که احتياط و نه‌شي، د ملي پخلاينې تاريخ تکرارېږي

0 495

لسيزې وړاندې چې پخواني مجاهدين لکه اوسني طالبان خونړي، وحشي او جنګي وو، د وخت واکمن ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې غږ پورته کړ او له ټولو جګړه‌مارو يې وغوښتل چې د ملي پخلاينې په پار، د نظام پر ضد له جګړې لاس واخلي، وسله کېږدي، په ټاکنو کې برخه واخلي او له دې لارې واک ته ورسېږي.

په ملي روغه جوړه کې، له قيد او شرط پرته جګړه‌مارو ته د سولې د خبرو، ناستو او په دغه برخه کې د پرمختګ وړانديزونه شوي وو، خو جهادي مشرانو د نجيب الله دغه وړانديز په لغته وواهه، د پاکستان او امريکا ګټو ته ژمن پاتې شول او بيا هېواد اور واخيست.
اوس لسيزې وروسته د افغانستان يو بل واکمن اشرف غني طالبانو ته عين وړانديز کړی دی. له قيد او شرط پرته د سولې وړانديز.

ولسمشر په دغه وړانديز کې حتا طالبانو ته د سر د خونديتوب له ډاډ ورکولو نيولې، د دوی د زندانيانو د ور خوشې کولو، د سياسي ډلې په توګه د طالبانو د منلو، هغوی ته په حکومت کې د برخې ورکولو، جرمونه يې معافولو او حتا د خبرو لپاره د يوې داسې سيمې چې کنټرول به يې د حکومت او طالبانو په خوښه کسان لري، ټټر ډبولی دی، خو طالبانو دغه وړانديزونه يو په بل پسې په لغته ووهل.

ولسمشر د اوربند اعلان وکړ، طالبانو زړه نا زړه يو څو ورځې ومانه، خو چې پوه شول چې جګړه‌ماران يې له واکه په وتو دي او د ښارونو او حکومتي سيمو پر خوا بې‌تابه منډې وهي، ژر يې بېرته ختم او خپلو هغو جګړه‌مارو ته چې له سرتېريو سره يې عکسونه اخيستي وو، د سزا ورکولو ګوته وڅنډله.
ولسمشر يو ګام نور وړاندې واخيست، لس ورځې يې اوربند نور وغځاوه، خو مقابل لوري بيا هم پر جګړه ټينګار وکړ.
تر هغه وروسته ولسمشر د سولې په نامه د راوتليو پليو کسانو په غوښتنه د اوربند موده يوې مياشتې ته پسې وغځوله، خو طالب لوري ځان غلی ونيو.
بالاخره دغو کسانو له طالبانو هم د اوربند غوښتنه وکړه، خو طالب لوري تر درې ورځې ځنډ وروسته، انکار او پر روانه جګړه ټينګار وکړ.

ولسمشر غني دغو کسانو ته په خبرو کې وويل چې حاضر دی، هر ځای چې طالبان غواړي، هلته د سولې خبرې وکړي. حتا ولسمشر وويل، د سولې د راتلو په لار کې که يې سر هم ځي، تيار دی.
دا د سولې په برخه کې د ولسمشر په پوره اخلاص دلالت کوي، خو که احتياط و نه‌شي، د وحشي، پلورل شويو او غلامو کړيو په مقابل کې لېوني اخلاصونه، لېونۍ بدې پايلې لري.
اوس ولسمشر له واليانو سره په وېډيويي کنفراس کې هغوی ته امر کړی دی چې په سيمه‌يزه کچه دې په وطني لارو له طالب قوماندانانو سره اړيکې ونيسي، اوربند او سولې ته دې يې اماده کړي.
دا عين د ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې طرح او پلان دی.
هغه مهال ډاکټر نجيب الله هم ټولو اړوند کسانو ته امر کړی و چې د جهاديانو قوماندانان په سيمه‌يزه کچه سولې ته وهڅوي.

دوه ګامه چې ولسمشر تر ډاکټر نجيب الله مخکې ايښي، يو يې د يو طرفه اوربند ګام دی، خو له بده مرغه طالبانو ته اوربند ارزښت نه لري.
اوس داسې ښکاري چې ولسمشر د ډاکټر نجيب پر پلونو روان دی؛ نو چې داسې ده، بايد هغو ټکيو ته پوره توجه وشي چې د ډاکټر صاحب نجيب د واکمنۍ پر مهال ورته پام نه و شوی.
هغه مهال ډاکټر نجيب الله يوازې پر سوله او د دښمن پر ځپلو ټينګار کاوه، خو کله کله به سولې ته د دښمن هڅول تر ټکولو قوي شول.
د ولسمشر غني دويم ګام له ترهګرو جګړه‌مارو ډلو څخه د ديني مشروعيت اخيستل دي.
هغه مهال به ډاکټر نجيب ارمان کاوه او په مايوسي به يې ويل چې زه له دښمن څخه ټولې سيمې په زور نيولای شم، خو يو متر محراب او منبر چې دښمن نيولی، هغه نه شم ورڅخه اخيستای.

خو اوس حالت بدل دی، د ډاکټر نجيب الله پر ضد درسته نړۍ ولاړه وه، خو له ولسمشر غني سره درسته نړۍ ولاړه ده، حتا د سعودي په ګډون يې ځينې هغه هېوادونه هم ملاتړي دي چې له ډاکټر نجيب الله څخه يې منبر نيولی و.
په سيمه‌يزه کچه د دښمن د جنګي قوماندانانو سولې ته هڅول مهم او ګټور کار دی، خو د محراب او منبر نيولو ته هم بايد کار وويل شي او پوره انرژي ورباندې ولګول شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply