کارآفریني ولي مهمه ده؟/ آغاملوک سهار

0 589

په اتلسمه پيړۍ کې له صنعتي انقلاب نه وروسته په اروپا کې ۲۰ سلنه خلګ په صنعت کې په دندو بوخت سو.

 ورسره پوهنتونونو، د کارخانو شرکتونو ته د کارکوونکو د روزولو کار پیل کړ، متاسفانه تر اوسه پوهنتون به لوی اکثریت، شته کمپنیو او کارخانو ته د کارکوونکو روزلو دنده مخته وړي، په ټوله نړۍ کې به په ټوله مانا، هیڅ داسي پوهنتون پیدانکړي چې کارآفرینان دي وروزي. نو همدا دلیل دی چې څوک غواړې ځان کارآفرین کړي باید ډیر ریسک ومني.

خو اوس لویه ستونزه داده چې د نړۍ نیمه پانګه یوازې د اته کسانو په لاس کي ده،یعنې د اته کسانو پانګه د دري نیمو میلیارد خلګو تر پانکه زیاته ده،که څه هم دي میلیاردرانو ته دا پانګه چا وړیا نده ورکړی خو دا یوه انديښنه ده چې ورځ تر بلې د نړۍ پانکه د څو کسانو لاس ته ځي.

 متاسفانه په ټوله کې په نړۍ کي لوږه او غربت ورځ تر بلي  ډیریږي.

خو اوس پرمختللی هیوادونه د کارکوونکو د روزلو په ځای د کارآفرینانو په روزلو او ډیرولو ډیر پام کوي، چې په نوي مفکورو، نوښتونو کار وکړي، نوي اړتیاوي رامنځته کوي، د دولت له وږو بار کمه وي.

د کارآفریني فکر پانګه، استعدادنونه او نور ډیر څه ځانته ته خود بخود جذبوي،خلافیت لوړوي.

کارکوونکي که هرڅومره ډیر سي، او ماهر سي بیا هم له دولت نه دندې غواړي، او که په هر څومره لویې دندې ترسره کړي او چې کله له  دندې ایسته سي، نو هغه ورځ خپل مالی استقلالیت له لاسه ورکوي.

 اوس یوازې د امریکا متحده ایالات تر یو میلیون ډیر میلیونران لري، د نړۍ تر ټولو ډیر میلیاردان لري. دي میلیونرانو او میلیاردرانو لویې کمپنۍ جوړي کړی، په زرګونه کسانو ته ی دندي رامنځته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply