جمال خاشقجي او زموږ پولیس / کفیل نیازی

0 706
لیکوال کفیل نیازی

عرب خبریال جمال خاشقجي په انقره کې له هغه وروسته بې درکه شو کله چې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته خپلو کارونو پسې تللی وه. د خاشقجي د ژوند کیسه ډیره اوږده ده زه له هغه تیریږمه خو له کله هم چې خاشقجي تري تم  شوی هره ورځ د مختلفو ورځپانو د خاشقجي په اړه راپورونه لولم او په ټویتر دده د ورکیدو په اړه ټویټونه تعقیبوم.

جمال خاشقجي د سعودي عربستان د اوسني دولت یو له سخت ناقدینو څخه وه. خاشقجي د شوروي یرغل په مهال افغانستان ته هم راغلی وه. د اکتوبر په دوهمه انقره کې د سعودي عربستان قونسلګري ته له نوې ترکۍکوژدنې خدیجه چنګیز سره یو ځای ځي چې د واده اسنادونه هلته بشپړ کړي. کوژدن یې د قونسلګرۍ د باندې خاشقجي ته منتظر پاتې کیږي. خاشقجي قونسلګرۍ ته له ننوتلو وروسته تري تم کیږي کوژدن یې د قونسلګري باندې له یولسو ساعتونو زیات انتظار باسي خو خاشقجي ورک کیږي. بلاخره میرمن یې پولیسو ته د ورکیدو خبرو ورکوي او پولیس خپلې پلټنې پیل کوي چې تر یوولسو ورځو وروسته یې هم لا د مړی او ژوندی ورک دی.

پرون پولیسو د هغو شلو سعودیانو تصویرونو خپاره کړي چې په کومه ورځ خاشقجي ورکیږي ترکیي ته راځي او بیرته له ترکیي ستنیږي پولیسو په دوی شک کړی چې نوموړي کسان د سعودی د استخباراتو څخه دي.

د پولیسو پلټنه به مالومه کړي چې ایا خاشقجي په قونسلګري کې دننه وژل شوی که یا له قونسلګرۍ بهر ویستل شوی او بیا وزل شوی که ژوندی دی؟

ما ته په دې قضیه کې تر ټولو خوندور څه شی دي؟

هغه د پولیسو پلټڼې دي چې هره ورځ یې په اړه پرمختګ کوي او رسنیو ته یې په اړه تازه جزیات ورکوي چې قضیه تر کومه ځایه رسیدلي ده. ترکي پولیسو رسنیو ته تازه تصویري او غیرې تصویر غږونه ښودلي دي چې خاشقجي قونسلګري کې د ننه وژل شوی او جسد یې په تور رنګ موټرونو کې بهر ایستل شوی دی.

ترکیه ولې په د پیښه کې جدي ده؟

ځکه چې یاد جرم د ترکیې په حریم دننه شوی دی باید چې دوی یې پلټڼې وکړي او د خپل کورني امنیت څخه په کلکه ساتنه وکړي. ترکیه که نن ددې غم ونه خوري سبا ته له د غټ جرمونه کیدلی شي او مجرمین زړه ښه کوي چې نه نیول کیږو او نه هم د قانون د داسې چا لاس کې ده چې موږ ونیسو.

د ۲۰۱۷ کال می میاشتې په یودیرشمه کابل کې د یو ټانکر په وسیله تر ټولو خونړۍ پیښه وشوه له یو نیم سل زیات هیوادوال پکې شهیدان شول خو تر اوسه یې په اړه نه رسنیو ته واضح جزیات ورکړل شوي او نه هم دولت په د خبر دی چې یاده پېښه څه ډول وشوه ټانکر له کومه راغی څنګه راغی؟ دا او دیته ورته پوښتنې دي چې لا هم نه دي حل شوې او ځواب غواړي.

موږ تل د مرګونو چاودنو بمونو شاهدان یو خو دا به ډیر کم پیښ شوي وي چې د پیښې په تړاو عاملین نیول شوي وي او په سزا رسول شوي وی. اصل مسولین چې پولیس دي د یوې پیښې په تړاو پلټنې وکړي او عاملین یې په سزا ورسوي. ملي پولیس او نور امنیتي اورګانونه لکه د نني عصر ژورنالیست یا ویاند دنده سرته رسوي د مړو او ټپیانو راپور ورکړي بس خلاص سبا ورځ بیا د ورته پیښو تکرار شروع شي.

هدفي وژنې چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې ورځ تر بلې زیاتیږي پولیس یې د عاملینو په نیولو کې ناکام او عاجز دي او که کوم مجرم هم و شوي له یو څو ورځو بند وروسته بیرته خوشی وي او سرې سترګې ګرځي چې دا مجرمینو ته تر ټولو ستر جرات ورکول دي او دوی له ډاډه کیږي چې جرم وکړي او له یو جرم وروسته بل لوی جرم وکړي.

تر څو چې دولت د خپلو وګړو وقار او هرې ستونزې ته ته په درنه سترګه ونه ګوري موږ به تل تر تله همداسې وژل کیږي نه به د وطن کې عدل راشي او نه به هم حکومتداري قایمه شي.

د نوماندانو شعارونه چې څوک عمل کوي، څوک د عدل او حکومتدارۍ، څوک د سولې چیغې وهي د کابل ښار د برق په ستنو کې همداسې پاتې شي.

هلته ترکیه کې یو انسان ورک شوی ټوله نړۍ پرې غږیږي ډونالډ ټرمپ یې په اړه د سعودی ولیعهد سره د په ټیلیفون وغږیدلو خو موږ دلته د ورځي په لسګونو وژل کیږو نړۍ مو کیسه کې هم نه ده. نړۍ مو څه کوي چې موږ د خپل ځان ارزښت په خپله له لاسه ورکوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply