د پاکستان پوځ او آی، اس، آی سره څو خبرې/ دوکتور ع، تره کی

0 774

پښتون  ژغورنې غورځنګ ( پ ، ژ ، غ  ) د 17 کلن توکموژنه  ( ژنوساید  ) په غبرګون  د پښتانه چیغه ده.

چیغه د پاکستان پوځ او آي، اس، آي د جنایتونو په مقابل . چیغه د مشرف او نواز شریف په وړاندې. چیغه د کرزي او غني په ضد . چیغه د ولس دښمن واکدارانو په پته چه د خپل ولس د وژلو په بدل ملیاردونو ډالر د لویدیزوالو نه تر لاسه کړل.

نن د وخت غوښتنې سره سم پښتون وژنه د توقع نه خلاف جهت موندلې  ده : ( پ ، ژ ، غ  )  د سوله ایزو منظمو میټنګونو او اعتراضونو د لارې په داګه کړه چه پښتنو د بل هر وخت په پرتله ، په ځان باور، یو موټې او پیاوړې دي. د مدني ژوند سره دشمني نلري . د تروریزم  او اسلامي رادیکالیزم سره نه جوړیږي. دغه واقعیتونو ته په پام  نړیوال نظامي ائتلاف دیته اړ شوې  چه د پښتنو په وړاندې د تقابل او ټکر کړنلاره په مفاهمه بدله کړي.

پرون پاکستان د نړیوال نظامي ائتلاف په ملاتړ پښتنو ته د یو ژیوپولتیک تولید په توګه کتل  چه په سیمه کې د ماستر پلان د پلې کیدو په وړاندې د یو مزاحم په توګه باید وځپل شي . خو داسې مالومیږي چې نن پاکستان د ( پ ، ژ ، غ  ) په ځپلو کې  د نړیوال نظامي ائتلاف  ملاتړ ځان سره نلري . اَن تردې چه ممکن د امریکا له مخالفت سره مخ شي.

د دغه سیاسي چاپیریال د ننه پرون ( 03/06/2018 )  په واڼه کې (جنوبي وزیرستان) د پاکستان پوځ او اي، اس، ای سره تړلې طالب ملیشیې په ګډو عملیاتو کې د  ( پ ، ژ ، غ  ) یو شمیر پلویان ووژل.

پرون د پاکستان کمیشن کار جنرالان  د ناتو په ملګرتیا د پیسې په بدل پښتون قام د تروریست په نامه په نښه کړې وو. خو نن  په یوازیتوب او بی له پیسې  پښتون  ژغورنې پسې کلاشنکوف اخیستې.

خو موږ پاکستاني چارواکو ته مشوره ورکوو چه د پاکستان اساسي قانون ( آئین ) ته درناوي  ولرې . د ( پ ، ژ ، غ  ) سوله ایزو، قانوني، او مشروعو مخالفتونو سره چه د اساسي قانون په بنسټ ترسره کیږي د ټوپک له خولې نه ځواب ورنکړې . پښتون وژنه ودروي. د دې نه غیر       دا احتمال لرې نده  چه په سیمه کې ذینفعو هیوادونو د پاکستان پوځ او استخباراتي ملیشیې  په ضد  د  پښتنو اوسنی بیسارې  بالقوه سوله ایز مخالفتونه په بالفعله وسله وال دشمني  او مقاومت چه ملیشیایي بڼه ولري، بدله کړي.

‘’ پاي ‘’

فرانسه

04/06/2018

دوکتور ع، تره کی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply