که په کانکور کې بریالی شو څه وکړو؟ که ناکام شو څه وکړو؟

0 742

اغاملوک سهار

تیره ورځ د کانکور نتایج اعلان سو، په زرګونو کسان دولتي لوړو او نیمه لوړو زده کړو بریالي سوي ته مبارکې وایم، خو په زرګونه کسان ممکن هغه رشته چې ددوي انتخاب وه، نه دي توانیدیلي، او یا بیخی نه وي بریالي سو،  ندي خفه کیږي.

که څه هم پنځه کاله مخکې ما په کانکور کې په لوړه نمره هغه پوهنځې ته ولاړم چې علاقه مې ورسره وه، نورې پوهنځې مې هیځ انتخاب نکړی که زه هغې پوهنځې ته بریالی سوي نه وای، نو بیا به مې په شخصې ډول دا رشته ویله.

 خو ددي لپاره چې زه دي رشتې ته بریالی سم نو ما د کانکور اماده ګې په یوولسم ټولګې کې وویله،په دوولسم کې مې د دوهم ځل لپاره بیا وویله. هغه وخت د ښوونځې په ډیری ټولګیو کې  اولنمره وم کاش نه وای.

زه مجبور وم له اووم څخه تر دوولسم ټولګې پورې ټول کتابونه تر کانکور پورې څو ځلې ووایم،تاریخ، او څو نورو کتابونو سره چې زما علاقه نه وه یوازې د یوولسم او لسم ټولګې تاریخ ما تر کانکور پورې تر ۱۱ ځلې ډیر لوستې وو، زه مجبورم ټول کتابونه ډیر دقیق ولولم. په داسې حال کې زما علاقه له داسې رشتې سره وه چې د ښوونځې ډیر کمو کتابونه ورسره تړاوو درلود.

له مجبوریت ما ټول کتابونه دومره دقیق لوستل چې چا به پوښتنه رانه وکړه ما د ځواب تر څنګ د هغه پاڼه او څپرګی هم ورته ښودل، کاش نه واي ځکه دا ټول روانی فشار و، نه سمه مطالعه او لیاقت.

بلاخره کانکور رانژدې سو، له ما نه د کورنۍ غوښتنه دا وه چې زه باید طب ووایم، خو ما ورته وویل زه له طب سره علاقه نلرم او دوهم دلیل یې داده چې اووه کاله طب دی، څلور یا پنځه کاله یې تخصص دی،بې له تخصص څخه فکر نه کوم دا مسولیت مناسب وي، او یو دوه کاله زه، مریض او معاینه خانه نه سو سره پیدا کولاي،نو دومره وخت حوصله نلرم. او بل زه له ټکنالوجې سره علاقه لرم او په دیارلس کاله کې ډیر څه کولاي سم.

ما په کانکور کې هغه څه انتخاب کړو چې علاقه مې ورسره درلوده، ور کامیاب سوم،ټول ویل چې زه بریالی زده کوونکی وم ځکه زما د ښوونځي د نمبرو اوسط ۹۷٪ و، او په کانکور کې هغه څه ته ولاړم چې ما غوښتل، خو اصلاُ زه ناکام وم، زه ډیر ځوریدلی وم، بلا رواني فشارونه مې زغملی وو،یوازې په دوه کلونو کې دوه اخترونه مې دوه دوه ورځې تفریح وکړه. ما سره ویره وه چې باید په کانکور کې بریالی سم، نو مې ټول خوښ او ناخوښ کاپی پیست او یادول. کله چې زه پوهنتون ته ولاړم، نور مې ځان سره مې وویل چې دا ځل به نمرو ته درس نه وایم ځان ته به یې وایم.

ما لیسانس هغه ډول وویل چې مې غوښتل، ډیر څه مې زده کړو، له پوهنتون څخه نه بلکې له خپل پلان څخه او علاقې څخه.

 ما هيح کله هم ټول وخت پوهتنون ته ورنکړ، بهر مې کورسونه ولوستل،انلاین مې زده کړي وکړي، له بریالی کسانو سره مې ناسته ولاړه درلوده، هغه څه په لټه کې وم چې سبا زه په کارې مارکيټ کې ورسره مخ کیږم، ځکه زه پوهیدم چې د افغانستان د پوهنتونونو کریکوم د کارې مارکیټ ۴۰٪ اړتیاوې نه سي پوره کولاي، له هیواد بهر د افغانی پوهنتونونو په ډیپلوم څوک فوټبال هم نه کوي،دنده نه درکوي،تر څو خپله ورسره کوشش ونه کړي، زه باید هغه څه زده کړم چې زما ژوند بدل کړي، نوي څه باید ولولم،…

زه فارغ سوم خو په اولنمره ګې نه بلکې په متوسط نمرو چې له سره مې ځانته خوښې کړي وي، خو تر فارغیدو مخکې ما ځان ته کارآفریني کړي وه،ګټورې اړیکې مې جوړې کړي، هیڅ دندې ته مې اړتیا نه درلوده، زما ډیری ټولګیوال له فارغیدو وروسته په دندو پسې ګرځي، خو اوس هم ډیری بې دندې دی، دوي له پوهنتون څخه ډیپلوم ددي لپاره زر واخیست چې چیرته دندې ته اپلای وکړی، دري ځلي دولتي دندې کولو غوښتنه رانه وسوه،ورته ومي وویل چې نسم کولای، غواړم خپله کمپنۍ مخته یوسم. ما تر اوسه جوړ ډیپلوم د پوهځني له ادارې نه دي راخیستي ځکه اړتیا یې نسته، پنخه کاله مخکې مې شهادت نامه اخیستی،د ځینو کورسونو سند لرم تر ننه چا پوښتنه ونه کړه چې ته له ښوونځي فارغ یې کنه، که پوښتنه څوک کوي وای ، وای څه دي زده دي کنه.

ما ډیری کسان ولیدو چې کلونه پخوا له پوهنتون څخه فارغ سوی،حتا ماسټرې لري، تراوسه کومه لاس راوړنه نه لري، یوازې یوه عادی دنده مخته وړي او بس.

ریچارډ برانسون پوهنتون ونه لوستل خو ویرجن ګروپ یې جوړکړ. بیل کیټس له حقوقو څخه څخه ډراپ سو، مایکروسافټ کمپنې جوړه کړه. مازوکربورګ به پوهنتون نه ډراپ سو، فیسبوک یې جوړ کړ. سټیو جابز له پوهنتون نه ډراپ سو،اپل کمپنۍ یې جوړه کړه. جک ما ناکام سو، علې بابا کمپنۍ جوړه کړه. او داسې نور په زرګونه کسان، که ما هغه دومره بې ځایه زحمتونو په ځای، په هغه څه کې بوخت واي چې علاقه مې ورسره درلوده ممکن اوس ما ډیر څه کړي وای.

دا پورته کسان چې ما یې یادونه وکړه دوی له پوهنتون نه ډراپ سو، یا ناکام وو خو وروسته ډیر بریالی سو بیا یې څو څو افتخارې دوکتوراوي له هغه پوهنتونونو څخه ترلاسه کړي چې دوي یې ناکام کړي وو، ولي دوی یوه هم سند ته ارزښت نه ورکول، بلکې وړتیا او نوښت ورته ارزښت ورکول.

زه په دي باور یم څومره چې یو کس ډیر علوم(لیسانس،ماسټرې،دکتورا) لولي همدومره محافظه کار کیږي، او له ماجراجویې څخه لویږي. محافظه کار خلګ ډیر نوښتګر نه وي.

تاسو به ډیر کم خلګ پیدا کړی چې دوی دي دوکتوراوي ولري او ډیر اختراعات او نوښتونه دي کړي وي، ځکه تراوسه هغو کسانو ډیر نوښتونه او اختراعات کړي چې یو څه سره پوره علاقه درلوده، لکه آډیسون، انشتاین، نیوټن، سټیو جابز، ریچارد براسون، آلان ماسک،زوکزبورګ،سټیو وازنیاک،….

دیته ورته کسانو ډیره مطالعه او تجربه درلوده، نه ډیر سندونه. ډیره مطالعې او تجربې ترتش په نوم سندونه څخه سل ځلې بهتره دي.

نو کانکور یو فرصت دي چې تاسو د خپلې خوښې رشتې ته لار ومومي، که مو د خوښې رشتي ته لار نه وي موندلي ژوند اوږد دي، د زده کړو په ډګر کې یو کال ډیر کم وخت دي، که تاسو داسې رشتي ته ولاړ سې چې علاقه نه ورسره لري، ممکن وروسته په کلونو بې کاره له مشکلات ډک وخت تیر کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply