د وخت د ښه مدیریت لپاره اووه مهم ټکي

0 1,216

ژباړه او زیاتونه: عزیزالرحمن روان    

د وخت د اداره کولو لپاره اووه بنیادي او اساسي ټکی د جیم ران له لوري :-

د وخت د ښه مدیریت پیژندل به درسره مرسته وکړي چې خپل ژوند په ښه ډول تحلیل کړې، هر اړخ ته یې تقویت ورکړې، جیم ران یو تر ټولو موثر ویناوال و، ده د وخت د ښه مدیریت او مصرف په اړه معلومات راټول کړل چې د ده معلومات په عمل کې ثابت شوي معلومات دي او په میلیونونو انسانانو کې یې د هڅونې حس پیاوړی (بیا ژوندی) کړی دی .

د وخت د مدیریت لپاره پلان ترتیبول اسان دي، خو په عمل کې یې ثابتول ګران کار دی، لکه بل هر لوی څه چې مونږ تر اوسه هم په خپل ژوند کې بشپړ کړیدی، همداسې د وخت مدیریت دی چې تر ټولو مشکله مرحله یې شروع کول دي، نو یوازې دا هڅه مه کوه چې دغه مرحلې له سره تر پایه ولولې، بلکې هڅه وکړه چې په عمل کې یې ثابتې کړې .

مشکل دا نه دی چې مونږ معلومات نه لرو ، اصلي مشکل دا دی چې زمونږ سره شته معلومات په سم ډول نه شو کارولی او د عمل جامه نشو ور اغوستلی، موږ د معلوماتو په ډنډ کې غرقیږو ، خو د پوهې لپاره له لوږې مرو .

   جیم ران

دا هڅه مه کوه چې خپلې زده کړې نورې پسې ډیرې کړې،  مګر هڅه وکړه چې په عمل کې یې ثابتې کړې .

۱ : – که چیرې د خپل ژوند پلان په خپله ډیزاین نه کړې، نو د دې چانس شته چې د یو بل چا په پلان کې و غورځیږې، نو ته فکر وکړه چې دوی به ستا لپاره څه پلان کړي وي ؟ بس له دې زیات نه .

د خپل ژوند تحلیلول د دې بیانیې لپاره یوه غوره لاره ده چې وایي (ژوند ته اجازه مه ورکوه چې تاته راشي بلکې هڅه وکړه چې پخپله یې موجود کړې) یوه بېړۍ چې له پلان شوي منزل مقصود څخه پرته خپل ځای پریږدي، نو هیڅکله به هغه ځای ته چیرته یې چې هدف وي ونه رسیږي او په سمندرونو کې به په بې هدفه ډول سرګردانه ګرځي. همداسې انسانان چې هدف ونلري لیدلوری یې معلوم نه وي ژوند یې بې معنا دی .

موږ هره ورځ ښه پریمانه وخت لرو ، نو له دې وجې د وخت مدیریت د ورځې مدیریت دی، چې دغه د وخت مدیریت به تا دې ته چمتو کړي چې پلان شوی ژوند ولرې، او ورځ تر بلې به پرمختګ وکړې، چې په دې وپوهیږې چې څنګه خپل هدفونه لاسته راوړې  .

۲ : – په کاعذ باندې یې ولیکه: – خپل هدفونه او هیلې دې ولیکه دا لیکل کیدای شي په یو ه پُرزه (سند)، یو پروګرام يا د زوړ قلم له لارې د یو کاعذ پر مخ وي . مګر دا یو اختیار نه دی، کله چې مونږ هدفونه لیکو نو دلته یو ځانګړي څه پیښیږي . دماغ دغو موخو ته د عملي کیدونکو مراخلو په حیث ګوري ، نه یوازې داسې هیلې او خوبونه چې مونږ پخپل وزګار وخت کې لرو ، زیات خلک عواړي چې بریالي شي ، د لویو کارونو هیلې لري ، خو هیڅکله یې لیکلي نه دي .

په پاملرنې سره د ژوند ته پلان جوړ کړه ، او په ریښتینې ډول یې یې د کاعذ پر مخ ولیکه ، دغه لیکل به تا یوې بلې مرخلې ته چې د خپلو لیکل شوو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره پلان جوړونه ده رهبري کړي .

۳ – که چیرې د خپل وخت کنترول نه کړې ، نو وخت به تا په خپله کنترول کړي .

آیا کله د داسې ورخ هم تجربه کړیده چې د خپل وخت ته پلان نه وي جوړ کړای او د شپې یې په اړه فکر کوې چې تا نن هیڅ نه دي ترسره کړي ، همدا ډول د ډیرو خلکو ژوند همداسې تیریږي ، دوی د خپل ژوند او وخت لپاره کوم ځانګړی پلان نه لري .

ستا انتخابونه در نه هغه څوک جوړوي چې ته یې جوړیدل عواړې ، نو هرې لحظې ته د  د یو انتخاب په حیث وګوره یو داسې انتخاب چې ته یې تصمیم نیولی وي چې په هغې سره یې ترسره کړې . که چیرې ته دا کنترول کړې چې څرنګه د خپل وخت مصرفوې نو ته بیا کولای شې چې خپل بریالیتوبونه او ناکامۍ کنترول کړې .

۴ که چیرې د یو څه کړل آسان وي ، د هغې نه کړل هم آسان دي.

مونږ پخپله لکه ماشومان  داسې یوو ، دا ډیر ساده دی ، ولې زه باید ددې لپاره پلان جوړ کړم ، یا به یې همدا اوس ترسره کړم . دا په ثبات رسیدلي ده چې مونږ یو کار د یو وخت نه بل وخت ته پریږدو په بیا ، بیا یې پریږدو ، ځکه په ساده ډول چې د څه ترسره کول آسان دي ، د هغې نه کړل هم آسان دي . مونږ پخپله د  هغو شیانو یو تولید یوو چې په دوامدار ډول یې کوو . دا ترکیب شوی اعیز د درن هاردي پواسطه د یو ساده اصل په شان داسې جوړښت موندلی دی . ( هر یوازینی کار چې یې مونږ ترسره کوو ، فرق نه کوي چې څومره کوچنی وي که یې مونږ ډیر ځله په بیا بیا ترسره کړو ، نو ددې نه به یو تر ټولو غټ تولید جوړ شي )، واړه شیان چې مونږ د هغې نه تیریږو او نه یې ترسره کوو ،ځکه چې مونږ د هغې لپاره پلان نه لرو ، بلاخره د دغو واړو کارونو څخه په اخیر کې يو غټ کار جوړیږي چې بیا مونږ مجبور یوو چې هغه وکړو ، چې بیا به د هغې ترسره کول ستونزمن وي.

۵ د ټینګې عوښتنې د درک یا د احساس نه بغیر مطلوبې عوښتنې خپل ارزښت بایلي.

که چیرې د وخت پلان نه کړې نو هدفونه د په خپل منطقي ترتیب / تایم لاین نه راځي ، د هدفونو لپاره د وروستیو کرښو لرل د ټینګې عوښتنې یو حس / درک رامنځته کوي ، ځکه نو مونږ د یوې میاشتې اوږده پروژه د وروستۍ اوونۍ کې د وروستیو کرښو یا ډیډ لین د ټاکلو له لارې مونږ کولای شو چې دا د یوې میاشتې اوږده پروژه په ډيرو کمو اوونیو کې ترسره کړو ، چې  د هدف لپاره د وروستۍ کرښې لرل زمونږ هدف ډیر جدي معلوموي او د به د یو هڅونکي په حیث کار وکړي ، تر څو مونږ خپل هدف بشپړ کړو.

د خپلو خوبونو په حقیقت بدلولو لپاره د وروستۍ کرښه وټاکه کنی دا به خوبونه نه وي دا به یوازې تش هیلې وي، چې هیڅکله به  حققت ونه مومي.

۶ – د هدفونو د ترتیبولو هنر د مطالعه کړه : – هره ورخ د تیرې ورځې د تمرکز نه بغیر د په تازه ډول خپل هدفونه ولیکه ، دا د بې ګټې شیانو د له منځه وړلو لپاره یوه ښه طریقه ده ، په خپلو ریښتینو هدفونو د بیا تمرکز وکړه . تمرکز یو داسې څه دي چې د نن ورځې په ټولنه کې کمښت لیدل کیږي.

په ورځينې بنیاد د خپل هدفونه بیا وګوره ، تر څو دوی لا تقویه کړې او په عملي ډول یې وپیژنې . دیرک میلز زمونږ لپاره یو ورځینی ستندرد سیستم پیشنهاد کوي ، چیرته چې مونږ په ضروري ډول د اوږده وخت هدف په لور کار نه کوو ، مګر په ورځنیو هدفونو تمرکز کوو چې بلاخره د اوږده – وخت په بریاوو بدلیږي.

۷ : – مونږ ټول یو ډول وخت لرو ، د وخت وژل قتل نه دی ، بلکې د وخت وژل یوه ځان وژونکې حمله ده  .د یو شتمن ريښتینی راز دده ځیرکوالی نه دی دده ریښتینی راز د وخت مدیریت دی.

چیرته چې یې هملته یې پیل کړه هیڅ خبره نه ده چې ته اوس چیرته یې ، ۹۰ ٪ میلیونران خپل کارونه په ناڅاپي ډول پیل کړیدي . د بریالیتوب اصلي کیلي دا ده چې زیات کار په لویه نظریه ترسره کړې چې دغه د وخت اداره کول دي ، هر کوچنی کار لپاره د پلان جوړ کړه هيڅ خبره نه ده چې څومره ساده ده.

ته کولای شې خپل ژوند په شاوخوا په درکړل شویو شیبو بدل کړې ددغې بدلولو تر ټولو غوره طریقه د وخت مدیریت دی.

په ساده ډول یې پیل کړه ، یوه کتابچه د ځان سره ولره چیرته چې ته پکې د وخت هر ساعت لیکي چې ته یې څنګه مصرفوي ، په هر څه چې د وخت مصرفوې هغه لیکه په اخیر کې به ته ووینې چې ستا زیات وخت چیرې ډیر مصرفیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply