لوی وطن به جوړېږي/سمیع الله صدیق

0 624
ځیني خلک،چې ځانونه د لوی افغانستان مدافعین بولي او په عیني حالت کې په غیر ارادي توګه داسې څرګندونې کوي، چې نه له عقلي پلوه معقولیت لري او نه هم له قانوني اړخه اصولیت لري.
پدې ورستیو کې ځینو مغرضو او عقده مندو اشخاصو ګنګوسې خپرې کړې، چې ګواکې افغان حکومت د سولې په مقابل کې له پاکستاني اړخ سره د ډیورنډ تپل شوې غیر مشروع کرښه په رسمیت پېژندلې.
زه وایم اول خو هیڅ داسې افغان نشته، چې د سر په بدل کې خپل خلک،خپله خاوره، خپل هویت او خپل ناموس په چا وپلوري، بلکې افغانانو تل سرونه تر دې ارزښتونو ځار کړي او ځاروي یې.
له بله اړخه د هیواد په اساسي قانون کې د ولسمشر واکونه په واضح توګه بیان شوي، هیڅ داسي ماده یا فقره پکې نشته، چې ولسمشر دې دا واک ولري، چې یوه لویشت خاوره او یا د یو افغان هویت په بل ملک خرڅ او یا معامله کړي.
اول خو داسي کیدای نشي،ځکه زما په آند تر بل هر افغان زموږ ولسمشر پر افغانیت او خپله خاوره مین شخصیت دی او تر بل هر چا په دې برخه کې قربانۍ ته تیار دی،خو که بیا خدای مکړه داسي وکړي نو دا کړنه به هیڅ راز قانوني حیثیت ونلري.
د تاثر ځای دادی چې زموږ ځیني لوستي او فعال ملګري هم د دې تبلیغاتو تر سیوري لاندې راغلي او پدې اړه له کرکې ډک تبلیغات کوي، زه وایم دوی باید د هر ناروا او زهرجن تبلیغ په اړه خپل ماغذه په کار واچوي او په معقول شکل یې ځواب ووایي.
ډیورنډ تپل شوې کرښې پر وړاندې زرګونو افغانانو خپل سرونه قربان کړي او قربانوي به یې،دا کرښه نه د افغانانو لپاره کله موجوده وه او نه به شي، لر او بر افغانان ټول د یو هیواد،یوه تاریخ او یو فرهنګ وارثان دي او دا حق له هیڅ افغان څخه څوک نشي اخیستلای.
د وخت فرعونان په دې ندي توانېدلي،چې حتا کرښه معلومه کړي او ککرۍ یې پکې خاوري شوې،که بل فرعون د دې هڅه وکړي بیا به یې هم ککرۍ خاورې کېږي.
ژوندی دې وي لوی افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply