د جاسوسۍ جرم او د جاسوس مجازات/ ژ: امید اڅک

0 1,203

د جاسوسۍ پر وړاندې د هېوادونو چلندونه متفاوت دي، ځینې هیوادونه یې پر وړاندې سخت او ځینې نرم چلند غوره کوي.

ځینې وختونه جاسوس د دیپلوماتیک مصونیت او نامطلوب عنصر له مخې له هېواد څخه ویستل کیږي.

د امنیت پر وړاندې د پیژندل‌ شویو او تائید شویو جرمونو څخه یو هغه یې جاسوسي ده، چې معمولآ د سمبال‌ شوي، سیمه‌ییز او نړیوال جرم په توګه پیژندل کیږي، ځکه چې په دغه وسیله د یو هیواد حیاتي اطلاعات د یو سازمان شوي نظام او انساني سرچینو په وسیله د ځینو هیوادونو د سپوږمکیزو اطلاعاتو په څیر د نورو هیوادونو لاس ته لویږي.

په هغه نظام کې چې جاسوسي کیږي د یو داسې هرم سره د پرتلې وړ دی چې په هغه کې کنټرول، هدایت او اوامر له پورته خوا څخه ښکته خواته تر سره کیږي؛ خو برعکس اطلاعات د هرم د قاعدې او یا له ښکته خوا څخه پورته خواته ورکول کیږي.

د جاسوسۍ جرم د سیمه‌ییزتوب او نړیوالتوب په پایله کې په بین المللي سطحه ځینې معاهدات او کنوانسونونه په ځانګړې توګه کله چې د جکړې په وخت کې جاسوسي ترسره کیږي رامنځته شوي دي چې له هغې ډلې څخه د هاګ څلورم کنوانسیون د یادونې وړ دی، چې په 1907 ز کال د ځمکنۍ جګړې عرف په کې د اشارې وړ دی، چې په دغه معاهده کې په جګړه کې د یرغلګر هېواد له خوا د جاسوسي د جرم سره د چلند په اړه بحث شوی دی. د 1949 کال په دویم پروتوکول کې چې په 1977 کال کې د بشر د حقوقو په اړه د ټولو په اکثریت سره تصویب شو په کې په جګړه کې د جنګي اسیرانو پرته د جاسوسانو سره د چلند موضوع هم تر بحث لاندې نیول شوې ده.

کله چې د جاسوس په اړه خبره کېږي، د ډيری خلکو ذهنیتونه چې په دغه اړه لږ معلومات لري ډیری د هغه هېوادونو پیژندل شویو شبکو او جاسوسۍ سازمانونو ته متوجه کیږي، چې تر نورو ډیر پیژندل شوي دي لکه، سي آی ای د امریکا، ام ای ۵ او ام آی ۶ د بریتانیا، موساد د اسرائیلو، ک ج بي د پخواني شوروي اتحاد چې د جاسوسۍ د دغو شبکو څخه ځینو یې لکه سي آی ای د اجرائیه قوې څخه په خپلواکه توګه عمل تر سره کړی دی، چې په ځینو وختونو کې یې خپلواک عملیات هم تر سره کړي دي،ژوندی مثال یې په 1956 کال کې د هنګري هېواد پاڅونوالو ته د ښوونې ورکول و، چې د انګلستان د ام ای ۶ له خوا تر سره شو.

په هر صورت داسې باید تصور ونه شي، چې د جاسوسۍ جرم دنړۍ په سطحه دغو محدودو هیوادونو پورې منحصره دی؛ بلکې دغه جرم په بیلا بیلو هیوادونو کې په بیل بیل ډول تر سره کیږي، په اتیایمه لسیزه کې چې د جاسوسۍ د جرم د ډیریدو له کبله یېآن دغه لسیزهد جاسوسۍ د لسیزې په نوم نومولې وه، د دغه جرم په اړه تقریبآ پنځه سوه زره کتابونه د مورخینو، ژورنالیستانو، نظامي کارپوهانو، سیاستمدارانو او حتی حقوق پوهانو له خوا ولیکل شول.

د دغه جرم په اړه د جاسوسانو انګیزه بیلابیل اړخونه لري، ځینې یې مزدوران دي، د مالي انګیزې او حرص له کبله په دې جرم لاس پورې کوي، چې ممکن د جاسوسانو ډيری برخه د همدې خلکو څخه تشکیل شوی وي، لوی مثال یې په امریکا کې الدریچ آمس دی، چېپه 1994 کال کې په داسې حال کې 52 کلن و او 32کاله یې سي آی ای ته کار کړی و، او پلار یې هم د سي آی ای کارمند و، د 1985 کال څخه روسي ته د کار کولو په تور دستګیر او په ابد بند محکوم شو. تر دې دمه نوموړی د سي آی ای د لوړ پوړو چارواکو څخه و، چې د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی. ممکن موږ په دې باندې هیڅکله بریالي نشو، چې د الدرچ آمس له خوا د هغه زیانونو په اړه اټکلیز یا کره معلومات ترلاسه کړو چې د روسيې په ګټه یې امریکا ته رسولي وي، مګر لږ تر لږه یو مورد یې مشخص دی هغه دا چې کوم اطلاعات چې ددغه سړي له خوا روسیې ته ورکړل شوي و، په نتیجه کې یې په روسیه کې د1985 څخه تر 1987 کلونو پورې یوولس کسه امرکایي جاسوسان ونیول او اعدام شول، چې په هغوی کې یو د روسي د استخباراتي سازمان یو لوړ رتبه مامور جنرال دیمیتري پولیاکوف و.

یو له هغو مواردو څخه، چې دغه کس په اړه یې د امریکا یې جارواکو شکونه راپورته کړل د نوموړياشرافي ژوند و، چې په کال کې 70000 زره ډالرو معاش سره یې د ویرجینیا ایالت په آرلینګتن کې د 4 لکه او پنځوس زره ډالرو په ارزښت کور اخیستی و او یو لک ډالر یې پرې مصرف کړي و.

نوموړي دوه نوي موټرونه هم لرل، چې د یوه موټر قیمتیې یولکو پنځه شپیته زره ډالر واو د دې تر څنګ یې 4 لکه او پنځه پنځوس زره ډالرپه بانکي حساب کې ښکته پورته شوي و.

نوموړی د روسیې تر ټولو ډير مصروفوونکی جاسوس پیژندل شوی دی، چې د روسيې لپاره یې تقریبآ د۱.۲ تر ۱.۵ میلیونو ډالره مصرف درلود.

د دغه جرم د تر سره کولو لپاره د جاسوسانو بل جرم د هغوی عقیدې او ایډیولوژۍ ته ګرځي یعنې جاسوس د فکر او عقیدې له کبله ځان د خپل هېواد څخه پرته بل هیواد پورې تړلی بولي او په پایله کې د هغه هېواد لپاره جاسوسي کوي. په امریکا کې دغه ډول جاسوسان هم تر سترګو شوي دي، چې له هغې ډلې څخه د امریکا د اټمي بمونو معلومات د هغو کسانو له خوا د روسیې په اختیار کې ورکړل شول، چې په عقیدوي لحاظ یې مارکسیستي نظریې او عقیدې لرلې، له دې خلکو څخه ځینو یې په لومړيو کې پیسې هم نه قبولې.

د دغه ډول جاسوسۍ ارزښت له دې زواویې څخه و، چې په هغه وخت کې اتومي اطلاعات یوازې د امریکا په اختیار کې و. له بلې خوا د دې موضوع عکس هم ریښتنی و، چې په هغه وخت کې په ځینو مواردو کې یو شمېر کسانو د ختیځ مارکسستي نظام څخه د زړه بداوي او لیبرالیستي نظامونو ته په لیوالتیا سره د امریکا لپاره جاسوسي کوله. جنرال دیمیتری پولیاکوف، چې مخکې هم ورڅخه یادونه وشوه د همدې کسانو څخه و.

په ځینې وختونو د جاسوسۍ څخه د جاسوسانو انګیزه غچ اخیستل دی، یعنې په کوم هیواد کې چې دغه جاسوس کس ته نوموړي هیواد ستونزې پیدا کړې وي دا کس د غچ اخیستو په موخه د دغه هیواد معلومات او اطلاعات د بل هیواد په واک کې ورکوي، ښه مثال یې د سي آی ای کارمند اردلي هووارد دی چې مسکو ته د تللو څخه د ډډه کولو او ځینو نورو مواردوپه خاطر له سي آی ای څخه وایستل شو، چې نوموړي بیا خپل ټول اطلاعات د ک جی بي په اخیتار کې ورکړل.

په ځینو وختونو کې بیا جاسوسان په داسې موارودو کې ونیول شول، چې په رومانتیکوعشقي جریانونو کې ښکیل شوي و.

په دغه برخه کې ک جي بي ډیره مشهوره وه، د لوړ رتبه مامورینو په لاره کې به یې ښکلې انجونې ودرولې، چېدغوانجونو به د مطلوبو کسانو سره د اړیکو په ټینګولو سره د هغوی څخه اطلاعات لاسته راوړل چې په ترڅ کې په روسیه کې د امریکایي سفارت دوه لوړ رتبه مامورین په دغه دام کې لویدلي و.

په ځینو وختونو کې د دغو نجونو له خوا د مطلوبو کسانو د عاشقانه صحنو محرم او بربنډ عکسونه د اخیستل کیدل او بیا خپلو شبکو ته ورکول کیدل چې بیا د دغه عکسونو په وسیله یاد کسان همکارۍ ته مجبوریدل.

کله کله داسې هم کیږي، چې جاسوس د جاسوسۍ پر مهال تیر ایستل کیږي، په داسې حال کې چې هغه فکر کوي، چې یو سازمان او یا یوه ځانګړي هیواد ته کار کوي، مګر په حقیقت کې د ده له اطلاعاتو څخه د بل هیواد او یا سازمان له خوا کار اخیستل.

د دې ډول استفاده کولو ښکاره مثال د سي آی ای پخوانی مامور ادوین ویلسن و، چې په 1980 کال کې ونیول شو په داسې کال کې چې نوموړي داسې ښودل چې معلومات یې د سي ای ای له لورېکارول کیږي مګر په حقیقت کې یې د لیبیا هیواد لپاره کار کوه، نوموړي له دیرشو کسانو څخه ډیر کسان له دغې لارې جذب کړي و.

ځینې وختونه د داسې کسانو له خوا د جاسوسۍ جرم تر سره کیږي چې په خپلو هیوادونو کې د ستونزو له کبله نورو هېوادونو ته تښتیدلي وي او خپل اطلاعات د کوربه هیواد په واک کې ورکوي. د ک جي بي ځینو پخوانیو مامورینو د لویدیځو هیوادونو سره د لیوالتیا او پاتې کیدو له کبله خپل ټول اطلاعات لویدیځو هېوادونو ته په اختیار کې ورکړل، چې د ک جي بي پخواني مرستیال او ویتالي یورچنکو په کې یادولی شو، چې په لویدیځ کې یې پاتې کیدل او بیرته مسکو یې عشقي مسایلو پورې مرتبط ګڼل شوی دی.

کله کله د جاسوسۍ ترسره کول شخصیتي او رواني مسایلو پورې تړاو لري، چې ځینې خلک د دغه کار په کولو سره د قدرت او زبرځواکۍ احساس کوي او له دې لارې د ارامتیا احساس کوي، له دې ډلې څخه یو یې د کریستوفر بویس نومی یو ۲۱ کلن امریکایي محصل و، چې له وخت وروسته یې د مخابرې اړوند یوه دنده هم تر لاسه کړې وه، چې دغه اطلاعات یې روسانو ته پلورلي و.

 هغه څه چې په پورته متن کې ترې یادونه وشوه، د پیژندل شویو جاسوسانو او انګیزو په اړه بحث و، مګر په قطعي توګه داسې متفرقه موارد هم موندلی شو، چې په هیڅ ډول په دغه یادو شویو او پیژندل ‌شویو فقراتو کې قرار نه نیسي.

د مثال په توګه:

 ځینې جاسوسان د جاسوسي مشابه په توګه پیژندل کیږي، چې په ښکاره توګه د کتاب او نشریې په وسیله اطلاعات د دښمنانو به واک کې ورکوي. دغه ډول جاسوسان په معمولي توګه له خپل سیستم څخه خوښ نه وي، خو د ایډیولوژیکو جاسوسانو په خلاف په اړینه توګه بل خاص سیستم ته لیولتیا هم نه لري.

د دغسې خلکو څخه د فیلیپ آګي یادونه کولای شو، چې د ارزښتناک کتاب په خپرولو سره یې په لاتینې امریکا کې د سي ای ای د محرمو عملیاتو په اړه معلومات کیوبا او ختیځو هیوادونو ته ورکړل.

له جاسوس سره د هیوادونو د چلند څرنګوالی توپیر لري، کله کله جاسوس د دیپلوماتیک مصونیت له کبله د یو نامطلوب عنصر په توګه له هیواد څخه ایستل کیږي، او کله کله له ځنډ پرته نیول او مجازات کیږي او کله بیا نوموړي ته د غلطو معلوماتو په ورکولو سره د هغه د هیواد د بېلارې کولو هڅه کیږي. ځینې هیوادونه هڅه کوي، چې د جاسوس د مجازات کولو پر ځای هغه د یو څو اړخیز جاسو په توګه تبدیل کړي او له هغه څخه وغواړي چې دوی ته اطلاعات په واک کې ورکړي او کله کله بیا د نوموړي د افشا کیدو څخه د مخنیوي لپاره ورته ځینې ناسم او زاړهمعلومات په واک کې ورکوي، چې د خپل نظر وړ هیواد ته یې په واک کې ورکړي. په داسې حال کې لومړی هېواد دغه کس خپل جاسوس ګڼي خو په حقیقت کې دغه کس د دویم هیواد لپاره جاسوسي کوي.

هارولد نیکلسن، هغه کس دی، چې په سي ای ای کې یې د جاسوسي د ښوونې په مرکز کې د جاسوسۍ تګلارې د ښوونکي په توګه کار کاوه، له د غسې کسانو څخه وشمیرو.

د سي آی ای مامورین د نوموړي په دفتر کې د مخفي کامرو له لارې دیته متوجه شوي و، چې نیکلسن د یوې مخصوصي دستګاه په وسیله د خپل میز لاندې د اسنادو عکسونه اخلي. په تحقیقاتو کې بیا د معلومه شوه، چې نوموړی د مالیزيا په ماموریت کې د روسي جاسوسانو په دام کې لویدلی او د هغوی جاسوس شوی دی. د نیکلسن بانکي حساب وښوده چې په بیلا بیلو وختونو کې ورته 120 زره ډالر لېږل شوي دي. کله چې نوموړي په سویس کې روسانو ته اطلاعاتو ورکولو لپاره روان و، په هوایي ډګر کې ونیول شو. د هغه په لاسي بکس کې د نوموړي د هغه شاګردانو نوملړهم و، چې په راتلونکي کې د سي ای ای جاسوسان ترې جوړیدل. روسانو ترې غوښتي و، چې د امریکا د اوسنیو او راتلونکو جاسوسانو په اړه ورته معلومات ورکړي، چې ورته متوجه واوسي.

سر چینې:

۱- organized Crime-۱،

۲- transnational

۳-Fourth Hague Convetion on the Laws

and Customs War on land.

۴-۱۹۴۹ Geneva Convetions

۵-C.I.A

۶-M.l.۵وM.l.۶په ترتیب سره، په کورني او بهرني مسایلو بحث کوي.

په اتیایمه لسیزه کې د جاسوسۍ جرم نسبتآ ډیر و، په ځانګړې توګه په امریکا کې، د 1984- 1987 کلونو تر منځ د دې هیواد پر وړاندې 24 کسان د جاسوسۍ تور ونیول شول، چې په هغوی کې یوازې 11 یې په 1985 کال کې نیول شوي و، چې دا کال د جاسوسۍ په کال باندې مشهور شو.د 1950 کال څخه راهیسې په منځني ډول هر کال کې دوه یا درې کسه د جاسوسۍ په تور نیول کیدل ، دا په داسې حال کې چې د امریکایي او انګلیسي سرچینو په وینا یوازې دریرش سلنه جاسوسان په خپلو هیوادونو کې موخې ته له رسیدو وړاندې نیسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply