د سعودي کنفرانس له طالبانو لار ورکه کړې/ صادق ترابزی

0 611

افغان حکومت پتيلې چې په افغانستان کې د جګړې څرنګوالی مالوم کړي او له دیني اړخه د علماوو بحث وکړي چې ایا افغان وژنه او په افغانستان کې جګړه شرعي جواز لري او که ترهګرې ډلې د بهرنیو استخباراتو په دستور افغانان وژني او افغانستان له پرمختګ راګرځوي.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې برخه کې ښې تګلارې جوړې کړي چې په ترتیب سره پلي کیږي او پایلې یې هم دا دي چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له مخ څخه یې نقاب لیرې کړی او افغان ولس ته یې په ډاګه کړې چې دا ډلې نه د اسلام لپاره جګړه کوي او نه یې هدف دا دی چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان ووځي.

د سولې تګلاره

ولسمشر لومړی د سولې په تړاو هر اړخیزه تګلاره طالبانو ته وړاندې کړه چې د طالبانو لپاره د جګړې ټولې پلمې یې پکې له منځه وړې وې، په تګلاره کې دا هم ویل شوي و، که طالبان مخامخ خبرو ته حاضر شي، نو د بهرنیو ځواکونو په وتلو به بحث وکړي او که اړتیا وه بهرني ځواکونه به هم مهالویش وټاکي.

طالبانو د افغان حکومت د سولې هر اړخیزه طرحه رد کړه او بیا یې له سولې تېښته او په جګړه باندې ټینګار وکړ، د طالبانو پلمه او بهانه دا ده چې ګنې افغان حکومت د سولې واک نه لري او دوی به له امریکا سره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې اوس طالبان له افغان حکومت او افغان ولس سره په جګړه دي، نه له امریکا سره.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هر اړخیزه طرحه کې طالبانو ته دا هم ویل شوي و، چې افغان حکومت د سولې د خبرو لپاره هیڅ شرط نه لري او طالبان دې د خبرو لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي، د ولسمشر دا طرحه په خپله د حکومت خپلواکي او د سولې لپاره قوي اراده په ډاګه کوي، خو له بلې خوا د طالبانو انحصار ښکاره کوي چې د بل په دستور باندې افغانستان کې د سولې پر ځای په جګړه تمرکز لري.

د اندونیزیا او کابل ناستې

د افغان ولسمشر په نوښت په اندونیزیا کې دیني علماء راټول شول او په دې یې بحث وکړ چې ایا افغانستان کې جګړه د اسلام له اړخه مشروع ده او که طالبانو او نورې ترهګرې ډلې په فریب باندې خلک د جګړې لیکو ته استخداموي.

اندونیزیا کې علما په دې باندې متفق شول چې په افغانستان کې جګړه هیڅ شرعي جواز نه لري او هغه ډلې چې د اسلام تر نامه لاندې افغانان وژني او افغانستان له پرمختګونو راګرځوي، هیڅ دیني توجیه نه لري.

د اندونیزیا له ناستې وروسته په کابل کې د دیني علماوو ناسته برابره شوه او دوه نیم زره علماوو په نږدې دیرش مخیزه فتوا کې په قران او ایاتونو سره د افغانستان جګړه ناروا یاده کړه او هغه ډلې چې د اسلام ترنامه لاندې افغانان وژني، هیڅ شرعي جواز نه لري او په غلطه روان دي.

له دې ټولو غونډو سره طالبانو مخالفت یاد کړی او په یو او بل نوم باندې یې ونومولې، طالبانو د دیني علماوو غونډو ته د امریکا جاسوسي غونډې وایي او خپلو پلویانو ته دروغجن قناعت ورکوي چې د طالبانو جګړه په سمه ده او هغه علماء چې دا جګړه ناروا یادوي، د امریکا جاسوسان یې یاد کړي دي.

اوربند او د سولې اراده او خپلواکي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پوره جرت سره له اختر وړاندې او وروسته اوربند اعلان کړ او په دې سره یې وښوده چې حکومت د سولې لپاره قوي اراده لري او په دې برخه کې پوره خپلواک دی.

که څه هم طالبانو هم د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ، خو له افغان حکومت سره یې اوربند و نه غځو او د سولې د خبروپر ځای یې بیا جګړې ته مخه کړه.

افغان حکومت دلته هم طالبان افغان ولس او نړیوالو ته ملامت کړل چې د سولې له خبرو تېښته کوي او جګړې ته دوام ورکوي، هغه جګړه چې د پردیو د ګټو لپاره په افغانستان کې له کلونو راهیسې دوام لري او د دې جګړې لپاره افغان دښمنه هېوادونه طالبانو ته تجهیزات او امکانات برابروي.

د سعودي ناسته

بالاخره افغان حکومت د اسلام مبارک دین هغې سیمې ته مخه کړه چې اسلام ترې راپورته شوی او مبارکه خاوره ده، د اسلام او کفر په تړاو تل د سعودي له خاورې غږ پورته شوی او دې غږ تل بریا په لاس راوړې ده.

سعودي کې لومړی علماوو پر طالبانو غږ وکړ چې افغان حکومت په رسمیت وپيژني او د سولې خبرو ته کیني، بیا یې دینی علماوو ته په بلنلیکونو کې په ډاګه لیکلي چې افغانستان کې جنګیدونکي ډلې ترهګر دي.

په دې غونډه کې به له سلو زیاتو هېوادونو دیني علماء پریکړه وکړي چې په افغانستان کې د جګړې څرنګوالی مالوم کړي، طالبان له اوس نه وراخطا دي چې دا پریکړه د دوی په خلاف ده، ځکه چې جګړه یې د مسلمانانو پر خلاف ده او هیڅ اسلامي بعد نه لري.

طالبانو په یوه اعلامیه کې خپلو پلویانو ته ناسم ذهنیت ورکړی چې دا ډول غونډې د امریکا په فرمایش د امریکا د پوځي حضور د پاتې کیدو لپاره جوړیږي او بل هدف نه لري.

طالبان دا خبره ځکه کوي چې پوهیږي چې په سمه نه دي روان او هغه اسلامي ټکټ چې د جګړې په تړاو ترې اوس ګټه اخلي، دا ډول غونډې به یې ترې واخلي او طالبان به د نورو ترهګرو ډلو پشان بیا فعالیت کوي چې هیڅ ډول اسلامي ټکټ به ورسره نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply