د طالبانو اخلاقي او سیاسي ماتې/ روښان ښاد

0 484

د افغانستان دولت له طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړ. دولت غواړي خپله اخلاقي برتري وښیي. طالبانو پرلپسې اخلاقي او سیاسي ماتې خوړلي. د کابل پروسې په سږنۍ ناسته کې د فبروري میاشت کې طالبانو سره د مذاکرې بلنه او هغوی ته د مشروعیت ورکولو طالبان سیاسي انزوا ته یووړل. تقریباً د نړۍ ټولو هېوادونو د دې بلنې ملاتړ وکړ. د سیمې قدرتونه چې د ناټو مخالف دي هغوی هم د دې بلنې سخت هرکلی وکړ. حتی پاکستان چې پوځ یې د طالبانو ملاتړی دی ونشو کولای چې طالبانو سره د کابل د مذاکرو د بلنې ملاتړ ونه کړي. پاکستاني سیاستوال هم اړ شول چې مثبت غبرګون وښیي دغې بلنې ته. طالبانو سره د مذاکرې د بلنې بین المللي، سیمه ییز او داخلي هرکلی دا ډله له بد اخلاقي وضعیت سره مخ کړه، اما طالب مشرانو د جنګ لاره اختیار کړه.

اوس روښانه شوې چې کومه ډله د جنګ غوښتونکې ده. طالبانو استدلال کاوه چې د دوی جنګ مقدس دی او د شرعي امارت د اعادې لپاره جنګېږي، اما د درې زره دیني عالمانو فتوا سره روښانه شوه چې د طالبانو داعیه په هیڅ عنوان شرعي نه ده. دیني عالمانو وښوده چې د طالبانو جنګ نه یوازې مقدس نه دی بلکې ناروا وینه بهونه ده او باید ژر تر ژره ودرول شي. د دیني عالمانو د فتوا په تعقیب حکومت یو اړخیز اوربند هم اعلان کړ. اوربند په تکتیکي توګه دولت ته ضربه رسوي، اما د حکومت اخلاقي برتري یو ځل بیا برجسته کوي.

طالبانو د مذاکرې بلنه رد کړه. هغوی د دیني علماو پر غونډه انتحاري برید وکړ. بې له طالبانو بله هیڅ ډله ځانمرګي نه لري او نه یې ایډیولوژیکه توجیه کولی شي. دې ډلې یو اړخیز اوربند هم ونه مانه. طالبان شاید کوښښ وکړي چې له یو اړخیز اوربند څخه تکتیکي استفاده وکړي. دا ټول ښیي چې طالبان او د هغوی داخلي او بهرني ملاتړي جنګ غوښتونکي دي. د طالبانو مشران چې په پاکستان کې ژوند کوي، د افغانستان د ویراني او د خلکو د قتل عام پروا نه لري. هغوی یوازې یوازې په خپلو ایډیولوژیکو باورونو او د خپلو بهرنیو متحدانو د ګټو فکر کوي. که هغوی واقعاً غواړي افغانستان د لویدیځ نظامي ملاتړ څخه بې نیازه شي، نو باید کابل سره یې مذاکره پیل کړې وای.

اما طالبانو د کابل او نړیوالې ټولنې د مذاکرې هلو ځلو ته رد ځواب ورکړ او حتی د دیني عالمانو فتوا یې ونه منله. د طالبانو پیغام ټولو ته ډېر واضح دی. هغوی د جنګ لاره اختیار کړې او په دې لاره کې ثابت قدمه دي. د افغانستان خلکو ته د اوښتونکو زیانونه محاسبه نه کوي. دولت مکلف دی چې د افغانستان د خلکو دفاع وکړي. د دولت پاشل کېدل د افغانستان د خلکو د ژوند د نابودۍ لامل کېږي. د هرج مرج مخنیوی د ټولو دنده ده. حکومت مکلف دی چې له هرې وسیلې څخه د افغانستان د دفاع او د دولت د لپاره استفاده وکړي. کله چې طالبان او د هغوی ملاتړي د جنګ د پایته رسولو لپاره هر ډول بلنه ردوي، د افغانستان دولت حق لري د خپل موجودیت لپاره په هر شکل کمک واخلي. افغانستان او نړیوال ملاتړي یې په ښه اخلاقي او سیاسي موقعیت کې قرار لري. قاطع او خشن چلند له هغې ډلې سره چې د سولې مذاکرات ردوي له هر پلوه مشروع دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply