ستا مېړانې ته سلام دی/ سید عبدالله پاچا

0 740

یو ناپيژانده دښمن د حورو او جنت په حوس راشي، په روژه سرتېرو او افغان مسلمانانو باندې برید وکړي، دا دښمن هیڅ نه وي خبر چې افغان سرتېري او ملکي وګړي چې څومره په خپل دین کلک ولاړ دي، د ځانمرګي بادار هغومره پرې نه دی ولاړ.

دا سرتېري د کابل او ولایتونو په سره لمر روژه په خوله، لوږه او تنده کې د نورو مسلمانانو د امنیت لپاره ماشه په لاس یونیفورم کې ولاړ وي، په لمر ځان سوځوي، خو د نورو د هوسا ژوند لپاره کار کوي چې مسلمانان روژه په ارام او خوښیو ته سره تېره کړي.

خو یو دښمن چې هیڅ هویت یې نه دی مالوم، په زري موټرو او د بهرنیانو په یونیفورم کې د بهرنیو عصري وسلو سره راشي او په دې پلمه په افغان سرتېرو او ملکي وګړو برید کوي چې ګنې خدای مه کړه کافر دي او وژل به یې دوی جنت ته داخل کړي.

ای کاش دوی لږ د قران کریم یو ایات لوستی وای، ای کاش دوی د پیغمبر ص یو حدیث لوستی وای چې د یو انسان په وژنه یې څومره زیاته سزا د مسلمان لپاره ټاکلې، خو د ځانمرګو او نورو وسله والو ډلو لپاره یې بادار او پلورل شوي په اصطلاح علماء داسې تفسیر کوي چې سخت دریځي د سیاسي ګټو لپاره وکاروي.

د قران کریم ایات دی ( من قتل نفسا متعمدا فهوا جزاء) هغه کس چې یو نفس په قصد سره ووژني د هغې لپاره سرسخته سزا شته دی، خو دا ځانمرګي چې ډله په یو ځای کې تمرین وکړي او بیا کابل ته په راتګ سره د مسلمان په وژنه کې خپل جنت ګوري، هیڅکله یې د دې ایات تفسیر نه دی اوریدلی او لوستلی.

د یو انسان وژنه او بیا د مسلمان وژنه په اسلام کې تر ټولو سخته سزا لري، خو د دولت وسله وال مخالفین یا ترهګر د قران له ځینو ایاتونو او احادیثو څخه منکر راځي، په افغان مسلمان باندې خپله خوا سړوي او د سیاسي ګټو لپاره د اسلام تر نامه لاندې خلک وژني.

یو بل حدیث شریف دی چې یو صحابي له جګړې وروسته حضرت محمد ص ته کارګزاري بیانوله وویل چې یا د الله ج رسوله ص، د جګړې پرمهال یو کافر چې زیات صحابه یې شهیدان کړل او وروستیو کې له ماڅخه یوې ونې ته پټ شو او د تسلم غږ یې وکړ، خو له دې سره بیا هم ما وواژه، نو پیغمبر ص په دې کار سخت خفه شو او له صحابي څخ یې مخ واړو.

نو دلته چې خوږ نبي ص د یو کافر په مرګ خفه شوی نو بیا یو مسلمان څنګه وژلی شې، څنګه د یوه ډله مسلمانانو لپاره د سیاسي علماوو فتوا، چل او فریب اورې او بیا راځي د مسلمانانو په منځ کې ځانته چاودنه ورکوې، په داسې حال کې ټول روژه په خوله دي.

وروستیو راپورونو کې ویل شوي چې د ځانمرګو په مرکزونو او روزنځایونو کې د تمرین تر څنګ ځوانانو ته داسې فوټو شاپ عکسونه او ویډیوګانې ښودل کیږي چې د افغانستان په هر ځای کې چې چاودنه وکړې او هر څوک چې ووژل شي، یا غازي یې او یا شهید.

دا به بدبختي وګڼو چې زموږ ځوانان په پردیو هېوادونو کې د پردیو د ګټو لپاره د هېواد ورانولو فتوا او مواد راوړي او بیا دلته پرې نیابتي جګړه پرمخ وړي.

تاسو ولیدل چې د چهارشنبې په ورځ لس ځانمرګي په یو ځل په زري موټرو، نظامي یونیفورم او عصري وسلو سره کابل ښار ته راغلل او د کورنیو چارو وزارت باندې یې برید وکړ، که څه هم دا برید ناکام شو او هیڅوک پکې و نه وژل شو، یواځې شپږ سرتېري یې ټپيان کړل، خو دې داسې ښکاري چې ځانمرګي یواځې د سیاسي موخو لپاره کاریږي.

د دې برید ترشا هدف ښکاره مالوم دی چې په دې ډول بریدونو سره د حکومت ناکامي وښيي او خلک د حکومت پروړاندې راوپاروي، د دې تر څنګ ځینې هېوادونه چې په افغانستان کې یې نیابتي جګړه د خپلو ګټو لپاره پيل کړې، له دا ډول بریدګرو کار اخلي او پر افغان حکومت فشار راوړي چې نامشروع غوښتنې یې ومنل شي.

ځانمرګي اوس پلورل کیږي چې بیه یې تر درې سوه زره پاکستانۍ کلدارو ده، ځانمرګو ته هدف ښودل کیږي چې دې سیمه کې ټول کفار! دي او هر ډول برید پکې جواز لري، بریدګر راوړي په سیمه کې یې خوشې کړي، چاودنې وکړي، که هدف ته ورسیږي او یا نه خو اصلي هدف دا دی چې ویره خپره شي او ګډوډي رامنځ ته شي.

ښا،، که دا ومنو چې تاسو ( ځانمرګو سوداګر) د اسلام لپاره جګړه کوئ، نو بیا مو دا زري موټر له کومه کړل، دا نظامي یونیفور او عصري وسله مو له کومه کړه، څوک مو تر دې ځایه رارسوي، خو ښکاره خبره ده چې خلک درباندې سوداګري کوي او تاسو د دې پر ځای چې جنت ته ورسیږئ، د مسلمان په وژنه د جهنم کندې ته ځئ.

دا زما فتوا نه ده، دا قران کریم وایي چې یو نفس وژلو لپاره تر ټول سرسخته سزا شته، نو تاسو بریدګر چې دومره کسان ووژنئ، ښکاره خبره ده چې ځای مو جهنم دی.

بریدګر فکر کوي چې هر ځای برید کول ورته اسانه دي، خو د چهارشنبې ورځې برید کې افغان سرتېرو وښوده چې بریدګر یواځې عامه ځایونو کې چې امنیت یې خوندي نه وي، برید کولای شي، نورو نظامي ځایونو کې برید کول دومره اسانه کار نه دی.

لس بریدګر ټول د کورنیو چارو وزارت په قرول کې ځانګړو ځواکونو ووژل او اجازه یې ور نه کړه چې وزارت ته داخل شي، ځانمرګي په خپله مخه لاړل د حساب کتاب ځای ته او سرتېرو خپله میړانه وښودله چې ټول ورته ګوته په غاښ دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply