د سولې ډرامه په ګرمېدو ده

0 575

په عربي نړۍ کې د افغانستان د ارامۍ او د امریکا د راتلونکي په تړاو تودې خبرې پیل شوې دي. د نوې لوبې نوښت د امریکا په لاس کې دی او فکر کېږي چې د ولسمشر غني دولت مشرتابه له نږدې دا موضوع له امریکایانو سره پر مخ وړي. د امریکا له خوا د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو پر سر له داسې ډلې سره خبرې پیل کړې چې ۱۷کاله یې ورسره ډزولي او دواړو غاړو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

امریکایان په روانه لوبه کې ځانونه د یوه قدرت په توګه بریالي ګڼي او باور یې دا دی چې وتوانېدل په سیمه کې خپلو سټراټېژیکو موخو ته ځانونه نږدې کړي. د طالبانو له خوا تر اوسه ډېر جزییات نه‌شته، خو ویل کېږي چې د قطر د دفتر په استازيو سربېره یو شمېر نور طالب مشران هم د دغو خبرو په تنظیم بوخت دي او روان شوی خوځښت د خپل غورځنګ لپاره بری ګڼي.
د ښاغلي غني حکومت وايي، بری یې د افغانستان ټیکاو دی او هره هغه دروازه به وټکوي چې فکر کوي سوله ترې را وتلای شي. له عربي هېوادونو سره د کابل نږدې ناسته پاسته د دې هڅو ښکاره بېلګه ده چې تمه کېږي د افغان جهاد د بریا په څېر به د افغان سولې په بري کې هم خپله ونډه تر سره کړي.

له طالبانو سره د لومړنیو تماسونو د پیدا کېدو او مخامخ خبرو د پیل لپاره د امریکايي پلاوي مشري اوس اوس د بهرنیو چارو مرستیالې وزیر الیس هیلز ته ورکړل شوې چې همدا څو اوونۍ وړاندې یې په یوه اوونۍ کې دوه ځلې کابل ته سفر درلود او ویل کېږي، د ولسمشر غني له خوا یې د خبرو د پیل ډاډ تر لاسه کړی. ورسره په خوا کې د بهرنیو چارو امریکايي وزیر مایک پمپیو هم په کابل کې د غني پر شا و خوا راټولو مشرانو سره په همدې موضوع وکتل.

امریکایان پر دې باور دي چې له طالبانو سره خبرې د دوی سټراټېژیکې ګټې لا نورې خوندي کولای شي او له طالبانو سره د خبرو پیل به په سیمه کې د دوی د راتلونکي حضور څومره‌والی او څرنګوالی د تل په مخه روښانه او ډاډه کړي. د طالبانو له پاشلي نظر څخه ښکاري چې دوی لا هم په خپل بري ډاډمن نه دي، خو بالاخره یې ځینو رسنیو ته منلې چې د مستقیمو او جدي خبرو د پیل پر سر یې له امریکايي استازيو سره لیدلي او په لومړۍ ناسته کې یې د ډیپلوماسۍ پر مېز له کیک او کلچو خوړلو خوند اخیستی دی.

جالبه خو دا ده چې خبرې په قطر کې له مېشت طالب استازيو سره په اماراتو کې شوې دي او سعودي او امارات یې د څارونکيو او منځګړيو په رول کې د غونډې اسانتیاوې برابروي او د مذاکراتو چارې پر مخ وړي. له قطر سره د نورو خلیجي هېوادونو اړیکې ترینګلې دي او که د سعودي ټلوالې په مشري امریکا له طالب استازيو سره خبرې کوي، ممکن په دغه بهیر کې ښکېل قطر له دې لوبې په نورو جبهو کې د خپلو ګټو د تر لاسه کولو په لټه کې وي. دا په داسې حال کې ده چې اماراتو افغانستان ته د ناټو په چوکاټ کې د خپلو سرتېريو د را استولو پرېکړه کړې او ښکاري چې دغه ټولې پرمختیاوې له یوه او بل سره تړلي دي.

د سعودي او اماراتو تر چتر لاندې د افغانستان د سولې په تړاو د واشنګټن او طالبانو خبرو اترو ته عربي پوښ د لوبې حقیقي اړخ په ګوته کوي او ښيي چې د کابل حکومت په هر څه واک او نظر لري. دلیل یې له دغو دواړو عربي هېوادونو سره په وروستیو څو میاشتو کې د اړیکو پراختیا او د سولې ډرامې ته د کابل په غوښتنه او هڅو د دوی ورښکېلول دي.
سعودیان د افغان کړکېچ په حل کې پام وړ لوبغاړی یادېږي او تمه دا ده چې دغه هېواد به له کابل او واشنګټن سره له خپلو دوستانه اړیکو داسې ګټه پورته کوي چې درې واړه اړخونو ته یې ګټه ورسېږي.

بل خوا په کور دننه د ولسمشر غني حکومت د سولې په برخه کې د کورنۍ اجماع د را منځ ته کولو بهیر پای ته نږدې کړی او ټولې ښکېلې افغان غاړې یې د سولې په تړاو په یوه جبهه کې درولې دي. ښاغلي دوستم افغانستان ته د بېرته رارسېدو په تړاو په لومړنۍ ناسته کې تر ټولو ډېر ټینګار د سولې پر موضوع وکړ او و یې ویل چې تیار دی په دغه برخه کې هر ډول قرباني ورکړي. د ډېرو نورو سیاسي جوړجاړیو په خوا کې د ښاغلي دوستم د راتلو یو دلیل ممکن د سولې په تړاو د ولسمشر وروستۍ هڅې وي چې غواړي په راتلونکو څو میاشتو کې د خبرو پیل وویني او په کور دننه ټول طالب مخالفي په یوه دولتي ټغر کې را غونډ کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال وښووه چې د سولې په برخه کې د ولسمشر له پلان سره همغږی دی او د سولې په برخه کې له هر ډول را منځ ته کېدونکې پرمختیا سره موافق دی. د افغان ولسمشر پلان او هیله دا ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ پیل شوې لومړنۍ خبرې تر ولسمشري ټاکنو وړاندې یوه پایله ورکړي او په نوي حکومت کې طالبان د نظام په دننه کې وویني.

ورسره جوخت د اسلام‌اباد، واشنګټن او کابل تر منځ هم هڅې روانې دي چې د خپل‌منځي اړیکو د تازه کولو په درشل کې اسلام‌اباد سولې ته د طالبانو د تیارولو له معجزې ګټه پورته کړي. اسلام‌اباد غواړي چې له واشنګټن او کابل سره نويو اړیکو ته نوی رنګ ورکړي او د خپلو سټراټېژیکو موخو د پاللو لوبې ته نوی اړخ ورکړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply