ملي پروسه ‘انتخابات’/ راحل ځاځی

0 696

ویلیم شکسپیر د انګلستان مشهور لیکوال او شاعر و، هغه وايي چی (کله کله شیطان د خپل مقصد لپاره سپیڅلي متنونه قراءت کوي).

دا خبره می پدی وکړه چی رښتیا هم ځینی خلک “ابن الوقت” وي یوازی هغه وخت یی په کار شئ چی کار یی درته بند شي او کله یی چی کار پر مخ لاړ نو الله دی مل او هغه څنګه وایي چی ” جانانه خپل کار دی کوه خپل به کومه “. ملي پروسه ‘انتخابات’ رانیږدي دي له دی پروسی په کلکه ملاتړ او په نوموړی پروسی کی پراخ ګډون پدی په کار دی چی ولس ۳۶۰ درجی بدلون ته ضرورت لري داسی یو بدلون ته ضرورت لري چی روانه بیړی د سمندر له باغي او یاغي څپو څخه سالمه د بحر بلی غاړی ته پوری کړي او روانو بدو او ترینګلو حالاتو ته داسی غیږ ورکړي چی میدان د ولس او ملت په ګټه تمام کړي. د ولس په منځ کی نوماند وکیلان ټول د ولس د ملاتړ چیغي وهي خو کیسه داسی نده هغوی چی د ولس نوماندان وي د ولس پراخ ملاتړ ورسره وي، اوسني ولسمشر اشرف غنی باندی د هیواد په ټولو برخو کی تر ټولو زیات باور ځوان نسل کړی وو او د همدغه ځوان نسل زور او قوت و چی د ارګ په فولادي دروازو یی ور دننه کړ.

نن صبا د ولسي جرګی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنی رانیژدی شوي دي ځوان نسل یو ځل بیا باید همغه شان جرات وکړي او له هر نوماند وکیل څخه خپله پنځه کلنه برنامه وغواړي، په خپلو ولایتونو کی مناظری په لاره واچوي او د هغه شغارونو د پلی کولو میکانیزم تری وپوښتي چی خلکو ته یی په خپل شغار کی وایي چی په څومره موده کی او په کوم میکانیزم ته ماته دا کار کولای شی؟ نن د عصري ټیکنالوژي دوره دی که په کور کی له لسو کسانو سره د انټرنیټ سهولت نه وي موجود نو له پنځو کسانو سره به یی خامخا موجود وي تاسی ځوانان په اسانی سره کولای شي دروغجن او فریبکار نوماندان تشخیص کړي او له صحنی یی د باندی هغه شان پریږدی لکه څرنګه یی چی تاسی او ستاسی ولس پریښی دی. یو څو شمارو یی زه دلته درته یادونه کوم نوره یی تاسی په خپله وپلټئ.

۱:- د دوی کړنو ته له شخصي زاویی مه ګورۍ بلکی له ملي زاویی پری نظر واچوئ، هغوی چی په تیرو دورو کی په واک کی وو تاته یی څه کړي ایا هغه څه چی کړي یی دي د ملت او ولس په ګټه وو او که د یوی خاصی ډلی او بانډ؟

۲:- تاسی یی علمي بیکګراونډ وګورئ چی ایا د منطق او دلیل ویلو استعداد لري او که نه؟

۳:- کاري سابقه یی تر نظر تیره کړئ چی څومره، چیرته او په څه شي یی مصرف کړی؟

۴:- په ملي مسایلو کی یی شالید ته سر ورښکاره کړی چی په خپلو ملي مسایلو کی یی څه ډول نظر ورکړئ ایا ملي مسایلو ته ژمن دی او یا نه؟

ځوانان له دی سره سره باید هغه نور مسایل چی د ټولنی او افرادو لپاره یی مهم دي تر نظر تیر کړي او وروسته له هغی په کلکه تصمیم ونیسي چی اړین ۳۶۰ درجی بدلون رامنځ ته کړي. ستاسو یوه رایه د ملیونونو افغانیو ارزښت لري چی کولای شي ستاسی د ژوند په شمول د ډیرو نورو ژوند یا رنګین کړي او یا بدرنګ!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply