جمعتیان دوستم غولوي او کمزوری کوي یې

0 581

جمعتیان دوستم غولوي او کمزوری کوي یې
ودان روښان

پخواني جنګسالار له یو ځانګړي فرصته ګټنه ونه شوه کړی او سخت وغولید. هغه بله ورځ مې له یو اوزبیک انډیوال سره بحث درلود، سره له دې چې اوزبیک انډیوال مې د نظام الدین قیصاري په نیول کېدو خوا بدی و او ویل چې نه ښایي هغه سره دغه ډول چلند شوی وای، هغه د طالبانو مخه نیولې وه، زرګونه پلویان لري … دا… او… دا ….
ما ورته وویل چې زه له تا یوه پوښتنه لرم او دا مې هم ور زیاته کړه چې دې پوښتنې ته د خپل وجدان له مخې ځواب راکړه ژمنه یې وکړه چې سمه ده. ما وپوښتل هغه عمل چې دوستم د خپل قوم له یو سپین ږیري او مخور (احمد خان ایشچي) سره کړی لومړی دا ووایه چې دا دروغ دي که رښتیا؟ او بله دا چې هغه څوک چې د خپل قوم له یو سپین ږیري سره دغه ډول عمل وکړي هغه هم حق لري چې ځان د خپل قوم مدافع وګڼي؟
اوزبیک دوست مې یو سوړ اسویلی وایست لومړی خو یې ومنله چې دا خبره دروغ نه ده بلکې دوستم له ځینو نورو مخورو سره هم ورته عمل کړی دی او بیا یې وویل چې ده څو ورځې وړاندې په خپل کلي کې هم ددوستم دا کړنه خپلو کیلیوالو ته دده په وینا: « به بچه ها یک مثال کرده کي کفتم یعنې یک مثال کرده کي عامیانه آوردم و گفتم یک کسی بدست تو یک سیب چتل، آب و چاقو میدهد معنایش ایست که با اب سیب چتل رابشوی با چاقو پوست کن و بخور اما دوستم معنای این کار رانفهمید از اب و چاقو استفاده نکرد و سیب چتل را خورد که نتیجه اش چنین شد و دولت خوب کرد که اورا تبعید کرد.»
دغه دوست مې وویل چې دا یو استثنایي فرصت و چې دوی( اوزبیکانو) ته په لاس ورغلی و ځکه کله هم د هېواد دویمه څوکۍ اوزبیکانو ته چا نه وه وکړې. ده زیاته کړه چې غوره وه او دوی تمه هم درلوده چې له دغه رامنځته شوي طلایي فرصته باید اوزبیکانو له نورو قومونو په تېره پښتنو سره د ښو اړیکو جوړولو له پاره ګټنه کړې وی چې دا د ټولو په ګټه وه، په دې سره پرمختګ او سوکالي راتله. خو په وینا یې دوستم دغه کار ونه شو کړی او اوس دادی دغه حالت دی… .
زما دوست ډېره په زړه پورې مسله یاده کړه او رښتیا یې وویل، هغه دا چې کله به هم دوستم ته چا دغه ډول څوکۍ نه وی ورکړې. د بېلګې په توګه کله چې دوستم د نجیب حکومت چپه او د احمد شا مسعود ټوپکیان یې کابل ته ننه ایستل او رباني یې د واک پر بې واکه څوکۍ کینولو په بدل کې یې رباني هغه ته هیڅ هم ورنه کړل ان دده دله یې په رسمیت ونه پېژندله او پرضد یې جهاد اعلان کړ. دغه راز، د جمعتیانو او وحدتیانو ترڅنګ د دوستم ځواکونو هم د طالبانو ضد جګړه کې د امریکا په چوبړ کې د پلیو ځواکونو دنده ترسره کړه خو حامد کرزي ایله بیله د ملي دفاع وزارت مرستیالي او وروسته د سرقومانداني درستیزوالي سمبولیکه څوکۍ ورکړه چې ښایي هیڅکله هم نه وي پرې کیناستلی، خو محمد اشرف غني هغه د خپل لومړي مرستیال په توګه غوره کړ. ځینې بیا دا هم وایي چې ښاغلي غني دوستم ځکه خپل مرستیال غوره کړ چې هغه د رایو بانک دی. دغه منطق ځکه سم نه دی چې که دی د رایو بانک هم وي خو دغه بانک پخوا هم ورسره و نو ولې چا دومره لوړه څوکۍ نه ورکوله؟ خو اصلي خبره داده چې ښاغلي غني غوښتل د افغانستان ټولو ورونو قومونو ته که شمېر یې لږ دی یا هم ډېر دغه پیغام ورکړي چې د افغانستان د هر قوم وګړي لوړ مقام ته رسېدلی شي، خو زما د اوزبیک دوست په وینا دوستم ونه شو کولی له رامنځته شوي فرصته ګټنه وکړي. ده له لوړ دولتي مقامه په ناوړه ګټنې سره لومړی قومي پاکونې ته ملاوتړله، پخوانۍ تربګنۍ یې بېرته راتازه کړې، له جمعیتانو سره یې وخوړل وروسته یې په ځینو سیمو کې په لوی لاس ناامنۍ رامنځته او بیا یې د امنیت ساتنې په پلمه خپل پلویان وسله وال کړل او وروسته یې خدای خبر د کوم ګروم(عقدې) له مخې؟ د خپل قوم پر یو سپین ږیري او مخور(احمدخان ایشچي) د ټولو انساني نورمونو او بشري حقونو خلاف له خپلو ټوپکیانو سره ډله ییز جنسي تېری وکړ چې په دې سره یې ځان څه چې ان د افغانستان نوم بد کړ او نړیوالو ته یې د افغانستان ډېر بدرنګه انځور وړاندې کړ.
ده(دوستم) غوښتل د ولسمشر لومړي مرستیال له مقامه په ګټنې سره ځان د هېواد په شمال کې بې سیاله کړي او نور ټول وځپي، د دوستم دغه ناقانوني او خپل سري د ولسمشر محمد اشرف غني نه خوښېده او ډېره هڅه یې وکړه چې مخه یې ونیسي خو هغه چې وایي:«علت ورکېږي خو عادت نه» نو ځکه خو د ولسمشر هڅو کومه ګټه ونه کړه. په مقابل کې یې دوستم بله نخره وکړه او د تېر په شان یې یو ځل بیا قومي ګیلې مانې پیل کړې او په دې توګه یې غوښتل پر ولسمشر فشار راوړي. هاخوا د دوستم خپلسري او پر نورو ډلو زور راوړل جمعتیانو په تېره د بلخ پخواني والي معلم عطا نه شو ذغملی، ځکه هغه ته هم ځان په هنداره کې د بلخ بې تاج او تخته امپراتور ښکارېده پر همدغه دلیل لاس په کار شو. جمعیتان چې په شیطاني، د یو بل جنګولو او د نورو په لاس رامنځته شوي فرصته د ګټنې خورا اوږده مخینه لري، دوی هیڅ میدان په جنګ نه دی ګټلی تل یې په مکر، د بهرنیو استخباراتو په مرسته، دوکه، پیسو او چلول یو ځای نیولی دا ځل یې هم له بېلابېلو لارو دوستم ته دا ذهنیت ورکړ چې ګنې ولسمشر دده قانوني واکونه سلب کړي، باید مهمې څوکۍ دده پلویانو ته ورکړي… دا…او …دا… . دغه سړی چې هسې هم نالوستی دی په سیاست کې خو بیخي نالوستی دی وغولېدلو په دې برخه کې هغو پرچمیانو مهم رول ولوباوه چې په اصل کې اوس هم روسانو ته جاسوسي کوي، د دوستم پر شاوخوا راټول او سرونه یې له ده(دوستم) او … له جمعیتاینو سره دي. جمعیتانو د دوستم له کمزوري په ګټنې سره هغه پر داسې لار روان کړ چې بېرته ستنېدل یې که ناشوني نه و، نو ستونزمن خو و چې په دغه منځ کې د ایشچي مسله رامخته شوه او په ملي انوړیواله کچه یې خورا کلک غبرګونونه راپورته کړل. دې مسلې ولسمشر هم له پیچلي حالت سره مخ کړ خو د هغه عکس د جمعیتانو غوا غبرګه لنګه شوه. جمعیتان چې دوستم په شمال کې خپل سیال ګڼي اوس یې نو د جنګولو او کمزوري کولو خورا ښه فرصت وموندلو.
په ټوله کې د جمعیت او په ځانګړې توګه د عطا او د وستم ترمنځ دوښمني زړې او ژورې رېښې لري. یو ځل معلم عطا ویلي و چې د دوستم په پرتله ملاعمر ورته سل ځله غوره دی(۱) نو اوس څه معجزه وشوه چې عطا شمال ته د دوستم پر راستنېدلو ټینګار کوي مالومه ده چې غواړي په دې سره کړکیچ رامنځته کړي چې بایلونکی یې له تردید پرته دوستم دی او دا ټیک هغه څه دي چې جمعتیان یې غواړي. دا دوښمني یوازې په شمال کې د دوستم او جمعیتانو ترمنځ سیالۍ پورې هم نه رالنډېږي بلکې رېښې یې د پان ترکېزم او پان ایرانیزم ترمنځ تاریخي دوښمني ته رسېږي. دوستم چې له توکمیز پلوه ځان ترکیې ته نږدې ګڼي نو ځکه خو که وغواړي یا ونه غواړي له دې کړۍ نه شي وتلی او جمعیتان بیا ځانونه خراسنیان ګڼي او د ایران ډول ته څڼې غورځوي. له هغه ځایه چې د پان ترکیزم او پان ایرانیزم تر منځ په سیمه ییزه کچه خورا جدي سیالي روانه ده نو ځکه خو یې ټکانونه دلته هم احساسېږي او په طبیعي توګه دغه دوه لوري د یو بل کمزوري کولو او ان نفي کولو هڅه کوي. له همدغه ځایه ده چې د دوستم کمزوري کېدل له شک پرته د جمعیتانو په ګټه ده او جمعتیان هڅه کوي له هرې لارې چې وي که په دوښمني او یا هم دوستي شوني وي باید دوستم له پښو وغورځوي.
اوس که د دوستم بړیڅي له دولتي ځواکونو سره ښکېل شي هم ګټه نه شي کولی، که خدای مه کړه دغسې کومه تېروتنه وکړي له دغه حالته به طالبان ګټنه وکړي او سیمې به لاندې کړي او د دوستم بړیڅو ته به ګرانه وي چې په یو وخت کې هم ددولتي ځواکونو او هم د طالبانو مقابله وکړي چې دا نو بیا ډېر ناوړه حالت دی، خو موږ باوري یو چې خبره به دغه ځای ته نه رسېږي.
دوستم ته به غوره وي چې نور د جمعیتیانو په اوتو بوتو ونه غولېږي او له دولت سره جوړ جاړی وکړي، د ولسمشر امر ومني او محکمې ته ځان وسپاري په دې سره به یوازې دی یو څه موده بندي شي یا هم نه شي خو په ټوله کې به یې مشروع ګټې خوندي وي دا ځکه چې یوازې او یوازې د قانون په رڼا او واکمني کې ده چې د ټولو وطنوالو ټول مشروع حقونه خوندي کېږي او بس.
(۱)هغه کلپ اوس هم په ځینو تلویزیونونو کې شته او کله ناکله خپرېږي هم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply