خلکو/عظم الدين عليمي

0 766

ښکلي گلـبـڼ کې څو لسيزې شوې خزان دی خلکو

هــر گـل رژيـږي بـهــار تــلـلـی گــريــزان دی خلکو
بــادونــو پـاڼـې پـاڼـې يـوړل پــــــه هـــوا گـلـونــه
د تــورو دوړو ډک نـاولـی مـسـت تـوپـان دی خلکو
څوک پيوستون ته نه پرېږدي تېښته ده يو لـه بلـه
دلـتـه سيلاب او د غضب وحـشـي بـاران دی خلکو
مـنـځ د امـو او ابـاسـيـن پــه غـمــخــانـه اووښـتی
پـه ويـر ژړا ټــول تـاريـخـي افـغـانستـان دی خلکو
دا جـغــرافــيــا سـخــتــو سـيـلـيـو اجـــاره نـيـولـې
گـورئ ځـپـلی هر مـظـلـوم غـريب انسان دی خلکو
دلـــتـــه اوســيــــږي رنــځـــيــدلـی کـړيـدلـی اولـس
ددې وگــړو نــړيـــوال نــوم يـــو افــغــان دی خلکو
راځـئ يـو بـل تـه ټـينـګ لاسـونـه ورکـړو لار ووهـو
په ځانځانۍ کې ورکيدون د هـر يـو ځان دی خلکو
دلــتــه فــعــالــې د اغــيــارو د لــمــســـون وسـيـلـې
د نـفـاق کـنـدې جـوړوي غـلـيـم شيـطــان دی خلکو
راځئ يو سوک شو ورانه خوله د پرديپال سمه کړو
د کــږو خــولــو د رغــاوي هــمــدا درمـــان دی خلکو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply