پر جنګ جګړې او وینې توییدو ټینګار د څه له پاره؟ / ودان روښان 

0 592

د افغانستان دفاع وزارت وایي طالبانو د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې د ملي اردو  ۱۱ اړوندان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.   

خو  د بادغیس د ولایتي شورا رییس  بیا ویلي چې د طالبانو په دغه برید کې د ملي اردو ۳۰ سرتېري وژل شوي دي.

دغه برید ټیک د کوچني اختر درې ورځو کې په ملي او نړیواله کچه  بې ساري هرکلي سره له مخ شوي اوربند دوه ورځې وروسته داسې مهال ترسره شوی چې له جګړې د ستړیو افغانانو په ذهنونو کې د اوربند یادونه تازه او د دولت ترواکمنۍ لاندې سیمو ته د راغلیو طالبانو د پښو پلونه لا نه و وران شوي.

هغه هیلې او ارزوګانې چې د کوچني اختر  درې ورځني اوربند د پردۍ او کورورانۍ جګړې پای ته رسېدو له پاره د ویرجن ولس په زړونو کې را ټوکولې وې په رښتیا یې د افغانستان او افغانانو دوښمنانو پر اندامونو لړزه ګډه او داسې یې ګڼله چې نوره یې لوبه په ختمېدو ده نو ځکه خو یې له اوربند وروسته پر جنګ جګړو ټینګار او د هغو طالبانو سپکاوی وکړ چې د اوربند پرمهال ښارونو ته راغلي او له جګړې ستړیا په اړه یې د زړه خبره کړې او هم یې د افغان وسله وال پوځ له اړوندانو او دولتي چارواکو سره د زړه په مینه روغبړ کړی و.

رښتیا  د اختر درې ورځني اوربند که له یوې خوا له ولس سره سولې ته د رسېدو هېلې راوټوکولې د بېلابېلو او رنګارنګ  جګړه غوښتونکو او د سولې غلیمانو څېرې یې یې هم بربنډې کړې چې په همدې لیکنه به پرده ترې پورته شي.

له اوربند وروسته پر جګړې ټینګار وښوده چې لا خو هم ځینې  طالب مشران یا د ولس له احساساتو ناخبره او پر دې نه پوهېږي چې خلک څه غواړي او یا خو له ځانه هیڅ راز، اراده او واک نه لري نو ځکه خو د پردیو د ګټو او پروګرامونو له پاره د خپلو عزیزانو وینې توییدو ته لنګ وهلي ناست دي.

بله دا چې اور بند وښوده چې ټول طالبان له زړه جنګ او جګړه نه غواړي بلکې ډېر داسې کسان د طالبانو په لیکو کې شته چې له جنګ جګړو کرکه او نفرت لري خو دا هم له یاده ونه باسو چې د طالبانو په لیکو نه بلکې د هغوی په مشرتابه کې   داسې کسان شته چې د پردیو د ګټو له پاره د خپلو مسلمانو وطنوالو وینو ته تږي دي او د کوچني اختر په درې ورځني اوربند کې د طالبانو او عام ولس سوله غوښتونکو احساساتو لیدو توان نه لري. ځینو یې د خپل دغه حالت پټولو توان له لاسه ورکړ او په ښکاره یې کوکې چیغې پورته شوې.

خو کاشکې چې دوی د ولس هغه احساسات درک کړي وای چې د سولې له پاره ماشومان او تنکي ځوانان ښارونو ته د راغلو طالبانو پښو ته ولوېدل او طالبانو هم د زړه په مینه راپورته او د سولې ډاډ یې ورکړ. کاشکې دوی د سپین سرو او تور سرو میندو او خویندو ژړاوې او زارۍ لیدلې وای چې د سولې له پاره یې طالبانو ته کولې. خو که وینو ته تږیو ځینو طالب مشرانو دغه حالت لیدلی هم وی کوم اغیز به یې ځکه نه وی پرې کړی چې دوی خو نه د ولس سوکالۍ او نه د کومې بلې سپیڅلې موخې له پاره جګړه پیل کړې بلکې هغوی خو جګړه د نورو د موخو او د خپلو ناروا ګټو له پاره پیل کړې او ترهغو به دوام ورکوي چې یا خپل سر وخوري یا یې بادار اړ شي چې نور له خپلو موخو تېر شي.

پوښته داده چې ولې د ولس د هیلو خلاف ځینو طالب مشرانو له ځنډ پرته د جنګ جګړو نغاره وډنګوله؟ لامل یې زما په اند دادی چې د طالبانو جګړه غوښتونکي اړخ او د هغوی ملاتړو داسې نه وه ګڼلې چې ولس څه چې ان خپله طالبان په دومره کچه سولې ته لیواله دي نو ځکه دوی له وېرې بېرته جګړې ته مخه کړه ځکه چې په دې سره غواړي هم د طالبانو او هم د ولس له زړونو د سولې هیلې وباسي. هغوی په تېره بهرنۍ معلوم الحاله استخباراتي کړۍ وېرېږي چې که طالبان او ولس د سوله غوښتنې دغه غږ همداسې بدرګه او پرمخ لاړ شي نو لرې نه ده چې پر افغانانو به د سولې لمر وړانګې راخورې شي چې په دې سره یې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کېږي او دا هغه څه دي چې د افغانستان بدنیته دوښمنان یې نه غواړي. د سیمې استخبارات پر دې ښه پوهېږي چې د جنګ جګړې دوام له پاره اړینه ده چې د جګړه مارو په زړونو کې تل د کرکې او نفرت اور  بل وساتي، د جګړه مارو جګړه ییزې روحیې پیاوړتیا له پاره باید هغوی تل جنګ جګړو  ته چمتو وساتل شي او کله هم پرې نښودل شي چې سوله غوښتونکي او سوله خوښوونکي شعارونه یې د جنګ جګړو دوام ته اراده کمزورې کړي نو ځکه خو یې  په دومره  بېړه بیا د جنګ جګړو اور بل کړ. موږ تاسې ولیدل چې طالب جګړه غوښتونکو مشرانو پر طالبانو د خپل کنترول له وېرې په هلمند، کندهار، اروزګان، فراه، فاریاب، جوزجان، لغمان، بادغیس او نورو ولایتونو کې پر دولتي ځواکونو د بریدونو امر وکړ.

هغه ډول چې مخکې هم لنډه نغوته یا اشاره ورته وشوه اوربند د ځینو نورو کړیو چې ځانونه مدني او سیاسي هم بولې، جګړه غوښتونکې څېرې بربندې کړې. دغو کسانو په خواله رسنیو کې د جګړه غوښتنې خپله څېره پټه نه شوه کړی او په ښکاره یې خپل تعصبي او فاشیستي دریځونه څرګند کړل.

د بېلګې په توګه هغه تود هرکلی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند له سوله غوښتونکو وکړ هیڅ واکمن تراوسه له خپلو وطنوالو نه دی کړی. ده هر یو په غېږ کې ونیو پر مخ یې ښکل کړ او د هر یوه احساساتو ته یې په مینه مثبت ځواب ورکړ خو طلوع خیلو بیا په دې اړه خبر داسې خپور کړ چې ګنې د ولسمشر ساتونکو د هلمند سوله غوښتونکي کاروان ګډونوالو سپکاوی کړی هغوی یې کلابند کړي، ناوړه چلند یې ورسره کړی او ان د هغوی له مبایلونو یې مسیجونه پاک کړي…څه …او …څه… چې د طلوع خیلو دغه ډول دریځ د لیونتوب ترکچې له تعصب پرته بل څه نه شي تعبېرېدی.

دغه راز، د نی په نوم د تعصب د قوماند بل مرکز چې نور څه پیدا نه کړل نو اعلان یې وکړ چې د اوربند پر مهال ښارونو ته د طالبانو په راتلو ځینې رسنۍ سختې وېرېدلې وې نو ځکه خو یې ځانسانسوري ته مخه کړې وه.  اوس راشه دې ته پرتوګ وکړه!

نی رښتیا وایي ځکه چې نور کله خو به له دوی سره همغږه متعصبه رسنیو د مرګ ژوبلې او جنګ جګړو رپوټونه  هغه ددوی په اصطلاح په ډېر اب وتاب او شد اومد خپرول نو چې د اوربند اعلان وشو نور خو د جنګ جګړو خبرونه، نه و چې خپاره او هغه د چا خبره خپله خوا یې سړه کړي وی ځکه چې د جنګ جګړو له خبرونو پرته نور خبرونه ورته ځانسانسوري ښکاري.

که جګړه غوښتونکي طالبان او یا نورې متعصبې کړۍ که هر څو لغتې ووهي او د سولې خلاف خپل ستوني څېري کړي خو هیڅوک نور له جګړې ستړي ولسه د سولې تمه او اراده نه شي اخیستی.  ولس او خپله طالبانو چې اوس یو ځل د سولې مزه وڅکله ان که د لنډې مودې له پاره هم وه نور یې څوک لږ تر لږه په هغه پخوانۍ روحیه جګړ جګړو ته نه شي هڅولی چې دا په خپله خورا مثبت بدلون دی او دغه بدلون به ژر یا وروسته داسې بې ساری رنګ راوړي چې د ټولو جګړه غوښتونکو مخونه به د دوزخ پر لمبو ور تور کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply