افغانستان دنړۍ په هنداره کې / سید عبادالله صادق

0 746

افغانستان دنړۍ يو دهغه هيوادونو څخه دى چې د خپل تاريخ ډيره برخه يي په جنګونو او کشمکشونو کې تيره کړې. دا جنګونه خو يا د خپلمنځي اختلافاتو او ياهم دبهرنيو هيوادونو ديرغلونو په نتيجه کې منځ ته راغلې چې ترډيره يي خپلمنځي جګړي هم دبهرنيو هيوادونود لاسوهنو لاملونه وؤ او دي….

په افغانستان کې د نورو هيوادونو ددلچسپي يوه لويه برخه ددي هيواد مهم جغرافيايي موقعيت دي چې خپل وګړي يي د بلا مصيبتونو سره مخ کړي دي.

بل علت يي پريمانه طبيعي زیرمې، په ځنګلاتو پوښلي غرونه ، روان او ډک سيندونه ، خوشګواره موسم ، دهر ډول زراعت لپاره مناسبه خاوره اوځانګړى اقليم دى چې د لويو او طاقتورو ملکونود توجه مرکز ګرځيدلى ،که له يوى خوا ددي وطن ځانګړو ځانګړتياوؤ ديرغلګرواستعمارچيانو هوا او هوس دليونتوب ترپولې رسولې وؤ، نو له بله خوا په وطن مينو افغانانوهم په بد نظرکتونکو سترګې له کولګو بارراويستلي او ديوى تيارې او نرمي نوڼۍ خوړلو په نيت راغلي نابللي زورواکه ميلمنو ته يي داوسپني نينې په مخ کې ايښي ، چې دي اوسپنيزو نينو د هلاکو اوچنګيز خانه رانيولي تر انګليس او روس پوري په خوله کې غاښونه ورمات کړي. خو دافسوس خبره داده چې وګړي يي په دي ډيرښه پوهيږي چې راغلى يرغلګرڅنګه دخپلې خاوري وشړي خو پدي يي لا سرندي خلاص شوي چې د بهرني يرغل نه وروسته دملک دابادۍ اودخلکو د سوکالۍ لپاره څه وکړي همدا يي زه يواځينې لامل ګڼم چې لاتراوسه ددي خاوري وګړو ارامه ورځ ونه ليده ، جنګ په تش لاس هم کوي خو د وطن ابادۍ لپاره بيا دټولې دنيا څخه راغلی مرستی حیف او میل کوي.

پدی وروستیو کې په افغانستان کې میشت دناټوغړوهیوادونوپه شیکاګو کې یوه غونډه وکړه چې موخه یی دافغانستان  سره ددی هیوادونو داوږدمحاله سیاسي، اقتصادي او نظامي مرستو ژمنې وې اوافغان جمهوررئیس هم دشوو ژمنو اویادومرستو مننه وکړه.  په غونډه کې داخبره جوته شوه چې دوی به دتیرو کلونو په څیر افغانان یواځی نه پریږدي ددی خبری ماناداده چې دوی په خپلو تیرو کړنوپه غیرمستقیم ډول پښیماني ښکاره کړې، خو داپیښاني یی هله راڅرګنده کړه چې په زرګونه بی ګناه افغانان ووژل شول، وطن په کنډوالو بدل شو، افغان فوځ په مکمله توګه له منځه ولاړ، اوافغانستان دډلو تر منځ وویشل شو هر ولایت ، هره ولسوالي او هرکلی او ښار دیو یا څوقومندانانو په نوم ونومول شو. په خپله افغانانوته په خپله سیمه کې ځانونه پردی ښکاریدل، نور خو هر څه په ځای پریږده چې دلارو ډک هډوکي هم لکه دروسي ګاړواو ټانکونوپه ګاونډی هیواد پاکستان کې خرڅ شول. چې زموږ حالت تر دی پولې ورسیده بیا ستا په را تږ څه؟  فارسی شاعر(فردوسی) څه ښه ویلی:

زرفــــرستادن سلطان بدان مـی مــــــاند

که پس ازمردن سهراب نوش دارورسید

زه نه وایم چې دټولو بدبختیو یواځینی لامل امریکا او بهرنۍ نړۍ وه خودومره ضرورو حق لرم چې دا ووایم چې که له یوی خوا افغانانو دبی سارې قربانیو په ورکولو سره خپله خاوره دروس یرغلګرڅخه خلاصه کړه خو له بلی خوا یی امریکا هم دیکه تازۍ په اسپه کښینوله اودروس تر ولقی لاندی ۱۶ جمهوریتونو خلکوته یی هم دازادۍ مزه وروڅکوله، داهم باید هیره نکړو چې دګاونډي هیواد پاکستان خیټه یی هم دقطبي خرس له درنی پنجی وساتله، که دوی دااحسان منی او که نه خو همداسی وه. داهغه احسان وو چې افغان اولس له دی ملکونو او خلکو سره په خپل وخت کې وکه، زه نه پوهیږم زموږ دافغانانو طالع خرابه ده او یامو دچا خبره غوښه ترخه ده چې نور دچاسره لږغوندی ښه وکړي نومقابل لوری یی و رسره په څوچنده کوي خو که موږچاته ځان هم حلال کړو برعکس زموږ قرباني هم خلک دځان بولي. خو له بده مرغه کله چې نړۍ پوهه شوه چې دافغانستان یواځی پریښودل نه یواځې سیمی بلکه نړۍ ته تری درد سر جوړیدلی شی نو په ځای ددی چې دروس دشکست وروسته یی دیو ازاد، خپلواک ، سرلوړي هیواد سره چې نړۍ یې دسورخامار دمنګولو څخه خلاصه کړی وه دیو مفتخر او په اسیا کې یی دازادۍ دسمبول په توګه نازولی وای او دریښتونی ازادۍ علمبردارپه توګه یی داملت نړۍ ته معرفي کړی وایی، په ډیر تأسف سره چې په نیمه لارکې یی پریښود خپلو موخو تو په رسیدو یی داستړی هیواد لاس او خپی تړلی دقصاب په لاس کې ورکه اوپه خپل هیواد کې دروس دماتی په جشنونو ولمانځله. داهغه جفاوه چې درستی نړۍ دافغان ملت سره وکړه او باید په ټیټو سترګویی ومني، خو که پردودجفالاره خپله کړه نو تا به دوفالاره نیولی وایی جهاد چې دخدای له لوری یو عبادت دی په روغ لاس به مودشیطان په اشاره نه بربادولای، که شیطان تیرایستلۍ بیا خو به په کعبه کې په خپل قسم ټینګ پاتی شوی وايي؟ بیا چې کله طالب دشریعت او امنیت غږ پورته که بیا به مو له دی فرصت څخه کار اخیستی وایی؟ چې طالب درته مطلوب ښکاره نه شو نو بیا خو به دی دترقۍ او پرمختګ اواز ته لبیک ویلای وایی او ددرستې نړۍ داقتصادي ، سیاسي او نظامي مرستو څخه به مو دخپل ورانی جاړ هیواد په ګټه کار اخیستی وایی او داطلایی چانس به مو له لاسه نه وایی ورکړی. نن ایین او قانون لرو، دټولټاکنو کمیسون لرو، پارلمان هم لرو او یومنتخب دولت هم لرو خو له بده مرغه اوټول افغان اولس نه په بخښنی سره چې یوتور نوم هم لرو چې په پیسو اودولت مینو یو شمیر افغانانو دی قهرمان هیواد ته ورکه او هغه په اداري فساد ککړه دولتي اداره. که ګاونډي او بیروني هیوادونه په خپلو چاروکې په مداخلو ګرم بولو نو دمظلوم ملت سره دنړۍ هیوادونو اقتصادي مرستو هضمولوته څه نوم ورکړو؟ دا هم بیروني مداخله وګنو؟ که لږ څه دوطن او خلکو په نوم جذبه یی په زړه کې وه هغه یی هم  دډالرو پټیو په لګیدو سره سترګې  ړندی او زړونه مړه کړل اوس خو یوشمیر لا دا وایی چې؛؛ که زمونږپخواني  مشران پوهیدالی نو دانګریزانو سره به یی جګړی دوطن دازادۍ په نوم نه کولی اوس به مووطن ګل ګلزار وایی او ښایسته ډیره ترقي به موکړی وایی؛؛. حا ل لا څه چې په ماضي پوری هم خاندي.

زما په نظر دشیکاګوغونډی نه مخکی باید دموجوده اداری نه دتیرو لګښتونو په اړه تفصیلي پوښتنی شوی وایی چې دلسو کالو په جریان کې چې کومی مرستی په اقتصادي، نظامي او دبیارغونو په چارو کې شوی دهغې نتایج څه دي؟ داپوښتنی مرستندویه هیوادونه کولای شي او داپوښتنه باید د۴۶ هیوادونو خلک دخپلو حکومتونو څخه دافغانستان په اړه وکړي که دمرستندویه هیوادونو خلک دخپلو چارواکو او ددغه هیوادونوچارواکي دافغانستان دواکمنو څخه دمصرف شوو لګښتونو پوښتنه نه کوي نو بیا خوپه ریښتا هم هسی ټوقی ټقالی دی اوبیاخود  منظور شوی بودیجی هم داحال وینه چې دا یولس کاله دمخه بی پوښتنی او اوارزونې تیر شو.

جمهورریس چې بین المللی ټولنی ته دهیواد دبسیا کیدو ډاډ ورکوي دا ډاډ دې دی خپلو خلکو ته ورکړي او خلکو ته دی ووایی چې په کوم ډاډ دی له ۲۰۱۴ م کال دډیری برخې او د ۲۰۲۴م کال نه وروسته دمکملی بسیاینی په اړه امریکا او ملګروته یی ورکوي دادکوم منطقي پلان وړاندوینه ده؟ دزراعت، صناعت، تجارت، په هیواد کې د بریښنا د پروژو دتکمیل او د مځکی لاندی دزیرمو داستخراج اودداسی کاری ډلی موجودویت چې دملک اړتیاو ته په کتو سره استخراج شوی مواد په متوازنه ډول استعمال کړي!؟ او ددی هر څه دتطبیق اوعملی کولو لپاره په دولتي ادارو کې داداري فساد دمخنوي تر نوم لاندی په جوړیدو سره دهر څه مخه ډب کړې او په اداري فساد کې کړکړ دولتی مامورین یی دقانون منګولو ته سپارلي؟ ایا ددولت مسلح مخالیفنو سره دسولې په پروسه کې څومره پرمختګ شوی، او هغوی یی دی ته راضي کړي چې دروسانودوتلو سره یی ددی هیواد کوم حشر وکه هغه بیا دامریکایانو دوتلو سره نه تکراروي؟ د خپلو جنوب شرقي او غربي پولو څخه ډاډ حاصل کړی اودګاونډیانو سره یی په زیربطه متنازعه ستونزو او هغی ته دیوی منطقي حل لارو چاروباندی سره سلا شوي؟ او ایا دامریکا او یوشمیر اسیایی او اروپایی هیوادونو سره سره دستراتیژیک تړونونه او بیا په شیکاګو کې دناټو په سرمشریزه غونډه کې دغړوهیوادونو وروستۍ پریکړې دیوداسی جمهور ریس سره لاسلیک کوي چې نده مالومه کله به یی امریکایان له دندی ګوښه کوي داپداسی حال کې ده چې جمهورریس دکوم خاص او قوي ګوند غړیتوب هم نه لري چې شوی پریکړی او پلانونه ورسره مطرح کړي، پداسی حال کې به اولس ته د شوو پریکړو او دهغی دتطبیق په اړه څوک جوابده وي برطرف شوی جمهورریس، واکمن سیاسي ګوند، او که امریکا؟ نو زما په اند شوی ستراتیژیک تړونونه او اوږد محاله پلانونه دیو ناپایداره ، په خلکو کې دبی باوره اوپه اداری لحاظ په فساد کې ککړ او په سیاسي لحاظ یو مبتذل دولت سره لاسلیک شوی چې زه یی دیخ په سره لیکل شوو تورته ورته بولم چې دلمرتودوښی ته ایښودل شوی. پایله دا ګڼم چې په افغانستان کې دانګلیسانو دیرغلونو رانیولی بیا دروس او امریکا او حتا ګاونډیانو هم خپل زورازمایی وکړه چې یا داهیواد خپل کړي یا پی دخپلی خوښی حکومت راولی او یا یی هم تجزیه کړي چې په دی دری واړو مقاصدو کې په څرګنده ډول ناکام شول اوس نړۍ ، ګاونډیان او لاس پوڅي او په اقتدارمین عناصر پدی پوهه شي چې دخدای په مرسته او مهربانۍ پدی خلکو او پدی خاوره دهیڅ چا تپل شوی خوښه ځای نه نیسي. دافغانستان مثال دباچا هغه لورته ورته دی چې خپلوطلبګارانو ته داسی شرایط ږدی چې څوک یی پوره کولی نه شی او که څوک یی دپوره کیدو هیله مند وي نو بیا په پاتی راتلو کې یی سر هم بایللی وي.  سړی خو لاڅه چې دی خاوری دملالی په شان مینان هم زیږولي چې په میوند کې خپله سرتوره شوی خو دخپل هیواد خړوپړو دښتو ته یی په خپلو وینو سور شال ورپسر کړی او دازادۍ بیرق یی رپاند ساتلی، نو زه نړیوالو ته وایم چې موږ دټولی نړۍ هیوادونو سره هر ډول معاملی ته تیار یو خو دخپل هیواد دازادۍ ، دین ، ملی نوامیسو، ملی افتخاراتو اوملی وحدت سره په معامله کولوکې هیڅ چاسره دسره نه یو تیار….!!!

 

په ماته کښتی ناست یم توپانونه مې دي مخـــکی

په همدغه لار راوان یم که وم وم که نه وم نه وم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply