په پاکستان باور کیدای شي؟ / منان توحیدیار

0 671

د کابل او اسلام اباد اړیکې له هغې ورځې لا ترینګلې شوې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته لومړی سفر وکړ او له پاکستان یې وغوښتل چې د یو ګاونډې په توګه ورسره ښه ملګرتیا وکړي.

د افغان حکومت غوښتنه له پاکستان دا ده چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې دې خپلې ګټې نه ګوري او د تاوتریخوالي پر ځای دې له افغانانو سره مرسته وکړي چې افغانستان، پاکستان او سیمه ارامه شي.

افغان پلاوي ته د پاکستان بلنه

افغان پلاوی چې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ پکې د کورنیو چارو وزیر ویس برمک او د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی شامل دي، د پاکستان د لومړي وزیر عباسي په رسمي بلنه پاکستان ته ورغلی دی.

پاکستان چې له افغان حکومت سره د عمل پلان په نوم کوم سند باندې کار کړی او په دې تړاو څو غونډې شوي، اوس هڅه کوي د افغان لوري باور راخپل کړي او د عمل په نوم پلان چې د افغانستان سوله او ثبات پکې شامل دی وروستی او تطبیق ته وړاندې کړي.

پاکستان اوس ځکه د افغان لوري باور راخپلوي چې په څلور کلنو ناسمو اړیکو کې یې له ګټې تاوان زیات کړی دی او اړ دي چې له افغان لوري سره یو ځل بیا ملګرتیا پيل کړي، خو افغان لوری تر هغې په پاکستان باور نه کوي چې عملي اقدام یې نه وي اخیستی.

افغان پلاوی به پاکستاني چارواکو ته په ښکاره توګه ووايي چې افغانستان کې د جنګیدونکو ترهګرو ډلو له ملاتړ لاس واخلئ او د سولې او ثبات په برخه کې له افغان لوري سره رښتنې همکاري وکړئ، داسې همکاري چې افغان حکومت پرې قانع شي.

دې سفر ته تمې ځکه زیاتي دي چې که پاکستان د عمل په پلان کې ټګي وکړي، نو پاکستان به په نړیواله کچه خپل باور نور هم خراب کړي او د افغان حکومت باور به له ډیر زیات شي چې د پاکستان د ټګۍ په تړاو یې نړیوالو ته ویلي دي.

پاکستان ولې همکاري نه کوي؟

پاکستاني چارواکو په ښکاره ویلي چې د هند نفوذ په افغانستان کې نه شي زغملی او نه هم د پاکستان پروړاندې د افغانانو دومره کرکه ورته د منلو ده چې له پاکستان سره هر ډول اړیکي او راکړه ورکړه غندي.

پاکستان ځکه همکاري نه کوي چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په تمویل سره افغانستان له پرمختګ غورځوي او د یو سیال په توګه پاکستان له دې لوبې خوند اخلي چې افغانستان کې هیڅ بنسټیز بدلون را نه شي.

پاکستان رښتنې همکاري ځکه نه غواړي چې همدا اوس د افغانستان زیات بازارونه د پآکستان تولیداتو انحصار کړي او ډار لري چې که افغانستان کې ثبات راشي، صنعت پیاوړی کیږي او بازارونه یې له واکه وځي.

پاکستان ځکه همکاري نه غواړي چې افغانستان کې د جهالت دوره څو نسلونه نور هم وغځوي او له زده کړو پاتې خلک په اسلامي شعارونو باندې د خپلو ګټو لپاره په کشمیر او افغانستان کې وجنګوي.

پاکستان ځکه همکاري نه کوي چې که افغانستان په پښو ودریږي، نو لومړی ورسره د ډیورنډ کرښې او اوبو حساب کوي چې پاکستان یې همدا اوس په بې ثباتۍ کې مفت کاروي.

ډير موارد هم شته چې پاکستان نه غواړي له لاسه یې ورکړي، خو اوس د افغان حکومت سیاستونه او د نړیوالو پام پاکستان داسې حد ته رسولی چې پورته یادو شویو مواردو کې به ځینې له لاسه ورکوي او له افغانانو سره به د یو ښه ګاونډي په توګه راکړه ورکړه او همکاري کوي.

پاکستان اوس ولې له افغان حکومت سره اړیکې غواړي؟

پاکستان اوس په دې پوه شوی چې افغان حکومت ورسره داسې سیاست او لوبه په دې وروستیو څلور کلونو کې وکړه چې هیڅ ورته چمتو نه و، پاکستان تل له افغان کډوالو د فشار کار اخیستی، خو اوس یې ځکه نه شي اخیستلی چې ولسمشر محمد اشرف غني ټولو افغان کډوالو ته ویلي چې خپل وطن ته ستانه شي او نور دا دې بې عزتۍ ژوند و نه کړي.

پاکستان سوداګري او ټرانزیټ هم هر کله په افغانستان باندې د فشار په توګه کارولي، خو اوس افغان حکومت ټرانزیټ او سوداګري له مرکزي اسیا هېوادونو او چابهار بندر له لارې کوي چې پاکستان ته پکې هیڅ محتاج نه دی.

پاکستان اوس پوهیږي چې له افغانستان سره د ناسمو اړیکو له کبله د هند نفوذ ورځ تر بلې په افغانستان کې زیاتیږي او د پاکستان پروړاندې د افغانانو کرکه هم ورځ تر بلې مخ په پراخیدو ده چې پایلې یې د پاکستان لپاره خطرناکې دي.

پاکستان اوس په کور دننه هم له جنجالونو سره مخ دی او هڅه کوي چې داسې نه پښتون خوځښت افغان حکومت په لاس کې واخلی او د پاکستان پرضد یې وکاروي، نو پاکستان کار کوي چې له افغان حکومت سره په اړیکو جوړولو باندې د پښتون خوځښت څخه پام بلې خواته واړوي.

پاکستان اوس له افغان حکومت سره ځکه اړیکې غواړي چې نږدې ملګری امریکا پرې اوس باور نه کوي او انزوا خوا ته یې مخکې کړی دی، امریکا اوس په سیمه کې د پاکستان پر ځای هند باندې باور کوي او پاکستان هیڅکله نه شي زغملی چې امریکا دې په سیمه کې له هند سره ملګرتیا وکړي.

دا ځل افغان حکومت، افغانان او نړیواله ټولنه د عمل پلان ته په تمه ده چې پاکستان به له افغان حکومت سره رښتنې همکاري وکړي او که نه، که پاکستان له ترهګریزو سیاستونو واوړي، نو له افغان حکومت سره یې اړیکې هم ښه کیدای شي او د افغانستان په ثبات کې پاکستان هم باثباته کیدای شي، خو که د عمل پلان کې هم پاکستان چل او دوکه وکړي، نو دا اړیکې بیا همداسې ترینګلې پاتې کیږي او افغانان به بیا هیڅکله پرې باور و نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply