زورواکان دې محاکمه شي/ محمد بشیر یوسفزوی

0 665

زورواکان که هر قوم او سیمې ته منسوب وي هغوی د طالب، داعش او نورو ترهګرو ډلو په څېر د هېواد او خلکو دښمنان دي او ښایي چې له هغوی سره  د دښمن او مجرم په څېر چلند وشي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري له نیول کېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

زورواکان چې د قانون د حاکمیت پر وړاندې تل خنډ وو او خنډ دي، نو پکار دی چې اول پر دوی قانون تطبیق شي او هر څوک چې د دوی په ملاتړ ودرېږي، لارو او کوڅو ته راوځي، خلکو او ملي تاسیساتو ته د زیان اړولو کوښښ او ګواښ کوي، نو هغوی دې هم مجازات شي. تر هغو چې د زورواکانو زور اوبه او د دوی ملاتړي ونه ځپل شي، نو تر هغو به مو ټولنه او خلک له بې قانونۍ څخه کړېږي.

په فاریاب کې د جنګیالي نظام الدین قیصاري له نېول کېدو وروسته یو شمېر غیر مسوولو وسلوالو او خلکو د هغه په ملاتړ په لاریونونو لاس پورې کړ او په پایله کې یې دولتي تاسیساتو ته اور ورته کړ او د ولسمشر عکسونه یې راښکته کړل او وې سوځول.

حکومت ته ښایي چې په هره سیمه کې د زورواکو د نیولو او د وضعیت د کابو ساتلو لپاره مخکې له مخکې تدابیر ونیسي او هیچاته د دې اجازه ورنه کړي چې په دغسې لاریونونو او یا عامه تاسیساتو ته د زیان اړولو هڅه وکړي او که هر څوک داسې کوي، نو د قانون مطابق باید داسې مجازات شي چې د نورو لپاره عبرت وګرځي.

زورواکانو د ولس په ستوني پښه اېښې او د دوی وینې زبېښي، ځکه د خلکو جایدادونه یې په  زور غصب کړي. خلک یې په بېلابېلو پلمو ځورولي، په هغوی یې باجونه تړلي. شمتنۍ یې لوټلي او هر ډول د مرګ تهدید یې ورته کړی دی، له همدې امله ولسونه د حکومت د هغه اقدام چې په دې وروستیو کې یې د زورواکانو پر وړاندې کړی پراخی هرکلی کوي او په ډېر ټینګار د زورواکانو د محاکمې غوښتنه کوي.

زورواکان نه په ټولنه کې کوم اساس او رېښه لري او نه هم رښتیني او واقعي پلویان او ملاتړي لري. دغه د ګوتو په شمېر کسان چې د دوی په ملاتړ غږ پورته کوي دوی ځینې مجبوریتونه لري یا یې ګټې په دوی پورې تړلي یا هم د بېلابېلو دلایلو په اساس مجبوره دي، ځکه اکثرو یې په خپلو سیمو او کلیو کې له خلکو سره ظلمونه او جنایتونه کړي او د خلکو له وېرې له زورواکو پورې ځانونه پټوي او دوی وېرېږي چې که د زورواکو ملاتړ له ځانه سره ونه لري، نو محاکمه به شي، نو له دې امله د زورواکانو ځپل د هېواد او ولس په ګټه دي.

تر هغو چې زورواکان ونه ځپل شي، محاکمه نشي او د خپلو بدرنګه اعمالو په سزا ونه رسول شي، تر هغو به نه خلک د ارامۍ ساه واخلي، نه به خلک ځانونه خوندي وګڼي او نه به هم د قانون حاکمیت او د نظام ټینګښت پراختیا ومومي، ځکه د هېواد په اکثره برخو کې زورواکان د قانون او نظام د ټینګښت مخه نیسي او ننګوي یې. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply