د کتاب او يوې موضوع د زده کولو او يادولو لپاره تر ټولو ښه وخت کوم دی؟

0 889

نوراحمدعایل

د کرونو بيولوژي علم وروستۍ څېړنې ښيي چې د يوې کړنې، او يوه شي د يادونې اړيکه مخامخ زموږ له DNA سره اړه لري ، او زموږ د مغزو په دننه کې له بيولوژيک ساعت سره ارتباط لري چې کوم وخت موږ ښه او خلاقانه کار، فکر او عمل کولای شو.
د يوې نوې موضوع او کتاب د يادولو او زده کړې تر ټولو ښه او اغېزمن وخت معمولاً د سهار له لسو بجو د ماسپښين تر ۲ بجو پورې دی او بيا د مازديګر له ۴ څخه د شپې تر لس بجو پورې اټکل شوی دی.
د سهاز له ۴ بجو څخه تر ۷ بجو پورې هغه وخت دی چې ډېر کم پکې يو خلاقانه فکر مغزو ته درځي او يا پکې يو شی زده کولای شئ.
که غواړئ يوه کار ته تصميم ونيسئ له نيمې شپې وروسته یې مه نیسئ ،ځکه تر ټولو ناسم تصميمونه د شپې د اخر او شنې خړې وختونه دي. مهم او حياتي تصميم په باره کې مو بايد داسې وخت فکر وکړئ چې د خپل هوښياري په تر ټولو لوړه نقطه کې ولاړ یئ چې معمولاً له ويښېدلو څخه (يو ساعت تر دری ساعته )وروسته وخت دی.
او وروستۍ خبره دا چې د بېلابېلو ورځو په اوږدو کې په بېلابېلو وختونوځان وازمويئ چې په کوم وخت ښه مطالعه کولای شئ، کوم وخت مو يو شی ښه يادېږي او کوم وخت ښه فکر کولای شئ او کوم وخت مو په اصطلاح (شعر) خلاص دی او ښه او نوي فکرونه مو ذهن ته درځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply