سرور دانش ولې پر اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غوسه دى!؟

0 606

ګړندى

پرون دوشنبې د روانې چنګاښ مياشتې په څلورمه د افغانستان د ولسمشرۍ دوهم مرستيال سرور دانش د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر كړنو سختې نيوكې وكړې، ښاغلي دانش چې د دغه وزارت لپاره يې نوې كانديد شوې سرپرست وزيره آغلې حسينه سافۍ معرفي كوله، د دغه وزارت كاركوونكو ته د نورو دولتي چارواكيو په حضور كې، اوږده وينا وكړه، هغه ويل، چې ګنې د اطالاعاتو او فرهنګ وزارت نه دى توانېدلى، چې د پردي فرهنګ د يرغلونو ، ترهګرۍ او ملي اختلافاتو د پارونو مخنيوى وكړي، ښاغلي دانش ازادې رسنۍ ملامتې كړې ،چې ملي، قومي او ژبنيو اختلافونو ته لمن وهي او ترې درګرده د دې پارونو لپاره غږ پورته كېږي، خو لږ وروسته يې بيا ترې مننه هم وكړه او هغه يې د هېواد غوره رسنۍ ونومولي، خو برعكس ښاغلي دانش دولتي ورځپاڼې ضعيفه او بې ارزښته وبللې، ، چې د ده په وينا ،خپرونې يې هېڅ د پام وړ نه دي!

دا چې ښاغلي دانش ته مايك په خدمت كې وړاندې شوى و، خپلې خبرې لا پسې اوږدې كړې،خو په پاى كې يې د اطاعالاتو او فرهنګ د ګرځندوى او اداري چارو، خپرونو چارو، ځوانانو چارو  او فرهنګي چارو معيينيتونه تر سختې نيوكو لاندې راوستل او پرې يې تور پورې كړ، چې ګنې په دې برخو كې هېڅ پرمختګ نه دى شوى او كاركوونكي يې غير مسلكي او د كار وړ نه دي!؟

هغه پر نوې سرپرستې او كانديد وزيرې آغلې سافۍ غږ وكړ، چې په دې برخو كې پوه او نوي كادرونه وګوماري او په ژوره توګه په كې تغييرات راولي.

ښاغلي دانش د ملي فرهنګ او ټرمينالوژۍ پرضد د پردي فرهنګ غندنه كوله، خو خپله يې درګرده په وينا كې پردى فرهنګ ترويجاوه، د بېلګې په توګه د ګرځندوى لپاره يې ((ګردشګري )) كاروله، پوهنتون ته يې دانش ګاه او محصل يا زده كوونكي ته يې دانشجوى ويل، بل لورى ښاغلي دانش په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت كې د اصلاحاتو غوښتنه كوله، خو په خپله اداره كې يې يوازې او يوازې د هزاره قوم خلك او د شيعه مذهبه پيروان ځاى پر ځاى كړي، چې په هېڅ توګه په كې نه پښتون، نه تاجك او نه هم د كوم بل توكم كس ليدل كېږي، هغه د چا خبره له دفتره يې ((شيعه بوى)) پورته كېږي.

د اجرائيه رياست د دوهم مرستيال محمد محقق دفتر هم همداسې دى، كله چې دا مشران د اصلاحاتو غوښتنه كوي او له خپله ځانه يې نه پيلوي، نو خبرې او سپارښتنې يې هم بابېځه او د خندا وړ دي!

زموږ پر دولت ورځپاڼو زړه وسوځېده ،چې كه هر څومره د آغلې سافۍ د معرفي كولو په ستره غونډې د ښاغلي دانش له خوا تر نيوكو لاندې راغلې او د بې اغېزو او غير مسلكي ورځپاڼو خطاب يې ورته وكړ، خو نن سې شنبه همدغو بې چاره ورځپاڼو هرې يوې په خپل نوبت د هغه دا خبر ،چې آغلې حسينه سافۍ يې معرفي كړه، ، په لومړيو مخونو كې په ډېرو مهمو ځايونو كې خپور كړى و، دا د ولتي ورځپاڼو (( هېواد ، انيس، كابل ټايمز او اصلاح )) هغه دنده ده، چې تل يې ترسره كړې او د دولت له خوا ورسپارل شوې، ځكه دا دولتي ورځپاڼې دي، بايد د دولت كړنې خپرې او ولس ترې خبر كړي.

كه ښاغلى دانش د دولتي ورځپاڼو پر دې دنده او مسووليت نيوكې لري او ترې نور او نور څه غواړي، دا بيا بېله مسـئله ده، خو ښاغلى دانش دې د دولتي ورځپاڼو له اوسني دريځ او خپرنيز بهيره پوه شي، چې كه د دولتي چارواكيو لاسته راوړنې د پام وړ وي، ښې او غوره وي، نو ورځپاڼې يې هم ښې او باكيفيته دي. وايي يو سړى نايي ته د سر خرېـيلو لپاره لاړ، نايي ته كېناست او ترې پوښتنه يې وكړه، چې نايي ګله، زما په سر كې سپين ډېر دي، كه تور؟ نايي ورغبرګه كړه: ((باداره!  اوس به يې خپله ووينې، در تويې به شي. )) خو په دې وروستيو كلونو كې دولتي ورځپاڼو ډېر پرمختګ كړى، كه د هغوى په واك كې څه هم نشته، خو بيا يې له ټرانسپورټي او ښو او په خپل وخت له چاپي خدماتو پرته، د ملي ګټو مطالبق خپرونې كړې دي، هغوى په خپل وخت له هر ډول ستونزو سره سره له چاپه را وتلې او كه يې غوښتنې ومنل شي، نو تر دې به هم ښې او په ښكلي رنګ چاپ او خپرې شي.

د دولتي ورځپاڼو د پراختيا د پلان له مخې چې ويل كېږي، د پلازمېنې كابل په شمول به د هېواد په څو زونونو كې هم هممهاله له چاپه راوزي او مينه والو ته به رسېږي، تر اوسه عملي شوى نه دى او دې ته ټول سترګې په لار دي. په هر حال راځو بېرته د دانش صاحب نورو كړنو ته، كله چې هغه ښاغلى د حامد كرزي په مشرۍ حكومت كې د لوړو زده كړو وزير و، نو دولتي پوهنتونونه به له هزاره ګانو ډګ وو، په نورو پښتون مېشتو سيمو كې خو يا ګډوډي وه او يا به د كانكور اخيستلو واك ښاغلي دانش چاته نه وركاوه، موږ ليدل، كله به چې د كابل پوهنتون رخصت شو، نو په لوړه شمېره به هزاره توكمه محصلين ترې را وتل او دغه راز د وزارت په تشكيلاتو كې هم خواخواندګي او قوم پالنه وه!

موږ له هغوى سره څه ستونزه نه لرو، خو كه څوك عدالت غواړي، نو بايد لومړى يې له خپله ځانه پيل كړي، بيايې دې پر نورو هم پلى كړي.

د استاد دانش خبرې تر يوه بريده ښې وې، چې بايد كار وشي، نو خپله هم بايد په خپله اداره كې انډول په پام كې ونيسي.

موږ له اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سره كوم تعلق نه لرو او نه هم له دولتي ورځپاڼو سره كومه خېښې او خپلوي، خو بايد حقايق روښانه شي او ستونزې په منظمه او هر اړخيزه توګه په ګوته او په ګډه له منځه يووړل شي، نه دا چې يو توكم دې را پورته شي، كه د ملي فرهنګ او ملي ټرمينالوژۍ د له منځه وړلو لپاره په ښكاره كار كوي، نو بيا همغه كسان پر نورو ناسمې نيوكې كوي، نو بيا دا د زخملو نه دي، همدا ښاغلى دانش په خپلو خبرو كې ملي نومونه نه يادوي او د ايران د فرهنګ مطابق مو ملي نومونه بدلوي، چې دا خپله د پردي فرهنګ ترويج او د خپل فرهنګ په مقابل كې خيانت دى!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply