دا څنګه مسلماني ده؟ / کفیل نیازی

0 656

د پښتون تاریخ ته که له یوې کړکۍ څخه ور وګورو موږ ډیری وخت دبل غم خوړلی خو ځان مو هیر کړی. وایي چې  احمد شاه بابا خوب ولیدلو چې هند کې مسلمانانو باندې ظلم کیږي سهار یې وختي امر وکړ له فوځونو سره یو ځای د هند په لوري روان شو هغه ځای چې احمدشاه بابا په خوب لیدلی وه ورځي او مسلمان له ظلم ژغوري. بل ځای لیدل کیږي چې محمود غزنوي هم ورته عادت لرلو چیرته به چې چا په بل چا ظلم کولو ده به یې مرستې ته وردانګل.

نن هم د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې تاوتریخوالی او جنګونه روان دي چې یو له هغې څخه افغانستان هم دی. د نړۍ په نورو هیوادونو کې لکه فلسطین، عراق، یمن، برما، او سوریه کې جنګونه روان دي چې ددې ټولو هیوادونو اکثریت وګړي یې مسلمان دي.

خو نن بیا له پښتون د خپل ځان درد هیر دی په هغه وحشت چې پښتون وژل کیږي هیر دی مګر د سوریې، عراق، فلسطین او برما په غم کې تل اوښکې تویوي او لاریونونه کوي.

دلته د ظلم مثالونه دومره ډیر دي چې یو یاد کړې بل در یادوي او ورپسې بل دریادوي. د روان کال د جون په څلورمه واڼه کېد روژې مبارکې میاشتې په ورخو کې د ښه طالبانو او پاکستاني جابر فوځ لخوا د پښتون تحفظ مومنټ په ملګرو حمله وشوه چې به نیتجه کې یې له لسو ډیر شهیدان او څلویښتو زیات ټپیان شول. شهیدانو کې د یو څو ماشومانو تصویرونه ډیر دردونکی دي له کله راهیسې مې چې دا تصویرونه لیدلي دي د خپل کور ماشومان مې سترګو ته ودریږي او د همدې ماشومانو د کورینو غم مې زړه کې ننوتی چې په مور او پلار او کورنیو به یې څه تیریږي.

په خواله رسنیو فسبوک او ټویټر کې د پښتنو د بااحساسه ځوانانو لخوا د یادې شوي ظلم تصویرونه شریک کیږي او مخالف نظرونه پرې روان دي. له ما سره په همدې دواړو رسنیو کې د نړۍ د مختفلو مسلمانو هیوادونو خلک شته خو تر اوسه مې د یو په مخپاڼه ونه لیدل چې د واڼه د شهیدو ماشومانو غمرازي یې راسره کړې وي او یا یې هم د پښتون په وژنه خفګان څرګند کړی وي.

یوازې موږ یو چې د بل دکور غم اخیستي یو او دا ستونزه زموږ په مغزو کې له سلهاوو کلونو راهیسې موجوده ده. دا منم چې دا د یو مسلمان ورور دنده ده چې د بل مسلمان ورور لاس نیوی وکړي، خو ایا نړۍ کې یوازې موږ مسلمانانو یو چې د نورو غم خورو؟ دا څنګه مسلمان ورور دی چې تل ترې زما په کور کې ویر دی او جنازې دي دا څنګه مسلماني ده؟ د مسلمان ورور د لاس نیوي حق یوازې زموږ لپاره ده چې غمرازي ورسره وکړو؟ او دوی د موږ وژني.

د واڼه په ماشومانو نه فلسطینانو لاریون وکړ نه اردغان د اسلامي هیوادونو عاجله غونډه راوغوښته نه د مکې معظمې امام د تمساح اوښکې تویې کړې نه دکراچې چڼیانو د سرک تر غاړې تلاوتونه وکړل. خو دا موږ وه چې د برما ملسامانانو سره د غمرازي په لاریون کې مو د کابل پوهنتون دروازې ماتې کړې لویې لارې وتړو چې فسطین کې په محمدي امت زیاتی کیږي.

د پښتون د وینې ارزښت چې په خپله پښتون پیدا نکړي نه یې اردغان ورکولی شي نه یې فلسطینی ورکولی شي نه یې کوم بل عرب شیخورکولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply