او امنيه قوماندان هم د ارګ او عطا په سلا پر دنده وګمارل شو.
د بلخ امنيه قوماندان اکرم سامع نومېږي، عطا او غني په شريکه ټاکلی او د بلخ د اوسېدونکيو په خبره، په تېرو کلونو کې تر ټولو بې‌کاره او بې‌کفايته قوماندان دی.
دی حتا نه‌شي کولای په خپله اداره کې دننه اصلاحات راولي، يا د روان فساد مخه تر يوې اندازې پورې ونيسي.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، په بلخ کې چې په امنيتي برخه کې هره پرېکړه کېږي، قوماندان تر کورنيو چارو وزارت ړومبی، له عطا اجازه اخلي او د هغه په مشوره عمل کوي.
همدغه بې‌کفايتي د دې لامل شوې ده چې په ښار کې بې‌بندوباري او ګډوډي اوج ته رسېدلې ده.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې په تېرو شلو ورځو کې په مزار شريف ښار کې اتلس تنه ترور شوي، خو د هيچا قاتل نه دی نيول شوی.
د دغو کسانو له ډلې، اووه يې يوازې په تېره اوونۍ کې دي.
دا يوازې هغه شمېرې دي چې حکومتي چارواکي يې تاييدوي، هغه پېښې چې سړي پکې تښتول شوي او يا تر تښتولو وروسته وژل شوي دي، د هغو شمېر تر دې هم زيات دی.

د تېرې جمعې په شپه د ښار په زراعت کارته کې پر دوو کسانو ډزې کېږي، دواړه ځای پر ځای وژل کېږي او قاتلان يې سرې سترګې د پېښې له ځايه پښې سپکوي.
دغه کسان يو يې د خوړو د نړيوال پروګرام کارکوونکی او بل يې د يوه شخصي بانک مامور و. دوی په يوه اپارتمان کې اوسېدل، له کوره يې را ايستلي او وژلي دي.
ورته بله پېښه يوه ورځ وروسته د ښار په منډه‌يي سيمه کې د پوليس د دويمې امنيتي حوزې په خوا کې د ورځې په لس بجې يو کس وژل کېږي او قاتلان يې روغ رمټ وځي.
په دغه ولايت ډېری کسان چې شخصي بدۍ لري، زورور ته ورځي او د پيسو په بدل کې ورڅخه د اړوند کس مرګ غواړي. هغوی پيسې اخلي او په سبا کس وژل کېږي.

د بلخ مدني فعالانو له سرخط سره په خبرو کې ويلي دي چې د دغه ولايت په مرکز کې ډېری د حوزو قوماندانان د اړيکو په اساس مقرر شوي او داسې دي لکه د امنيه قوماندان فوټوکاپي چې وي.
ځينې سرچينې خو لا وايي چې د ناامنيو په ډېری پېښو کې همدغه کسان پخپله ښکېل دي.
په دې سربېره، په ښار کې د جمعيت او نورو جنګي ډلو ځينې پخواني قوماندانان اوس هم په کش کې دي او د ناامنيو د ډېرو پېښو پل د دوی تر دربارونو رسېږي.
قوماندان غوث الدين د جمعيت قوماندان دی او په ډېرو پېښو کې د ده د ښکېلتيا ادعاوې کېږي.
په محمد محقق پسې تړلی د حزب وحدت قوماندان ذوالفقار هم په دغه ولايت کې وسله‌وال لري او لاس يې اچولی دی.

د همدې کسانو له امله په مزار شريف ښار کې بې‌باوري اوج ته رسېدلې ده. که د سر وېره کمه شي، پر موبايلونو او کمپيوټرونو هم حملې کېږي، تښتول کېږي او بيا که مهم اسناد او مواد پکې وې، د پيسو په بدل کې بېرته ورکول کېږي.
له والي نيولې تر قوماندان او نورو ټولو ولايتي چارواکيو پورې، له يوې مخې د ټولو پرېکړو سلا مشورې تر مرکز مخکې له مخکېني والي عطا محمد نور سره کوي او د هغه په خوښه اقدام کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply