کـونړ د سیاحت لـپاره وړ ټاټوبی/ حشمت الله ژمن

0 1,473

حشمت الله ژمن

کونړ د فرهنګ او ګرځندوی آمر

زموږ ګران هیواد افغانستان لرغونی او روښانه تاریخ لري چې همدې ارزښتونو ته  په پام د توریزم او ګرځیدنې لپاره مهم ټاټوبی دی، خوپه دې وروستیو لسیزو کې پردیواو خپلمنځیو جنګ جګړو، بې کارۍ ، لوږې، د اړین آمن نشتوالی او ورته عوامل هغه څه دی چې دتوریستي خدمتونو په لاره کې یې د مهمو خنډونو په توګه یادولی شو.

کونړهم د هیواد په ختیځ کې پروت یوغرنی ، سرحدي ولایت دی او د ګاونډ پښتونخوا سره نږدې دوه سوه شپږپنځوس کیلو متره تړلی اوږده پوله لري چې، د مرکزاسداباد په ګډون شپاړس اداري واحدونه لري او ښکلو طبعي منظرو، لرغونواو تاریخي ځایونو، څپانده سیندونو، زړه راښکونکو منظرو، شینکي باغونو ، خوړونه او شنوځنګلونو په درلودلو سره دکورنيو اوبهرنیو سیلانیانولپاره یوه مناسبه ، زړه راښکونکي او د لیدو وړ سیمه ده.

د کونړنورګل ولسوالۍ مزار دره د ناوي ګټ تاریخي او لرغونې سیمه چې تاریخي مخینه لري،په سیمه کې د تاریخي شواهدواوپاتې اثارو هسې بریښي، چې د لته هم بودايي مدنیت تير شوې،دناوي ګټ په مرمرینو تیږوکې جوړ شوي بودان،رسامۍ او ډبرلیکونه يې د بيلګې په توګه یادولې شو. د یادولو ده، چې دیادې سیمې څخه بتان دلومړیولیسزو کله چې دوخت دولت له کونړه کډه وکړه،او دمجاهدینو په نوم تنظیمي ټوپکوالو په سیمه کې اغیز پيداکړ،ویستل شوي او وړل شوې،د ولسواکې دورې نږدې اته وو کلونو پورې په مرمرینو تیږو رسامۍ او ډبر لیکونه پاتې وو،د دولت اړونده ادارې د یو تن سره د مرمرینو ګټو د ویستلو او لیږد قرار داد وکړو،له اطلاع وروسته کونړ اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست سیمې ته پلاوی ولیږه او کاریې بند کړ،قرار دادي په بیا ځلي ډول د ګټو د ویستلو امر واخیست،په یاده سیمه کې ډبرلیک چې هماغسې پاتې وو په غیر فني ډول ګټه ماته او لیک يې اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست ته راوړو،چې اوس په درې ټوټوکې پروت دي. دناوې ګټ په شاوخواه کې د بودايي ودانیو دبنسټ ګټې لاهم شته دی،چې ګومان کیږي دلته يې کلي او کورونه اباد وو. اوسنۍ مزار دره ،زړه راښکونکي منظرې لري،چې په غرونواو شینکیو پوښل شوې او دښکلا یوه ښه بيلګه ده. دڅوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل دره،هم زړه راښکونکی منظر دی،د درې په بر سرکې د چلس په نوم سیمه چې د نښترو ګڼ ځنګلونه ،دسیل او سیاحت لپاره بې جوړې ښکلي ځایونه لري.  دنرنګ ولسوالۍ باډیل دره او دلمټک غونډۍ چې دلوی خان غازي میرزمان خان کلی او میشت ځای و، دخاص کونړ ولسوالۍ دراسا دڅپو شور ترمنځ د شنو بوټو جوړه شوی بیله چې پراخه ورشو ګانو یې ښکلا لا زیاته کړیده، د تنرستره غونډۍ هم په خپل ذات کې دخلکو پام راګرځولی دی.

د سرکاڼو ولسوالۍ، پشد سیدانو کلی، ښکلی بیله ،نواپاس ته غزیدلی شنې سیمې او د شونکړۍ دره ، د مرکز اسداباد سالارباغ ،یارګل بیله، ماڼوکلي ،کڅۍ او شابازۍ ناوونه او دغره لوړې څنډې، د دوشاخیلوښکلی او په شنوباغونو پوښل شوی سیمه ، دمروري ولسوالۍ نه ترغاښې پاس کنډو پورې د شنو ځنګلونو واورینه اوښکلی لاره ، د وټه پورولسوالۍ ، دهوزاو ګمبیرسیمې ، د دره پیج ولسوالۍ ماڼوګي او چپې درې شنه اولوړ دنښترو ځنګلونه،یخې چینې ،پراخه دچارمغزو او مرخڼو ونې، ځانګړې منظري او د وړوکي سندریز سیند غاړې ، د شیګل او شلطن ولسوالیو په زړه پورې سیمې دشینکوړک شینکي میوه لرونکی باغونه ، دپریمانه اوبو شړهار او دغرونو سلسلی، داسمارولسوالۍ د غوړاسکو په زړه پورې سیمې او رودونه ، د دانګام ولسوالۍ د ډیره کۍ او بن شاهي سیمه چې دګاونډ پښتونخوا سره تړلی پوله ده بې شانه ښکلی او واورینې غونډۍ ، دناړۍ اوغازي اباد ولسوالیوبیلابیلې سیمې چې د نورستان ولایت او چترال سره  نږدی واقع دي له هر اړخه دتوریزم او سیاحت لپاره خورا مهمې دي.

دچغان غونډۍ چې دپیج درې او اسمار درې په خوله کې واقع ده تاریخي مخینه لري،دتاریخ په بنا چې په دغه غونډۍ د ننګر پاچا پاچاهي وه، دده یو وزیر چې شامیر نومیده په اوسني وټه پور ولسوالۍ کې د،،شامیرکوټ،په غونډۍ اوسیده،کله چې هلاکو اوسني کونړته راغی،په ننګر يې حمله وکړه،او ننګرپاچا له دغه ځایه ننګرهار ته وتښتیدو،چې اوسنې ننګرهار دهماغه پاچا،،ننګر،،د نامه سره تړاو لري،ننګر ښار وو ،،ښار،،د وخت په تيریدو په ،،هار،،بدل شو. دچغان تاریخي غونډۍ اوس دولتي امنیتي پوستو نیولې او شامیر کوټ لا د انقلاب وړاندې د وخت جابروپه خپل نوم کړي او شخصي ملکیت ګرځيدلی دی.

په اسمار کې د سانکۍ پوسته چې د اسلام وړاندې جوړه شوې وه،او اوس هم دیوې امنیتي پوستې او څار ځای په شکل خو په یو ډول نوې بڼه جوړه شوې او امنیتي پوسته ده. که د کونړ ولایت په یادو سیمو او بیلابیلو اداري واحدونو کې توریزم ته پاملرنه وشي نود کونړ ښکلی دری او سردری، نڅیدونکی مست او سندریز سیندونه ، یخې چینې د بیلابیلو مرغانو اوازونه او خوږې اوبه یې د هیواد، سیمې او نړۍ دسیلانیانو توجو راجلب کولای شي .

که څه هم په کونړکې نورو سیموپه څیر د عقیدتي توریزم لپاره مناسب ټاټوبي او دباور وړ زیارتونه وو،خو کله چې مجاهدینو په هيواد سیوری پریویست تر ډیره له زیارتونو سره عقیدت پای ته ورسیدې تر دې چې ودانۍ يې ویجاړې او دقبرونو شناختې يې ړنګې شوې،په ځینو سیمو کې یو نیم زیارت په خپل حالت پاتې دي،لکه په مرکزاسداباد دمکلی کې دخورسلین بابا زیارت ، خاص کونړ ولسوالۍ کې د حضرت غفران رح مسجد او زیارت،په وټه پور ولسوالۍ شینګام کلي کې د ملاصاحب بابا زیارت چې خپل زاړه حالت پاتې دي د نورو یواځې نومونه شته خو ولي قبرونه يې هم هوار شوي دي. نشته خو! کونړ په رښتیني توګه د توریستي بوختیا لپاره وړ اومناسب امکانات لري چې دغرونوپه لمنو او دسیندونو په غاړو کې یې دهوټلونه او میشتغالو ځانګړي اسانتیاوې برابریدای شي . که د توریزم دې صنعت ته پاملرنه وشي نو دولایت په کچه به عاید لوړتیا ومومي اوزیات شمیر وګړو ته به مو دکارموندنې زمینه برابره شي .

اوس چې په نړۍ کې دزیات شمیر هیوادونو دملي عایداتو پوره او غوښنه برخه دګرځندوی صنعت او په هغې پورې د تړلو چاروله برکته ترلاسه کیږي نو زموږ هیواد هره سیمه په تیره کونړ چې یوغرنی ولایت دی او د طبعي چاپیریال مینوال هم لري ، دولتي او نادولتي خصوصي پانګوال دې د توریستانولپاره مناسب ټاټوبي ، ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې، او دچټکي ودې لپاره کار وکړي، دهمداسې یوې ورځې په ارمان چې کونړ هم دهیواد او نړئ د توریستانو کوربه او جوګه واوسي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply