ملا او دربار / جمشيد غزنيوال

0 596

ډاکټر نجيب ته يوه منسوبه وينا ده، وايي موږ له خپلو حريفانو او د سيمې د استخباراتو له منګولو خپل ټول وطن ساتلی، خو يوازې يو مټر ځمکه يې را نه اشغال کړې ده او که موږ دغه اشغال شوې کابو يو مربع مټر ځمکه لاندې کړه، زموږ د مصوونيت پړاو به له هماغې ورځې وروسته پيل شي.
ده دغه يو مټر ځمکه د جمات ممبر ښوو چې ملا صاحبان ورباندې درېږي. د ډاکټر صاحب په نظر د پنجاب له خوا زموږ د ديني حيثيت يرغمل زموږ بالفعل ځپنې ته لاره هواره کړې ده.
افغان حکومت د ډاکټر نجيب د ارماني اشغال شوې احاطې د فتحې لپاره ګڼې هڅې وکړې چې اوس يې تر ډېره بريده له کلونو خړې کړل شوې اوبه رڼې کړې دي او د ماهيانو نيولو ته ډېر مجال پکې نه پاتېږي.

د جارکارتا، رياض، دوشنبې، کابل او بيا په کابل کې د ۳۵۰۰ علماوو موقفونه چې د افغان جګړې په هکله اعلان شول، ټول هغه څه وو چې د ممبر د فتحې لپاره وشول. د ممبر فتحه د حکومت د هغې هڅې عملي کول وو چې د ارګ او جومات د فاصلې د لنډولو وعده يې کړې وه.
په افغانستان کې د افراطي تعبيراتو د مينه‌والو، اخواني طرز فکر پلويانو او ډيموکراسي ضد کسانو لويه نيوکه دا ده چې ګواکې دين او سياست سره بېل نه دي او که يې څوک سره بېلوي هغه دين يوازې تر جوماته محدودوي. د دين او سياست د مفاهيمو بحث پر خپل ځای، لکن دغه کار چې دوی جمهوريت ورباندې ټکوي، دوی پخپله کوي.
حکومت د ملا او دربار تر منځ فاصله ختموي او بلکې کابو پوره يې ختمه کړې ده. ځينې ملګري ټوکې کوي، وايي له ارګه بېخي جامع مسجد او د فاتحه‌خواني سالون جوړ دی، ختمونه، فاتحې، استخارې، جهادي غونډې…

د ډيموکرايټک حکومت او د جمهوريت غندونکي ملا له نظامه سره ټکر ته را بولي. کله چې ملايان د حکومت او ټولنيز انسجام په لين کې خپل رول ته لاس اچوي، دوی يې د درباريتوب په نامه د معنويت د حذف کوښښ کوي. دغه ډول ملا امامان درباريان بولي او د «درباري ملا» ترکيب د ملايانو حيثيت ته هومره صدمه رسوي چې بيا يې له خواري څوک په اذان څوک روژه نه ماتوي.

دا چې ډيموکراسي له هرې ټولنې سره د شرايطو او ارزښتونو په اساس عيارېږي او يوازې د حکومت جوړونې تګلاره ده، ملا او ناملا د ټولنې د افرادو په حيث د کاري پوټنشيل په اساس اهميت ورته لري، خو د طبقاتيت پالونکي بيا له نظام او حکومت سره رابطې په هغو فکټورونو دروي چې دوی په خپل ذهن کې تراشلې وي. مثلاً ملا بايد دربار بد وبولي، ناچيزه يې معرفي کړي او هغه مقوله ډېره ډيکلومه شي چې که مو عالمان د حاکمانو په دربارونو کې وليدل، دواړه ذليل دي او که مو حاکمان د عالمانو د جونګړې څنګ ته بياموندل، د دغسې سيمې عالم او حاکم دواړه عالي دي.

څو پېړۍ وړاندې عالمان د دربار ژبې وې، هغوی له درباره هومره بد نه وړل لکه څومره چې په را وروسته وختونو کې دغه فاصله زياته شوه. د سلطان محمود په دربار کې دغسې شاعران او عالمان اوسېدل چې زموږ د علم تاريخ يې له پامه نه‌شي غورځولای. همداسې په عربي ټولنو کې حکومتونو د خپل اصل له مخې علماوو، ليکوالو، تاريخ‌ليکوالو او شاعرانو ته خپل وړ مقامونه ورکړي وو.
کله چې د تاتاريانو څپه راغله، د حکومتونو په هکله تصوراتو يو بل حالت غوره کړ. حکومت د ظلم په سيمبول واوښت، تاتاريانو چې به پر کوم ځای غلبه پيدا کړه، هلته به يې قتل عام وکړ، ښځې به يې يرغمل کړې، تېري به يې پرې وکړل، ماشومان به يې ووژل او…

د حکومت کمزورې طبقې به د خپلو ارزښتونو پايمال ته د جبر تر جغ لاندې بې‌وسه کتل او خپل مرګ به يې پخپله ليد. پر اسلامي نړۍ د تاتاريانو ظلم يوازې تر قتل پورې محدود نه و، بلکې د بشريت معنوي پانګه يې هم پو پناه کړه. دوی په بغداد کې دومره کتابونه د دجلې سيند ته وغورځول چې په يوه روايت، د اوبو رنګ د توريو د رنګ په خاطر تور واوښت.

په دغه پانګه کې موږ له خپلې رنګينې ماضي سره چې ځينې اثار يې را پاتې دي، اړيکه غوڅه غوندې کړه. دا چې انسانان د خپل فطرت له مخې ځان ته د زيان اړولو تګلاره ښه نه‌شي ګڼلای، بېرته خپل اصل ته ستنېږي. يعنې که ساده ووايو، په اسلامي نړۍ کې تاتاريانو زموږ د اسلامي نهضت ډېری هغه کتابونه ضايع کړل چې اسلامي نړۍ ته يې له تاتاري دور څخه د مخکې دور حالات بيانول، لکن بيا هم داسې نه وه چې موږ له ماضي سره د تړون هيڅ مدرک پيدا نه کړ. که زموږ اړيکه له ماضي سره پوره قطع شوې وای، نه به د احاديثو کتابونه پاتې وای، نه د مذاهبو او فقهي استنباطاتو مراجع. همدا ډول به نه له غربه شرق ته د را اړول شويو فلسفو څرک موجود وای، حال دا چې اوس دا ټول شته.

خو دغې تاريخي جټکې په اسلامي ټولنو خصوصاً د عجمو په هېوادونو کې له حکومتوالي سره د خلکو تړون وشلاوه. ملايانو او ځينو له عرفاني او تصوفي څرکونو متاثره کسانو له ګناهونو او تېريو د خونديتابه په موخه ځانونه تر خانقا او حجرې محدود کړل، ان له مسووليتونو وتښتېدل. دغه محدوديت دوام پيدا کړ او کله چې نسبي متداوم شو، په ارزښت بدل شو.
تر دې وروسته ښه سړی هغه و چې ډېرې خبرې يې نه کولې، دنيا ته يې شا ور ګرځولې وه، دوزخ يې ګڼله او د نعمتونو د مجموعې پر ځای يې د زحمتونو يوه ګډوله ګڼله، سياست خلکو ته د چل او درواغو نوم ښکاره شو او دا دنيا يې په احمقانو ودانه وبلله…

دغې رابطې په افغانستان کې د ملايانو له ادرسه خلک له سياسته بدبينه کړل او دغې د ارام او خير رسولو په خاطر پيدا کړل شوې بدبيني بېرته د قراري پر ځای ناقراري حاکمه کړه. ملا د نظام له مخالف سنګره د پخواني بد تاثر په اساس نظام وراټه او د نظام‌پالو له لوري هم ناسم عکس العمل وشو. دغه ذهني ټکر په يوه داسې کشمکش واوښت چې د مينې، تسامح او د پاړسيوانو خبره، همديګرپذيري خپل ځای همديګرکشي ته پرېښود. د کمونيسټي رژيم پر مهال د نظام او ملا ټکر د همدې خبرې د ډېرو بعدونو د تشريح لپاره ښه مثالونه لري.

اوس اوس په ځينو مخ پر وده ټولنو کې انسان د خپل ذاتي حيثیت او محوري وجوديت په اساس خپل رولونه ادا کوي. حرفه‌يي او قراردادي نومونه په ټولنو کې د طبقاتيت ستونزه نه را منځ ته کوي او ټول انسانان چې هر څوک وي، د خپلو مسلکي او ذاتي وړتياوو له مخې د بشر او ټولنې په خير کې برخه اخلي. دغه خير له دوی څخه ټولنه د باج په شکل نه اخلي، بلکې دغه رول د ټولنې له ګټو سره د خپلو هغو د عيارولو يوه دوامداره رابطه او پروسه ده.

زموږ په ټولنه کې تر اوسه پورې همدا ذهني طبقاتيت پوره له منځه نه دی تللی، د حکومت دغه اقدام چې ملا يې تخت ته نږدې کړ، ډېر غوره اقدام دی او په دې ډول به وکولای شو چې يوه داسې کتله په کار راولو چې د ټولنې د فرد فرد په درون کې يې نفوذ خوندي دی.
که ملا موږ خپل نه کړو، ځان ته به يې بلا کړو. تر دې مهمه دا چې ملا د ټولنې د فرد په حيث حق لري چې د ښارونډۍ له اصولو سره سم هغه څه وکاروي او واخلي چې نور يې اخلي.

خو د ولسواکي په دوښمنانو کې دغه تناقض جالب دی چې ملا پخپله بې‌سياسته کوي، منزوي کوي يې او د جومات بندي يې ګرځوي، لکن تور بيا پر هغو کسانو لګوي چې د دين او سياست مفاهيم پر خپل خپل ځای تعريفوي. نه پوهېږم دغې نقطې ته زموږ د ليکوالو ولې ښه نه ور پام کېږي!؟

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply