د عربستان د غونډې پر ضد د طالبانو د اعلاميې په غبرګون کې

0 644

سید عبدالله پاچا 

طالبانو يوار بيا مخکې تر مخکې د سعودي عربستان د غونډې پر ضد اعلاميه خپرې کړې ده. دوئ څو موارد راخیستې او خپله جګړه يې پرې روا بللې ده.

اول: طالبانو د افغانستان روانه جګړه فرض العين جهاد بللی دی. دا جنګ يې په اصطلاح دفاعي جهاد بللی دی، او په لومړي مورد کې يې ليکلي چې د يرغل په مقابل کې جنګېږي.

تاسو خبر ياست څه موده مخکې درې نيم زره ديني علماء کرامو له کابله د روان جنګ په اړه فتوا صادره کړه، او دا جګړه يې فتنه وبلله، ځکه ټول زيان يې مسلمان ملت ته رسېدلی دی. دوئ هره خبره د قران او د الله تعالی د حکم پر بنسټ وکړه، بيا يې پسې خپره کړه. نه يې د طالبانو په څېر بې اعتباره مستندونه ونه کارول، ښه په پوره فصاحت او وضاحت سره يې د قران او د شريعت د اصولو له مخې د جهاد او روان جنګ توپير ډاګيز کړ. هغوئ وښوده چې روان بغاوت نه جهاد نه بلکې فتنه ده.

دويم: طالبانو ليکلي روان جنګ بين الافغاني يا قتال بين المسلمين نه دی. طالبانو ادعا کړې که دا جنګ بين الافغاني وای، په زرګونه امريکايي عسکر به نه وژل کېدی، او لسګونه زره نور به ژوبلېدلی نه.

طالب ته دا عسکر، دا بې چاره ولس ماشومان او ښخې چې هره ورځ يې دوئ په ځانمرګو بريدونو او چاودنو کې وژني، افغانان نه ښکاري. دوئ دا پنځوس ميلونه وګړي په کفار تېر کړي، او دپاسه يې پرې د مرګ فتوا ورکړې ده. طالبان دا نه مني چې د دوئ جګړې په زرګونه بېګناه افغانان ووژل او دغومره نور يې ژوبل کړل. بله بې بنسټه ادعا يې دا ده چې په زرګونه او سلګونه زره بهرنيان يې وژلي او ژوبل کړيدي.

تاريخ شاهد دی چې طالبانو يواځې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې څومره افغانان وژلي، په ټول هېواد کې د روانو ۱۸ کلونو په بهير کې بهرنيانو ته دومره زيان نه دی رسېدلی. دوئ د بهرنيانو پر ضد د جګړې فتوا صادره کړې، خو سراسر ډز او بريد يې د خپل وطن پر بېچاره ولس دی. تاسې وګورئ د طالبانو له جنايته ډکې جګړې، د امريکا ښار خراب کړ، که د افغانستان؟ د امريکا ښوونځي، عامه شتمني او سړکونه يې وران کړل، که د افغانستان؟

تاريخ د دې شاهدي اداء کوي چې طالبانو پر ۲۰۰۷ کال د اپريل په مياشت کې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې يو اټيالوی خبريال او يو افغان خبريال اجمل نقشبندي ونيو. دوې ورځې وروسته يې د يوې معاملې له مخې بهرنی خبريال خوشي کړ، او د افغان خبريال اجمل نقشبندي سر يې د هلمند په بله ولسوالۍ ګرمسېر کې ترې پرې کړ. هغه مهال هلته قاتل او ظالم قوماندان ملا دالله حاکميت درلود. د ملا دادالله يوه وياند شهاب الدين اتل په ډېر وياړ رسنيو ته خبر ورکړ له نقشبندي څخه يې سر غوڅ کړ.

دلته له ورايه وضاحت موجود دی چې طالبانو له يوه مسلمان خبرياله سر پرې کړ، او يو کافر خبريال يې خوشي کړ. دلته بيا څنګه دوئ ويلی شي چې دا جګړه بين الافغاني نه ده. دا څنګه جهاد دی چې له مسلمانه سر پکې پرې کېږي، او کافر خوشي کېږي. سره له دې چې طالبان اصلاً د هيڅ خبريال د وژلو حق نه لري، هغه که کافر وي، که مسلمان، ځکه خبريال بې وسلې سړی دی.

طالبانو دلته بيا د دويم مورد په يوه برخه کې له ولس څخه سوء استفاده کړې او ليکلي يې دي چې ولس د امريکايانو پر ضد جهاد اعلان کړی، په داسې حال کې چې ولس هيڅکله د جګړې اعلان نه دی کړی، او دا دی تاسې ګورئ ټول ولس سوله غواړي. طالب ته چې کله ولس د سولې غوښتنه وکړي، طالب د امريکا د جاسوس تور پر غوټه کړي، خو دلته بيا ډېر بربنډ درواغ وايي چې ولس د جګړې اعلان کړی. دوئ ته پنجاب، روسيه، او ايران چې دا جګړه يې روانه کړې ده، افغان ولس ښکاري.

دريم: طالبانو د خپلې اعلاميې په دريم مورد کې افغان حکومت ته په خطاب کې ليکلي چې د امريکايانو په ملاتړ، د اسلام، ولس او وطن پر ضد جنګېږي. طالبانو افغان امنيتي ځواکونه اجيران بللي، او ادعا يې کړې چې دوئ خپلواکيت نلري، او په اصطلاح د جهاد لپاره خنډ دي.

د طالبانو د دې خبري په تړاو چې حکومت د اسلام، وطن او خلکو پر ضد جنګېږي، د جګړې اړخونه توپير کړئ، چې څوک اسلام وطن، او خلک ساتي، او څوک يې پر ضد جنګېږي. ايا حکومت تر ننه په مسجد کې ځانمرګی کړی، ايا حکومت ولسي خلکو ته ماين پټ کړی؟ ايا حکومت په ښارونو کې چاودنې کړي؟ ايا حکومت له ولسي خلکو د موچي په تار سرونه پرې کړي؟ ايا حکومت ښوونځي سوځلي؟ ايا حکومت پخې لارې خرابې کړي؟ ايا حکومت پلونه، او پلچکونه نړولي؟ ايا حکومت د خدای (ج) حکم او د سولې امر رد کړی؟

کله چې دا ټول کارونه حکومت نه وي کړي، او طالبان يې له ۱۵ کلونو راهيسې ترسره کوي، بيا تاسې فکر وکړئ چې چا له اسلام، وطن او خلکو سره دښمني پيل کړې؛ طالب که حکومت!؟ په دې مورد کې همدا سپړنه کفايت کوي.

څلورم: طالبانو ليکلي چې په اصطلاح اسلامي امارت ترهګره ډله نه ده، بلکې، د افغانستان د دېرش ميلوني ولس، د اسلام غوښتنې، او استقلال غوښتنې د مبارزې نوم دی. بله ادعا يې دا کړې چې دا مهال د دوئ امارت د افغانستان پر ۷۰ سلنه خاوره حاکميت لري، او غواړي، له نړۍ سره دوستانه اړيکې ولري، د سولې غوښتونکی دی او يو خپلواک نظام يې هدف دی.

طالبانو هغه ډله چې پر مسجد، بريد کوي. پر لمانځه ولاړ خلک وژني. د بېګناه ولسي وګړو په منځ کې چاودنې کوي. د خلکو له کورونو د جګړې سنګرونه جوړوي. ځانمرګي بريدونه چې قطعاً حرا دي، ترسره کوي يې، د اسلام او استقلال د مبارزې نوم ورکړی دی. دا څه ډول اسلام دی چې اول بريد يې پر اسلام دی، او دا څه ډول استقلال دی، چې له پنجاب، روسيې او ايران څخه وسلې او چاودېدونکي مواد اخلي او د خپلو خلکو او وطن پر ضد يې کاروي.

د طالبانو بله درواغجنه ادعا دا ده چې وايي د هېواد پر ۷۰ سلنه خاوره حاکميت لري. اول دې دوئ دا په ډاګه کړي چې دا سروې چا وکړه، د کوم ماشين له مخې وشوه، او دوئ چېرته کوم ولايت په لاس کې لري؟ که دوئ غرونه، او دښتونه يادوي، هلته خو هسې هم دوئ د افغان سرتېرو له وېرې د شپه تېر ځای نلري. بيا يې ليکلي چې يو خپلواک نظام يې هدف دی. د شرم ځای دا دی چې دوئ د افغانستان د خاورې د قبضګر، زموږ د خلکو د سل کلن مضر دښمن او د انګرېز د مزدور پاکستان په امر جګړه کوي، د هغه په امکاناتو دلته خپلواک نظام جوړوي، دا کوم ډول منطق دی؟

پنځم: طالبانو بيا د ننواتو په ډول عربستان ته خطاب کړی چې ګنې هلته د جوړېدونکې غونډې ديني علماء به د طالبانو د جګړې ملاتړ کوي، او په اصطلاح دا جګړه به روا ګڼي. دوئ بيا غوښتنه ترې کړې چې زموږ د ولس لاسنيوی به کو،ي او د ولس تر شا به درېږي.

دلته د طالبانو له دې خبرو ښکاري چې سخت وېري نيولي دي. دوئ پوهېږي که عربستان د دوئ له جنايتونو ډکه جګړه بيا هم ناروا اعلان کړه، بيا به دوئ کوم ډول پنجابي دلايل او درواغ ورته تراشي. بيا يې ليکلي چې عربستان دې، د ولس لاسنيوی وکړي، دوئ د ولس لاسنيوی دې ته وايي چې عربستان ووايي، روانه جګړه دې جاري وساتل شي. دوئ هر څه په ولس پورې تړي، په داسې حال کې چې ولس له دې جګړې په دماغي مشکل اخته شوی، ترې ستړی شوی، او نفس يې ترې تنګ شوی دی.

په اخر کې يې خپلو جګړه مارو ته د انګېزې ورکولو په ډول ليکلي چې ګنې دا ډول غونډې چې د اسلامي نړۍ ستر ديني علماء پکې راټوليږي، او له جګړې څخه د مسلمان ملت د خلاصون په پار د حق ږغ پورته کوي، د دوئ پر جګړ هيڅ تاثير نلري، او نه به دوئ د هيڅ عالم، او مسلمان ملت ږغ واوري. ليکلي يې دي چې جګړه به يې د امريکا تر ماتې پوري روانه وي. له دې ښکاري چې يانې نعوذبالله خدای پاک هم ورته ووايي چې نوره جګړه بس کړئ، لا دوئ به يې ونه مني، او وبه وايي چې دا دسيسه ده.

طالبان چې ما پېژندلي هغه غلام، جاسوس، او جاهل افراد دي چې پېغمبر عليه السلام ورته راشي، لا به يې دوئ خبره ونه مني. طالبان د اسلام او وطن پر ضد له روانې جګړې پرته بل هيڅ مقدس ارزښت ته درناوی نلري. اخري خبره مې دا ده چې طالبانو نور د ناکامۍ په داسې بېړۍ کې د سپېرېدو په حال کې دي چې نه به يې نوم څرګند شي، نه يې نښان. که عربستان د دوئ د جګړې فتوا صادره کړ، بيا به نو نور د پنجاب فتوا پر دې ملت ونه چليږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply