د سردارمحمد همدرد ملي لید لوری / څېړنیار شریف الله دوست

0 638

نه ټوکیږي زڼي چې ستــــم د ځمکې تېر نه کا

غواړې که نمود د شخصیت په مصیبت کې دی

په خواشینۍ سره چې نن سبا په افغانستان کې د شخصیت جوړونې ډېری معیارونه کاذب شوي دي. دشخصیت تفوق پر مادیزم او شعاریزم ولاړ دی.

موږ ولیدل چې په تیرو اتلسو کلونو کې د ملي ترحم انسانه دوستانه جوړښتونه په تمسخر واوښتل چې اوس يې حتی په لیدلو ملي فکرونه سوځیږي. تر دې چې دا ناولی ټولنیز اعتیاد ټولنیز ګروم اوښتی دی. په حقیقت کې کاذبه شخصیت جوړونه په ملې لحاظ حقارت او بدبیني زېږوي او هیڅکله د اصلي شخصیت ځای نه شي نیولای. دلته په دې لنډه لیکنه کې د یوه حقیقي، ملي او شعوري شخصیت پر کړنو تم کیږو، چې ملي فعالیتونه يې تاسي په مرئي ډول وینی.هو؛ دا شخیصت ښاغلي سردارمحمد همدر دی. له همدرد صاحب سره مې د ادبي هڅو له وخته یعني له شاوخوا لس کالو را په دې خوا ټینګه ملګرتيا ده. د بُست فرهنګي ټولنې او هاشم سرواني ادبي او کلتوري ټولنې، وروسته هلمند ادبي بهیر تر چتر لاندې به مو ادبي غونډې، علمي سیمینارونه او مشاعرې جوړولې. یو وخت داسي ناخوالې راغلې چې د نورو ولایتونو په شمول هلمند هم دنا اهلو کسانو لاس ته ولوېدی، ورځ تر بلې په کې مشلات زیاتېدل، ستونزي پړسېدلې او هلمند د اور تل ته ور ټېل وهل کیدی. دا کار که شعوري و یا د جهالت او ناپوهۍ په وجه خو و شو. د عدالت لغت د ټولنیز نظم له قاموسه و ایستل شو، د یوه لوی عالم وینا ده چې هغه ټولنه چې د خپلو صالحو افرادو له لوري حمایه نه شي فنا کیږي. موږ دې ته مجبور شو چې د یوې خپلواکې او بې پرې مدني ټولنې د جوړېدلو تابیا ونیسو. دا مجبوریت دومره جدي شو چې په ۱۳۹۱ لمریز کې مو د سردارمحمد همدرد تر مشرۍ لاندي(هلمند مدني ټولنه) تأسیس کړه.  هلمند مدني ټولنه د ملي ګټو د خوندیتوب مکتب و، ملي لیدلوری و، د خپلو اسلامي او هیوادني ارزښتونو باندې د ځوانانو ویښوول او ورښوول وو. په دې لړۍ کې د ډېرو چارواکو سره مواجه شوو، حتی دا ټکرونه له ښار نه د ایستلو تر بریده پورې ورسېدل. پر دې سترګي نه پټیږي چې هلمند مدني ټولنې چې په راز او رأس کې یې ښاغلی همدرد و د خلکو دمدني او سیاسي حقونو دخوندیتوب یو ټینګ مورچل و. وختونو تغیر کاوه ، شاهد یم چې دوه ځله کابل کې د لوړ پوړو چارواکو له لوري همدرد صاحب ته د لوړو دندو د ترسره کولو وړاندیزونه وشول، دا وړاندیزونه پسې ډېر شوه تر دې چې همدرد د ملګرو په مشوره د هلمند د مرستیال والي په توګه د حکومت وړاندیز ومانه او هلمند ته دخدمت په توګه ولاړ. هلمند کې يې دفساد پر ضد داسي مبارزه پیل کړه چې تاریخ کې يې بېلګه نه لرله. مفسیدن لاس په لاس ونیول شول او څارنوالۍ ته معرفي شول. خورا ډېري ځمکې له غصبه خلاصې شوې، تر دې چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر اداره يې جوړه کړه. دښار لپاره يې پر تعلیمي او اقتصادي برنامو باندي کار وکړ. دزراعت په برخه کې يې زښت ډېر زحمتونه وایستل، خو کله چې يې له غاصبینو د کرکیټ میدان لپاره ځمکه خلاصوله، ټول هغه کسان چې شخصي ګټې يې په خطر کې وې سره یو موټې شوه او دهمدرد پر وړاندي يې د کاذب مدني حرک

سردارمحمد همدرد

ت په ډول خیمه ووهله تر دې چې مرکزي ادارې هم حقیقت درک نه کړ او د غاصبینو او مفسیدینو تر شا ودرېدل،د همدرد ملاتړ يې پرېښود. سیاسي معامله وشوه، همدرد ته وویل وشول، چې تاسو نیمروز ته د مرستیال په توګه ولاړشئ. همدرد بیا هم د خپلو خلکو دخدمت لپاره نیمروز ته ور و دانګل. هلته يې داسې خدمتونه وکړل چې په څو لسیزو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د بیلګې په توګه: همدرد له خپل تګ سره جوخت د صنعتي ښارګوټي د جوړېدو چارې را پیل کړې، چې په تېرو کلونو کې یې چا نوم هم نه و اخیستی. مګر اوس یې تخنیکي چارې په بشپړ ډول خلاصي او د توزیع لپاره یې پر پلان کار روان دی.

همدارنګه همدرد د مرکز او ولسوالیو له ټولو قومي شوراګانو سره ناستې وکړې او له هغوی څخه یې د نظام او ادارې د بشپړ ملاتړ غوښتنه وکړه. له علماو کرامو سره یې په حج اوقافو ریاست کې لویه غونډه جوړه کړه او له علماو کرامو څخه یې هم د مرستې او همکارۍ هیله وکړه. بېلا بېلو ادارو ته ولاړ او د ادارو روانې چارې یې له نږدې ولیدې. د ولس پر مخ یې له کم قید اوشرط پرته دروازه خلاصه کړه اوس هرڅوک خپلې ستونزې په ازاد ډول د ولایت تر مقامه پورې رسولی شي. د فساد پر ضد یې په ډېر جرائت سره مبارزه را پیل کړه. د ګمرک، کمیسارۍ، بندروالۍ، ټرانسپورټ او په بېلا بېلو برخو کې چې د فساد نښې لیدل کېدې، همدرد ولاړ او د اصلاحاتو لپاره یې هڅې را پیل کړې.په خپل لنډ ماموریت کې د استیناف څارنوالۍ په ملتیا دوه ځله محبس ته لاړ او له زندانیانو سره یې ژمنه وکړه، چې دوسیې به مو پر وخت څېړل کیږي او په زندان کې به درسره ښه سلوک کیږي. زندانیانو ته یې دا ویل، چې که هر څوک نا حقه بندي شوی وي او یا د توطیې له مخې بندي شوی وي، کولای شي، چې اصلي حقیقت تر مونږ پورې راورسوي، تر څو بې عدالتي را منځ ته نه شي او عادلانه قضاوت وکړو.په همدې ډول همدرد کمال خان بند ته لاړ او مرکزي حکومت ته یې حقیقي انځور ولېږه.

اوس یو شمېر خلک چې د دې وطن دوسته افغان حق ادا کړي، نوموړی ولسمشر ته په احساساتي معرفي کوي. ویاړو چې د فساد هېڅ کوم تور ورباندې نشته. همدرد چې زه پېژنم، د ډېرې لوی حوصلې خاوند دی. خو یوه خبره ده، چې د قانون په وړاندې معامله او فساد ورته د زغملو وړ نه دی.زه په ډاګه وایم، که د ولسمشر اشرف غني په حکومت کې پاک او ښه                                   مدیر او د کار سړی وي، هغه به همدرد وي. ځکه چې هغه په ټولو برخو کې خپله وړتیا او کار کردګي ښوولې ده. د دا ډول با احساسه او پاکو ځوانانو باید ټینګ ملاتړ وشي. د لابریاوو په امید يې دعا کوم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply