بې عدالتي د کړکیچونو مور ده / امید اڅک

0 1,438

په دې  اړه به مو له ځان سره ډير فکر کړی وي، چې زموږ په هیواد کې ولې ددې بد بختیو لمن نه ټولیږي او ولې مو ټولنه او خلک د ارامه، هوسا او له جګړو څخه خلاص ژوند څخه نه برخمن کیږي.

البته په دې کې شک نشته چې دلته د جګړې د دوام  ډير لاملونه موجود دي، چې هر یو یې په خپل وار سره زموږ د ټولنې د پرمختګ او ودې د مخنیوي لپاره خپل ورانوونکی اغیز لرلی دی. مګر د نورو ډيرو لاملونو تر څنګ یو هغه چې زموږ په هیواد کې یې بې موجبه ډيرې ستونزې زیږولي هغه زموږ په ښارونو، ولسوالیو، کلیو او بانډو کې د بې عدالتي او د ټولنې په ټولو غړو په یو ډول  د قانون نه پلي کیدل دي.

څلور لسیزې جګړې او له هغه څخه مخکې تاریخ به په خپل ځای پریږدو، دلته به د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته په عیني واقعیتونو یو څه رڼا واچو. دا خو زموږ د ټولو په یاد دي، چې د طالبانو د سقوط څخه وروسته ډیرو طالبانو خپلې وسلې په ځمکه کیښودلې او په عادي توګه یې خپل ورځنې ژوند پیل کړ، یوه ورځ مې ښه یادیږي چې د بي بي سي یو خبریال ارزکان ولایت ته د یو لوړ پوړي طالب چارواکي لیدلو ته تللی و، ګوري چې طالب مشر د خپلو څارویو لپاره واښه په شا کړي او د یو عادي کلیوال په توګه یې ژوند پیل کړی دی، د بي بي سي خبریال ترې د شته وضعیت او راتلونکو پلانونو په اړه پوښتنه کوي، خو پخوانی طالب چارواکی ورته وایي چې وسله یې پر ځمکه ایښې او له دې وروسته به په سوله ییزه توګه ژوند وکړي.

دا هم زموږ په یاد دي، چې د طالبانو د حکومت د سقوط وروسته د کابل په شمول په ټولو ولایتونو کې هغه کسان واک ته ورسیدل، چې د ګاونډیو هیوادونو د مداخلاتو او منظمو پروژو د تطبیق تر څنګ په لومړي ځل د طالبانو پیدا کیدو یوه وجه هم د همدغه قوماندانانو موجودیت او بې بندو باري وه، چې خلکو ددغه قوماندان سالارۍ څخه د خلاصون په خاطر بلې ډلې ته د سلامي لاسونه پورته کړل او پناه یې ورته یوړه.

خو له بده مرغه همدا خلک یو ځل بیا په خلکو حاکمان شول او د پخوا په څیر یې  په کلیو او بانډو کې د انتقام ګیریو، ځمکې غصب، غلا او هر ډول نارواو څخه ډډه ونه کړه، زه په خپله د یوې قضیې شاهد یم، چې یو قوماندان د خلکو په زراعتي ځمکو کې د ځان لپاره شخصي سړک جوړ کړ او هیچا ورته څه ونه شو ویلی، ددې تر څنګ زما دسترګو یو بل  لیدلې حال داسې و، چې په یو کلي کې یو کس د خپل کور مخې ته جومات جوړوه، په همدې کلي کې حاکم قوماندان چې اصلا د بل ځای څخه راغلی و، او ددغه سړي په کلي کې یې په زوره ځمکه غصب کړې وه او ځان ته یې په کې ډیره لویه قلا جوړه کړی وه، راغی او دغه سړی یې د خپلو وړو وړو زامنو په مخ کې ددې لپاره ډير سخت ووهه چې ولې یې د جومات په جوړولو کې له ده سره مشوره نه ده کړې.

کلیوال یې داسې وهلی و، چې د یوې پخې زنګون یې ورته غوټ الوزولی و، د کلیوال سړي وړو وړو ځامنو دخپل پلار له مظلومیت او درد هغه  ډکې شبیې له نږدې ولیدې، نه ولسوالۍ او نه هم د امنیې قوماندانۍ او نه په ټوله کې د هغه سیمې حکومت ددغه سړي پوښتنه کړه، ددې په ځای چې قوماندان محکمې ته وړاندې شوی وی او ددغه سړي په اړه یې ځواب ویلی وی، د زندان د تورو تمبو شاته لویدلی وی، نور یې هم ترقي وکړه او تر هغه پخوا  لا په ښه دنده وګمارل شو. له دې وروسته قوماندان هم ښه په جرئت سره په سیمه کې ګرځیده راګرځیده او هر څه یې چې زړه غوښتل په خلکو یې هماغه کول، ددولت دغه بې تفاوته چلند د وهل شوي سړي د زوی په ذهن کې ددغه قوماندان پر وړاندې د غچ اخیستنې حس ژوندی کړ، هماغه وو چې د څو کلونو وروسته په دې هیله چې د قوماندان څخه به د خپل پلار غچ واخلي د ددولت د مخالفینو سره یو ځای شو، مخالفینو هم همدې ته شیبې شمارلي چې په څه ډول د ځان لپاره سرباز ګیري وکړي، دغه ځوانکی هلک  په سیمه کې د مخالفینو سره یو ځای شو، دا نو د مخالفینو لپاره هغه طلایي چانس و، چې باید یې ورڅخه په ښه توګه ګټه اخیستی وی، ځکه چې ددولت پر وړاندې یې داسې عقده یې کس لاسته راړی و، چې څه یې غوښتی وی ورته یې تر سره کول، لنډه دا چې د یو کال په موده کې همدې ځوان د کیمنونو له لارې د امنیتي ځواکونو په لسهاو ځوانان ووژل، سیمه یې په مکمله توګه ناامنه کړه، دا نو هغه څه و چې د یو قوماندان د ظلمونو او خپل سریو تاوان ولس او امنیتي ځواکونو ورکاوه.

دې ته ورته په سلهاو نور مثالونه دي، چې په ټولنه کې د انارشیزم او یا ګډوډۍ د رامنځته  کیدو سبب شول او بلاخره یې ددولت لپاه ډيرې ستونزې وزیږولې.

ښکاره خبره ده، چې په چا  ظلم وشي هغه کس ارو مرو یا په خپله خپل غچ اخلي او یا ددولت له خوا د عدالت د تامین غوښتنه کوي، خو که یې دغه غوښتنه ونه منل شي او د بې عدالتۍ سره مخامخ شي نو لازمي خبره ده، چې نوموړی ددولت پر وړاندې عقده پیدا کوي، کله یې چې عقده پیدا کړه نو بیا د انتقام ګیرۍ په تکل وځي، هماغه ده، چې دښمن له دې فرصت څخه په استفادې چې له پخوا څخه ورته په کمین ناست او د خپلو ورانوونکو پروژو د پلې کولو لپاره ددغسې کسانو د موندلو په لټه کې دی کار اخلي.

نو خبره که هر څومره تاو را تاو کړو بیرته راځو همدې ته چې حکومت باید د ټولنې په ټولو غړو که هغه بډای وي که غریب، که قوماندان وي که عادي کس، که ټوپک ولري او که یې ونه لري  په یو ډول قانون تطبیق کړي.

حکومت به ددې کار په تر سره کولو سره دوه ستر هدفونه لاسته راوړي، یو دا چې په ټولنه کې به د زور ګویي او ټوپکسالارۍ مخه ونیول شي او بله دا چې دښمن  به داسې فرصت لاسته رانه وړي، چې له مخې یې زموږ په ټولنه کې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره زموږ د ځوانانو څخه سرباز ګیري وکړي او بیا په همدغه ځوانانو خپل خلک ووژني. طبعي خبره ده، چې په خپل کور او کلي کې یو څوک قتل وکړي نو هغه بیا مجبوره دی، چې د ځان څخه ددفاع او ژوندي پاتې کیدلو په خاطر تل له ځان سره وسله ولري، چې وسله یې په لاس شوه ارو مرو به خپل شخصي غوښتنې په خلکو مني او همدا په ټولنه کې د ګډوډۍ لپاره ستر زمینه سازي ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply