سوله؛ که ښه حکومتولي؟ / سردار محمد همدرد

0 621

د شهید سردار محمد داود خان تر شهادت وروسته او بیا چې کله روسانو زمونږ پر ګران هېواد یرغل وکړ، بس له هماغه وخت څخه د دې هېواد اساسي او بنیادي بنسټونه له منځه ولاړل. د ملي اردو او عامه تاسیسات زیانمنول، کور په کور جګړه، انارشي او بې عدالتي دا ټول هغه څه وو، چې زمونږ هېواد یې د پردۍ استخباراتي جګړې مرکز وګرځاوه.

د حامد کرزي په مشرۍ چې کوم حکومت جوړ او د طالبانو حکومت ړنګ سو، د ښاغلي کرزي په شمول یوه لویه او تاریخي اشتباه چې هم نړیوالې ټولنې او هم افغان سیاسونو وکړه دا وه، چې طالبان یې په بُن کنفرانس کې نفي کړل. بیا له هغه څخه وروسته ډېر وسلوال افغان طالبان پر کور کښېناستل. د ډاکټر فاروق اعظم په وینا چې ما خپله کرزي ته دا مشوره ورکړه، چې له طالبانو سره سوله وکړه، هغه وايي چې کرزي په ځواب کې راته و ویل، چې طالبان د ای اس ای اله ده او له دوی سره سوله نه ده په کار. فارق اعظم وايي، چې ما ورته و ویل، چې طالبان افغانان دي او باید سوله ورسره وسي؛ ځکه چې په جګړه کې نه سئ بریالي کېدلای. رښتیا هم په لومړیو کې ډېر طالبان په کورونو کښېناستل او یوازې د سولیز او ارام ژوند غوښتونکي وو. خو له بده مرغه په حکومت کې د دې پر ځای چې طالبان تشویق سوي وئ او عقده ورسره پالل سوې نه وئ؛ بلکې د دې برعکس کار وسو. تر امریکایانو مخکې خپله یو شمېر افغانانو پر دوی د تروریستانو او ترهګرو ټاپې ووهلې او یو غچ اخیستونکی عمل یې ورسره وکړ.

ډېری طالبان په سیمه او منطقو کې د حکومت د نا اهله چارواکو د بې عدالتیو او ناوړه کړنو له امله دې ته مجبوره سول، چې یو ځل بیا ټوپک واخلي او د حکومت پر ضد وجنګیږي. په لومړیو کې ټولو په جګړه باور درلود او د سولې لپاره هېڅ برنامه نه وه. کله چې جګړه اوږده سوه، هم نړیواله ټولنه او هم افغان حکومت دې پایلې ته ورسېدل چې له سولې پرته هدف ته نه سو رسېدلی. حامد کرزي په خپل وروستي سیاست کې طالبانو ته ډېر نرم سو او هغوی ته یې د وروڼو خطاب او د سولې غېږ پرانیستل، کاشکي په اوایلو کې حامد کرزي په جګړې باور نه وئ کړی او سولې ته یې ترجیح ورکړې وئ.

په دې وروستیو کې چې د ولسمشر اشرف غني له خوا د سولې لپاره کومې هڅې پیل سوې، که رښتیا سي د سولې په برخه کې ښه پرمختګ هم وسو. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار راتګ او له هغه څخه وروسته له طالبانو سره د جګړې اوربند او د طالبانو له خوا هم د جګړې درې ورځنی اوربند دا ټول هغه هڅې وې، چې د سولې لپاره یې لوی امیدونه او هیلې را منځ ته کړې. دې اوربند وښودله، چې طالب او سرباز یو بل په غېږ کې سره ونیول او یوه بل ته یې د ورور خطاب وکړ.

دا انګېزه ټولو ته ایجاد سوه، چې جګړه زمونږ نه؛ بلکې پردۍ ده. نه باید نور طالب ته ترهګر او تروریست و ویل سي او نه باید طالب د خپلو افغان سربازانو په وړاندې له تشدده ډکه وسله پورته کړي. په دې وروستیو کې په ولس کې هم د سولې غوښتلو هڅې را پیل سوې دي. دا په دې معنی ده، چې ملت نور په ځان تحمیل سوې جګړه نه سي زغملی او سوله غواړي. دلته یوه بله خبره هم ضروري ده، هغه د داعش فعالیت دی، چې په وړاندې یې هم حکومت او هم طالبان جګړه کوي.د سولې لپاره اوس ډېر ښه فرصت را منځ ته سوی دی. نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا په افغانستان کې پر جګړې ټینګار نه کوي او هم د سولې لپاره د افغان حکومت اراده اخلاصمنه ده. د افغان طالبانو لپاره هم په کار ده، چې د اسلامي حزب په څېر راسي او په حکومت کې سهم واخلي. خپل سیاسي ګوند دې اعلان کړي. د را روانو پارلماني ټاکنو لپاره غوره فرصت دی، را دې سي او د دې ټاکنو لپاره دې خپل کاندیدان ودروي او د حکوت واګې دې د ولسواکۍ له مخې په لاس کې واخلي. په جګړه کې طالبان هم ګټه نه سي کولای، پرته له دې چې د ولس نفرت ورسره ډېر سي نور څه نه ترې جوړیږي.

حتی د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دې خپل کاندید ودروي. که د ملت ملګرتیا ورسره وه، کېدای سي د هېواد واګې د ولسواکۍ پر زور په لاس کې واخلي. یوه خبره چې د بهرنیو عسکرو کیږي، دا خو په خپله د دوی(طالبانو) جګړه بهرنیانو ته د شتون زمینه برابروي. بهرنیان او په خاص ډول امریکایان خو په ډاګه وايي، چې مونږ د افغانستان مرستې ته راغلي یو. په کومه ورځ چې جګړه نه وي او افغانستان په خپلو پښو ودریږي، مونږ په خپله ځو. په کابل کې د درې زره علماو فتواه ورکړه، چې جګړه د افغانستان په خیر نه ده او سولې ته یې ترجیح ورکړه. د دې ترڅنګ په بېلا بېلو هېوادونو او په ځانګړې توګه سعودي عربستان چې د اسلامي هېوادونو مرکز دی، هغوی هم جګړه ښه نه ده بللې او سولې ته یې لومړیتوب ورکړی دی. دا ملت نور یوه ورځ د جګړې زغم نه لري. هغه څوک چې په جګړې باور لري او تر جنازو، ډکو هدیرو او هره ورځ د انسانانو له وژنو وروسته خپل هدف ته رسیږي، هغه به بیا پر قبرونو، ګوډیانو او شلایانو څنګه حکومت کوي؟

ما مخکې هم طالبانو ته په حکومت کې د ځینو بې عدالتیو یادونه وکړه. زه له سولې څخه وروسته دویم بحث د ښې حکومتولۍ کوم. په دې عقیده یم، چې سوله او ښه حکومتولي لازم او ملزوم دي. دا باید ومنو، چې بې عدالتي او د قانون نه حاکمیت په خپله جګړه زېږوي. یعنې د طالبانو د جګړې یو اړخ په نظام کې د بې عدالتیو او د ښې حکومتولۍ د نشتون په معنی دی.

د ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې لویه ستونزه د پراخ اداري فساد وه. ولس چې څومره له جګړې څخه رنځ وړه، په هماغه اندازه د حکومت له بې عدالیتو او بې کفایته مسوولینو څخه ځورېدل. حکومت یوازې د یوه سوداګریز شرکت بڼه غوره کړې وه. ولایت خرڅ کړه، ښاروالۍ وپلوره او د خپلو اهدافو لپاره د ګمرک رییسان په پیسو مقرر کړه. وزیران د باور رايې خپلولو لپاره په لکونو ډالر مصرفول. په هره سیمه کې چې هر چا څومره ټوپکماران درلودل او څومره یې په ظلم او بې عدالتیو باور و، د هېواد واګې ور وسپارل سوې او بس.

په دومره سپین سترګۍ به فساد کېده، چې د پلانکي ولایت والي په دومره اندازه پیسو مقرر سو او په محلي ارګانونو کې د پلانکي ولایت ښاروالي په دومره پیسو پلورل کیږي. په محاکمو او څارنوالیو کې دومره فساد و، چې بغیر له راکړې ورکړې په دغو ادارو کې د انصاف او عدالت په نامه هېڅ نه تر سترګو کېدل. د بیت المال نوم یعنې هېڅ! هر څوک په دې لټه کې و، چې څنګ جېبونه ډک کړي او څنګه لوړ پوړه ودانۍ او محلونه جوړ کړي.

دا یو داسې ناوړه فرهنګ او سېسټم و، چې له وزیر نه به وکیل پیسې غوښتې او وزیر به له خپلو رییسانو څخه ونډه غوښته او دا سلسله همداسې روانه وه. له والیانو به سیمییزو ارګانونو او نورو چارواکو پیسې غوښتې او والیانو به بیا له ولسوالانو څخه په ډېر واضیح ډول په معلوم مقدار پیسې اخیستې. قانون او د عدالت نوم به په سټیج اخیستل کېده، مګر په عمل کې به هېڅ هم نه وو. د اداري فساد په وړاندې د مبارزې خبرې به هم ډېرو چارواکو کولې، مګر په عمل کې څه نه وو. هېڅ یو لوړ پوړی چارواکی به د فساد په تور څارنوالۍ ته نه معرفي کېده؛ بلکې برعکس هغه کسان چې له فساد څخه خلاص وو او افغاني احساس یې درلوده، هغه به چې کله نه د بل چا څخه څه غوښتل او نه به یې خپله چا ته ونډه ورکوله، نو د یوې توطیې ښکار به سو. یا به له دندې لرې سو او یا به څارنوالۍ ته معرفي سو. په ټول افغانستان کې یوازي یو شمېر ټیټ رتبه مامورین د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي کېدل. دا کار داسې چارواکو کاوه، چې په خپله به په فساد کې غرق وو او په سټیج به یې د فساد په وړاندې د مبارزې خبره هم کوله.هو ستونزي په دې حکومت کې هم تر یو اندازې سته خو نه دومره لکه مخکني ادارې کې زما بحث ډېر اوږد سو. خو زه یوازې په یوې خبرې تاکید کوم، چې مونږ هم باید د دایمي سولې هڅې وکړو او د ښې حکومتولۍ د را منځ ته کولو لپاره خپلې هلې ځلې په کار واچوو. زه پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ډېر احترام لرم، خو یوازینۍ ګیله مې همدا ده، چې په دې ملک کې یې د فساد داسي ناولي زړې وکرل چې اوس یې په وړاندې مبارزه ستونزمنه او ناتوانه ده. یوه خبره خو دا وه، چې واک اکثره ټوپک سالارانو او نا اهلو خلکو ته وسپارل سو، نا اهله خلک نه خدای تعالی ته سپېڅلي دي او نه هېواد ته ژمن. له هغوی څخه تمه کول سادګي ده؛ ځکه چې د هغوی فکر یوازې په مادیاتو متمرکز دی. معنویت، ملي ګټې او د تاریخ پېغور ورته ارزښت نه لري. ما څو ځله دا خبره کړې ده، چې که کرزی صاحب وايي، چې فساد بهرنیانو کړی دی، زه خو دا وایم، چې په یوه ولایت کې چې یو والي او ښاروال په زرګونه جرېبه ځمکه غصبوله، ایا دا هم بهرنیانو ورته ویلي وو؟ ایا له دندې څخه ګوښه کول او څارنوالۍ ته د دغه چارواکي معرفي کول ستا د وس خبره نه وه؟راځئ چې په دې بحث وکړو، چې د دې وطن اساسي جوړونې لپاره څه کول په کار دي؟یو څه ترخه حقیقتونه هم باید و وایو او محافظه کاري ونه کړو. د چا د خپګان او خوشالۍ پروا باید ونه ساتو؛ بلکې د یوه افغان په توګه باید خپل تاریخي رسالت ادا کړو. زه د دولت یو مامور هم یم او ما په دې تعهد کار را پیل کړی دی، چې اصلاحات، عدالت، ښه حکومتولي او د فساد په وړاندې به مبارزه کوو او د دوطن جوړولو یوازینۍ لاره همدا ده. دا یو واقعیت دی، چې په خپله ولسمشر اشرف غني ډېره پاکه او ښه اراده لري. دا چې په افغانستان کې په تېرو کلونو کې مافیا ډېره چاغه سوې ده، اوس یو دم اصلاحات د یو شمېر کسانو د شخصي ګټو په خطر کې د لوېدو سبب سوي دي او بیا له فساد سره د مبارزې په واړندې کاذب سیاست کوي او د اصلاحاتو په مخ کې خنډونه جوړوي. زه د خپل ځان په اړه وایم، چې کله مقرر سوی یم، چاته مې پیسې نه دي ورکړې او ولس ته مې هم همدا ویلي دي، چې دې وطن ته به تعهد سپارو. د ولسمشر محمد اشرف غني په حکومت کې مثبت تغیر په عدلي او قضايي ارګانونو کې ډېر ترسترګو کیږي. خو فساد هم شتون لري. په واړندې یې باید مبارزه وسي.

بیا هم دا وایم، چې که سوله غواړو، نو باید ښه حکومتولي هم وغواړو. یوازې سوله او ښه حکومتولي کولی سي، چې د دې وطن اساسي جوړونه یقیني کړي.

 

په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply