ښه ځوان او روغ سړی دی او سوال کوي؟؟؟/ ضياالرحمن سپين غر

0 827

لا د اوه يا اته  کالو وو، چې پلار يې مړ شو،دا نو د يوې خور مشر ورور  وو،نور ترونه يې هم نه وو،نيکه يې هم چې پوخ عمره وو د کار کولو توان يې نه درلود،بس ده ته د ټول کور لګښت او مسووليت ورترغاړې وت،له پلاره ورته شتمني او يا ځمکه هم نه وه پاتې،نو ځکه به يې سهار وخته لاسي کراچۍ د سبزۍ منډيي ته بېوله او هلته به يې تر يو يا دوه ساعته د خلکو سبزيانې تر هټيو  رسولې او له دې لارې به يې يوڅه پېسې پېدا کولې،بيا به ښوونځي ته تللو او په همدې طريقه يې ښوونځی ولوست،کله چې د کانکور ازموينه يې ورکړه پښتو ژبې ادبياتو پوهنځي ته بريالی شو،پوهنځي ويل يې پېل کړل ،خو سخت له اقتصادي ستونزو سره مخ وو،مور به يې ټوله ورځ د خلکو جامې وينځلې او خور به يې کوچنيو جونو ته دقران کريم سبقونه ويل چې له دې لارې به ورسره خلکو مرسته کوله.

ده به خپله هم ښار کې پس له غرمې کار پسې ګرځېدو ،کله به ورته کار پېدا او کله نه شو!؟

وخت تېرېدو، څو کلونو زحمت ګاللو وروسته له پوهنتون نه  په کدر درجه کې فارغ شو.

ډېره موده په دندې پسې وګرځېدو خو بريالی ځکه نه شو چې له ده سره دومره پېسې نه وې چې دندې پرسر يې رشوت ورکړی وای،اوس يې نو مور هم زړه شوې وه او خوريې هم په داسې يو چا واده شوې وه چې بې وزله وو…

د ژوند ستونزو سخت راګېر کړی وو،کله به يې ويل چې راځه غلا او تښتونو کار پېل کړه او يا کومه بله ناروا…

خو بيا به يې فکر وکړو چې ما خو زده کړه کړې،زه خو بايد دې ملت ته خدمت وکړم نه دا چې دا ملت وزوروم!!!

خو څنګه به يې خدمت کړی وای؟، ځکه فساد يې دغه هيله نه شوه پوره کولای!؟

اقتصادي ستونزو نور تر پوزې راوست ځکه زلمی وو،واده يې بايد کړی وای،زړې مور يې نور د پردېو جامې نه شوې وينځلې او نه شتمنو خپلوانو د مرستې لاس ورکوو!؟

مور نه په اجازې اخستو يې زړه وکړ او ملي اردو ته لاړ،له څو مياشتې روزنې وروسته يې داسې يو ولايت ته ورکړ چې د جنګونو کور وو!؟

ده قوماندان ته وويل: زه د مور او پلار يواځنی زوی يم، پلار مې مړ دی،سپين سرې مور لرم، ما داسې يو ځای ته ورکړه چې امن وي او هم کور ته نېږدې اوسم!

خوهلته هم د رشوت او خپلوان شريکۍ معاملې وې،دغه هيله يې هم پوره نه شوه!؟

خو دی مجبور وو لاړ ، لايې مياشت نه وه پوره شوې چې په هغه جګړه کې سخت ټپی شو چې قوماندان يې پوسته په وسله والو پلورلې وه!!!

دی بستر شو ،خوالله پرې رحم وکړ يوازې سر کې يې ژور ټپ وو چې له امله يې د ده دواړو سترګو او يو لاس  کار پرېښود او هم د خبرو کولو وړتيا يې له لاسه ورکړه!!!

اوس د لوې لارې په څنګ کې ناست وي او سوال کوي ،خو خلک وايي:-  ښه ځوان او روغ سړی دی او سوال کوي؟؟؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply