پاکستان څنګه څنډې ته شو! / سمیع عزیزي

0 562

په لومړیو کې داسې انګېرل کېدل چې ګواکې د افغانستان پایښت پر پاکستان پورې تړلی، حال دا چې پاکستان افغانستان ته ډېره اړتیا لري تر دې چې کابل يي اسلام آباد ته ولري . د پاکستان لویه برخه اقتصاد چې پر افغانانو پورې تړلی و، اوس نیږدې په ټپه درېدلی. د ملي یووالي حکومت د دې لپاره چې د پاکستان له اقتصادي چینلونو څخه ځان خلاص کړي، نورې بدیلې لارې وموندلې او د سیمې هېوادونو سره يي سوداګریزه راکړه ورکړه پيل کړه. په سیمه کې له چین، هند ایران او د منځنۍ آسیا له ګڼو هېوادونو سره د سوداګريزو راکړو ورکړو د تړونونو په لاسلیک کېدو سره پر پاکستان د افغانستان د تکیې قوت را کم شو.

افغانستان د لومړي ځل لپاره له چین، ایران او ترکمنستان سره د رېل پټلۍ له لارې، او له هند، سعودي عربستان، ترکیي او قزاقستان سره د هوايي کروېدور له لارې ونښلول شو. په ایران کې له چابهار بندر څخه د ګټې اخیستنې په تړاو د افغانستان، هند او ایران ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک کېدو، دې زمینه برابره کړې چې  افغانستان له دې تجارتي لارې د هند بازارونو ته لاسرسۍ پیدا کړي. په دې سره افغانستان د تل لپاره پاکستان ته له اړتیا ځان خلاص کړ او د افغانانو له اوږو یو دروند بار کښته شو چې وړاندې له دې به پاکستان له هغه څخه له افغانستان سره په سیاسي معادلاتو کې د یوې فشار آلې په توګه کار اخیست.

سربېره پر دې پاکستان یوازې د درملنې له لارې هر ورځ له افغانستان څخه میلیونونه عاید ترلاسه کاوه. درې کاله وړاندې افغان حکومت جدي هڅې پیل کړې چې په پاکستان کې د افغانانو د درمنلې لپاره ښه بدیله لار پیدا کړي چې په دې برخه کې هم یو لړ مثبت بدلونونه محسوس دي. په کوردننه خصوصي سکتور ته وده ورکړل شوه او په دولتي روغتیايي خدمتونو کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی.  په دولتی او شخصي روغتیايی مرکزونو کې د پاکستاني درملو پر ځای هندي او د نورو هېوادونو تولیداتو ته لومړیتوب ورکول کیږي، په داسې حال کې چې افغانستان د پاکستاني درملو لپاره لوی او تود مارکېټ بلل کېدا.

پخوا به پاکستان هر کله د ډیورند کرښې پر اوږدو کې افغان دولت ته ننګونې جوړولې خو افغان پوله ساتو ځواکونو په لومړي ځل پاکستاني پوځیانو ته خپلې وړتیاوې ور ښکاره کړې چې اوس د پخوا په پرتله د ډېورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو پوځي تحرکات د پام وړ را کم شوي.

پاکستان اوس په نړیوال سیاست کې هم له سترګو لوېدلی هېواد دی او نړیوالو ته د ترهګرۍ د یوه ملاتړي هېواد په توګه ور معرفي شوی.  امریکا چې د پاکستان لوی ملاتړی زبرځواک هېواد و، د پاکستان د دوه مخي چلند له وجې نور پر دغه هېواد، هغه پخوانی باور له لاس ورکړی. ښکاره بېلګه يي دا وه چې  د پاکستان حکومت د ترهګرۍ په پلمه د مبارزې لپاره د امریکا له مالي مرستو محروم کړای شو.

د ترهګرۍ پرضد د اسلام آباد دوه مخي چلند په نړیواله کچه دا باور رامنځ ته کړی چې پاکستان تر اوسه د ترهګرۍ پر وړاندې، هېڅ راز اقدام نه دی کړی او له ترهګرۍ څخه په خپلو بهرنیو سیاستونو کې د یوې اساسي ستنې په توګه کار اخلي. دا د دې ښکارندويي کوي چې ټول هېوادونه اوس د افغانستان په حقانیت پوه شوي چې د افغانستان او نړۍ د روانو ناخلو ټول امکانات او ریښه په پاکستان کې دي.

دا ټول د تصاف له مخې نه، بلکې د ملي یووالي حکومت په بهرنیو سیاستونو کې له ژورو بدلونونو وروسته واقع شوي. جمهور رییس محمد اشرف غني د تېر حکومت د سیاستونو خلاف له پاکستان سره په اړیکو کې له جدیت کار واخیست  او دې ته يي زمینه برابره کړه چې پاکستان په نړیوال سیاست کې ګوښی او څنډې ته شي. د بروکسېل په کنفرانس کې نړیوال هېوادونه یو ځل بیا د ترهګرۍ پرضد د پاکستان د نه اقدام په تړاو ناخوښي څرګنده کړه او له دغه هېواد څخه يي په کلکه وغوښتل چې له ترهګرۍ سره اړیکې پرې او پرضد يي اقدام وکړي.  په دې سره افغانستان اوس له یوه پیاوړي درېځ څخه له پاکستان سره مقابل دی او پاکستان اړ دی چې له افغانستان سره په سیاسي اړیکو کې بدلون راولي او د سولې په پروسه کې ریښتیني همکاري وکړي. د دې بدلونونو بېلکه دا وه چې په اختر کې يي له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند په برخه کې همکاري وکړه. په همدې سره سولې ته هم هیلې ډېرې شوې او ښايي په راتلونکې کې د پاکستان هکارۍ دوامداره سولې ته په رسېدو منتج شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply