سیاسي او قومي ټیکداران ځان په خطر کې ګوري/ منان توحیدیار

0 528

وروسته له هغې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په شاهین قول اردو کې د یو سرتېري خبرې واوریدې چې له زور واکو یې شکایت درلود، د څو زور واکو او نامسووله وسله والو په مشرانو باندې چاپې ووهلې او لاس تړلي یې کابل ته راوړل.

نظام الدین قیصاري، د فوزیه کوفي ورور او رحیم الله خان هغه کسان چې په لومړۍ چاپه کې ونیول شول او اوس د خپلو جرمونو او خپل سریو حساب ورکوي، دا کسان اوس د ملي امنیت له لوري تر څېړنو لاندې دي، خو د دې کسانو پلویانو بیا د افغان دولت ضد لاریونونه شروع کړي او د قیصاري د خوشې کیدو غوښتنه کوي.

خلک ولې له زور واکو ملاتړ کوي؟

خلک له یو اړخ څخه ملامت نه بلل کیږي چې له قانون ماتوونکو زور واکو او جنایت کارانو ملاتړ کوي، هغه داسې چې خلکو ته ناسم پوهاوی ورکړل شوی او یا یې ذهنیت داسې برابریږي چې ګنې یو قوم د دسیسې ښکار دی او بل قوم په واک کې دی.

د قیصاري پلویان چې په ملي شورا او یا سیاسي اوپوزسیون کې دي، درګرده په رسنیو کې تبلیغات کوي چې نظام الدین قیصاري د قوي تعصب له مخې نیول شوی او هڅې روانې دي چې د دوستم پلویان او قوم وځپل شي.

دا خلک د دې لپاره تبلیغات کوي چې له قیصاري سره یې ګټې مشترکې دي او دغه راز خپل ځان په خطر کې ګوري، دوی په دې باور لري، که نن قیصاري ونیول شو او د خپلو جرمونو حساب یې ورکړ، سبا دی او یا د دې بل ملګری او قومي هم نیول کیږي چې باید د خپلو کړنو او سرغړوونو حساب ورکړي.

ازبک قوم یو پياوړی او شجاع قوم دی، تل یې په ملي یووالي کې ښه رول لوبولی او د هېواد د دښمنانو پروړاندې یې قوي سنګر نیولی، خو دا په دې مانا نه ده چې د دوی په خوښه او غوښتنه به یو جنایت کار له بنده ازادیږي.

دلته حکومت شته، قانون شته او هر څوک مکلف دی چې د قانون پروړاندې خپل حساب ورکړي، که نظام الدین قیصاري، قانون شکن او جنایت کار نه وي، خو حتما ثبوت به پرې هم نه وي او له پوښتنو او څېړنو وروسته به خوشې شي، خو که قیصاري مجرم وي، نو بیا ولې د ازبکو شریف ولسونه د خلکو په لمسون باندې راپآڅیږي او د دولت ضد لاریونونه کوي.

پر دولت فشارونه

د نظام الدین قیصاري د نیول کیدو په غبرګون کې لاریونونه پراخ شوي او د حکومت سیاسي اپوزسیون هڅه کوي چې دې لاریونونو ته لا پراختیا او دوام ورکړي، سیاسي اپوزسیون دا کار د دې لپاره کوي چې حکومت تر فشار لاندې ونیسي او نامشروع غوښتنې ترې پوره کړي.

له فاریاب وروسته په بغلان او سمنګانو کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونو کې سوداګرو او دوکاندارانو ته زیات زیانونه اووښتي او هېواد دښمنه کړۍ کار کوي چې دا لاریونونه لا ډير په تاوتریخوالي بدل کړي چې خلک وقهریږي او لا ډير د حکومت ضد راپورته شي.

که لاریونونه سوله ییز وي، هېواد دښمنه کړۍ باور لري چې پر افغان حکومت فشارونه نه راځي، نو د همدې لپاره کار کوي چې لاریون کوونکي تاوتریخوالي ته وهڅوي، تر څو په اخ ډب واوړي او حکومت تر نیوکو او فشارونو لاندې راشي.

لاریون کوونکو ته سیاسي اوپوزسیون ( د افغانستان ژغورنې ایتلاف ) ایتلاف لمسون ورکوي چې اوس یواځې د قیصاري د خوشې کیدو غوښتنه و نه کړي، بلکې د جنرال دوستم د راتګ غوښتنه دې هم مطرح کوي.

اوس په شمال کې لاریونونو داسې ځای ته رسیدلي چې هغه وایي ( په مرګ یې ونیسه، په تبه به راضي شي) قومي او سیاسي ټیکداران چې له کلونو راهیسې د دې ولس په مرۍ ناست دي، لا ډير کار کوي چې ولسونه په قومي، سمتي او ژبني تعصباتو باندې راخپل کړي.

سیاسي ټیکدارانو لاریون کوونکو ته لمسون ورکړی چې ولسمشر محمد اشرف غني قومي سیاست کوي او د یو پلان له مخې ځینې قومونه حذف کوي اونور قومونه واک ته رسوي، په داسې حال کې چې اوس د ملي یووالي حکومت کې ټول قومونه شته او هره برخه کې یې خپله ونډه مالومه ده.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا تګلاره او دريځ له هرکلي سره مخ دی چې د زور واکو پروړاندې یې ګام پورته کړی او ولسمشر ډاډ ښودلی چې ټول هغه زور واکي به قانون ته سپاري چې کلونه یې په خلکو ژوند تنګ کړی او د ناامنیو او جګړې له درکه یې ځانونو ته قصرونه جوړ کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply