جمهور رئیس غني: غیرمسوول وسله وال نور د منلو وړ نه دي

0 527

 ژباړه او لنډیز: محمدبشیر یوسفزوی

په جنګ کې ښکېلو هېوادونو کې له جنګ وروسته د غیر مسوولو وسلوالو شتون د قانون د حاکمیت پر وړاندې یوه جدي ستونزه ده. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې څلور لسیزې جنګ او ستونزې یې شاته پريښې دي.

د تېر جنګ له وخته د ځینو افرادو او ډلو نه بې وسلې کول، د تروریستي ډلو وده او پراختیا او په وروستیو شپاړس کالو کې او د ځینو زورواکانو له لوري د خپلسرو ډلو ایجاد په افغانستان کې د دغو ډلو د راتګ عوامل دي. د دغو ډلو په جوړولو کې یو شمېر دولتي او غیر دولتي زورواکان هم رول لري.

د امنیتي کمپنیو ایجاد، په بېلابېلو ډولونو د وسلو اخیستل، د شخصي ساتنې په موخه د نظامي ډلو جوړول، د اربکي او نورو په نومونو د وسلوالو ګروپونو جوړول ټول هغه اقدامات دي چې له قانون څخه یې سرغړونې کړي. او په غیر مسوولو وسله والو ډلو بدلېږي.

 جمهور رئیس محمداشرف غني د اوربند له ختم وروسته د چنګاښ په لسمه ننګرهار او لغمان ولایتونو ته په خپل سفر کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو سرتېرو سره  په کتنه کې له هغوی وغوښتل د غیر مسوول وسلوالو پر وړاندې ودرېږي.  د غني په وینا له دې وروسته هیڅوک د غیر مسوول وسلوال په نوم نه پېژي.

جمهوررئیس د هېواد په شمال خصوصاً فاریاب کې وضعیت او د قومندان نظام الدین قیصاري او همدارنګه د ارزګان د امنیت مخکېني امر رحیم الله نیولو ته په اشارې ته په اشارې وویل: دا غیر مسوول وسلوال وچې د هغو ولایتونو په بې ثباتۍ کې یې لاس درلود.  په دې اړه په خپل تصمیم کې جدي دی.   

جمهور رئیس غني په دغه سفر کې امنیتي ځواکونو ته په ټینګار وویل چې له دې وروسته غیر مسوول وسلوال ونیول شي او د قانون پنجو ته وسپارل شي. په دې وروستیو کې د هېواد په ټولو ولایتونوخصوصا د هېواد په شمال کې غیر مسوول وسلوال زیات شوي. دا د افغانستان د خلکو لپاره یوه جدي اندېښنه ده.

غیرمسوول وسلوال غله دي. وسلې یې په لاس او بېلابېل جنایتونه ترسره کوي. د کورنیو چارو وزارت په وینا دا افراد اکثره په بغلان، تخار، کندز، کندهار، فاریاب، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کنړ، ارزګان او زابل کې فعالیت کوي. د هغوی په وینا دا کسان په اکثر مواردو کې په لیرې سیمو کې د ناامنۍ لامل کېږي او ډېر وخت له طالبانو بدتر عمل کوي. غیر مسوول وسلوال قانوني سرغړونې کوي.د قانون او د قانون د حاکمیت دښمنان ګڼل کېږي. دا کسان په ډېرو مواردو کې شخصي زندانونه لري او ناامنۍ ایجادي.

څه وخت دمخه امنیتي مقاماتو په تخار، بدخشان، کندز د هېواد په جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو کې هم د وسلوالو افرادو د پراخ حضور شکایت کړی، ویلي یې و چې د ولسي جرګې استازي او پخواني جهادي قومندانان د غیر مسوولو وسلوالو ملاتړ کوي. هغوی ډېر وخت بشري ضد جنایتونه ترسره کوي، له خلکو باج اخلي او حتی په ډېرو مواردو کې د قتل، غلا، لوټ، اختطاف، چپاول او نورو جنایتونو د ترسره کولو لامل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply