سولې ته د افغان حکومت روښانه تګلاره/سمیع عزیزي

0 517

په افغانستان کې اوسنی را لوی شوی نسل  تر بل هر څه، ډېر سولې ته اړتیا لري. عام ولس د هېواد  په ګوټ ګوټ کې سوله ييز حرکتونه پيل کړي او د سولې لپاره راپورته شوی غږ، ورځ تر بلې غښتلی کیږي. د وسله والو طالبانو په ډله کې داسې کړۍ موجودې دي چې د سولې غوښتنې له دغو حرکتونو وېره لري، آن تر دې چې په لوګر کې يي د ولسي وګړو پر هغه پلي کاروان ځانمرګی برید وکړ چې له لوګر څخه يي کابل ته د سولې پیغام لېږداوه. په هېواد کې د ګاونډیانو ناسالمې سیاسي سیالۍ، د کانونو غیرقانوني کیندنې او د نشه يي توکو کرکېله او تولید  هغه مهم فاکټورونه دي چې ځینې کړۍ ، په لوی لاس د جګړې د اوږدېدو لامل کیږي خو لوی اکثریت يي د سولې خوښوونکي دي.

ښه بېلګه يي په کوچني اختر کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ لنډمهاله اوربند و چې  په خوښیو او جشنونو ونمانځال شو. طالبانو او امنیتي ځواکونو یوبل ښکل کړل د خوښیو اوښکې يي تويي کړې. دې  اوربند له یوه لوی حقیقت څخه پرده پورته کړه، هغه دا چې په افغانتستان کې روانه جګړه پردۍ ده او افغانان په خپلو منځو کې ستونزه نلري. د سولې ضد عناصر نه یوازې د طالبانو په ډله کې بلکې په تېرو حکومتونو کې هم موجود و چې د سولې مذاکرات به يي سبوتاژ کول.

له دوه زره لومړي کال را وروسته له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې هڅې وکړې خو په عمل کې يي هېڅ داسې ګام پورته نشو کړای چې د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځ باور رامنځ ته کړي او په عمل کې ثابت کړي چې سولې ته کلکله اراده موجوده ده. یو لوی دلیل يي ښايي په نظام کې دننه د داسې کړیو موجودیت وو چې په سوله کې يي ګټې نه وې. د ملي یووالي حکومت په رامنځ ته کېدو سره فضا بدله شوه؛ د ملي یووالي حکومت په نظام کې دننه ټول هغه مزاحمتونه او  د سولې ضد کړۍ ختمې او نابودې کړې چې د سولې پرضد يي غږ پورته کاوه. دا په ظاهر کې آسانه، خو په حقیقت کې تر ټولو سخت او ستونزمن کار و. په دې کار سره حکومت وتوانېد چې د سولې لپاره مناسب بستر برابر کړي. په تېر یوه کال کې په جدي توګه د سولې خبرې تعقیب شوې او په دې برخه کې د پآم وړ پرمختګونه محسوس دي. د ملي یووالي حکومت په لومړي ګام کې له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې میکانیزم رامنځ ته کړ چې پر اساس يي سولې ته د رسېدو لپاره پړاویز لوری وټاکل شو.

د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان؛ له هغه وروسته چې پاکستان د سولې په برخه کې په پرلپسې توګه د همکارۍ ژمنې ماتې کړې د ملي یووالي حکومت په دې فکر کې شو چې څنګه وکولای شي پاکستان په افغان سوله کې عملي همکارۍ ته اړ کړي.د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان د دواړو هېوادونو د صلاحیت لرونکو پلاویو د دوه اړخیزو همکاریو پر اساس ولاړ دی او هر لوری مکلف دی چې په مشخص زماني واټن کې د سولې لپاره لازم او له وړاندې تعیین شوي اقدمات ترسره کړی. د افغانانو په مشرۍ او افغانانو په ملکیت د سولې او پخلاینې له پروسې څخه د پاکسان ملاتړ او د ترهګرو پرضد اغېزناک اقدامات د دغه سند مهم موارد بلل شوي. په افغانستان کې په اختر کې لنډمهاله اوربند او د افغانستان پوځیانو لخوا د پاکستان رهبر وژل کېدل د دغه سند د تطبیق یوه برخه ګڼل کیږي.

نړیواله اجماع؛ په افغانستان کې د سولې خبرو مثبتې پایلې او د سولې پایښت لپآره تر ټولو اساسي او حیاتي موضوع د نړۍ او سیمې هېوادونو ملاتړ او په دې برخه کې له بین الافغاني مذاکراتو څخه د هغوی هر اړخیز ملاتړ و. حکومت په دې برخه کې د نړۍ او سیمې هېوادونو ته قناعت ورکړ چې افغان حکومت د مذاکراتو د ښه مدیریت وړتیا لري. حکومت د کابل پروسې په کنفرانس کې د سولې له پروسې څخه د نړۍ د ملاتړ او همکارۍ غږ لا پسې غښتلی کړ. حکومت په دې کنفرانس کې وسله طالبانو ته فرصت ورکړ چې د یوې سیاسي ډلې په توګه فعالیت وکړي.

د اسلامي نړۍ اجماع؛ د اسلامۍ نړۍ له هېوادونو سره اړیکو ته پام ډېر شو، په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په بېړنۍ ناسته کې د بیت المقدس په تړاو د جمهور رییس هر اړخیز موقف د سولې په برخه کې د اسلامي نړۍ هېوادونو پام جلب کړ.

په اندونیزیا کې د افغانستان پاکستان او ناندونیزیايي دیني عالمانو غونډه جوړه شوه، د غونډې په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع وبلل شوه. په پرېکړه کې د سولې پر مذاکراتو ټینګار وشو. سربېره پر دې  د سعودي عربستان چې په اسلامۍ نړۍ کې له تر ټولو غښتلي موقعیت څخه برخمن دی، په افغانستان کې د فغانستان روانې جګړې ته د ورور وژنې نوم ورکړ. مسجد الحرام او د نبوي جومات امامانو په یو کمساري غوښتنه کې افغانستان کې د تېراوربند هرکلی کړی او له ښکېلو خواوو یې غوښتي دي چې خپل منځي وینې تویولو ته پای ورکړي. په دا نژدې کالونو کې د ا لومړی ځل دی چې د مسلمانانو د دې دوو مذهبي مقدساتو امامان د جمعې ورځې په خطبو کې په یوه غږ د افغان حکومت او طالبانو د نوم له اخیستو پرته د تېر اوربند هرکلی کوي.

په کوردننه اجماع؛ جمهور رییس په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو لپآره د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره له اوږدو او تفصیلي بحثونو په پایله کې  دایمې سولې ته د رسېدو په برخه کې اجماع رامنځ ته کړه. د دې اجماع په پآیله کې د لومړي ځل لپآه شاوخوا ۳۰۰ دیني عالمانو له یو لړ مطالعاتو وروسته په دیني او شرعي دلایلو د افغان دولت پر وړاندې د طالبانو او نورو جنګي ډلو جګړه ناروا وبلله، او په دې برخه کې يي یوه فتوا هم صادره کړه.

په دې سره په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته د جګړې د تداوم لپاره شرعي او بل هر ډول پلمه پاتې نشوه. حکومت وسله والو طالبانو ته ټول هغه شرایط برابر کړل چې په افغانستان کې هم خلک د  نړۍ د د نورو هېوادنو په څېر په سوله کې ژوند وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply