شپږ لوی وهمونه چې موږ د ماتریکس غلامۍ په لور راکاږي

0 693

ژباړه: سلطان احمدزی

نلسن منډیلا وايي ” وهمونه په بندیخانه کې په اسانه وده کوي.”

مداریان د خپلو لیدونکو د تیرایستنې لپاره، باید خپل کارونه پټ ترسره کړي او په دې منظور هغوی مجبور دي چې د واقعیت پر ځای توهم خپور کړي. په داسې حال کې چې لیدونکي مجذوبیږي، تېر ایستونکی عمل تر سره کیږي او له توجیه پرته له دروغو څخه واقعیت جوړیږي. دا موضوع تر هغه چې لیدونکی بیدار شي او په دې پوه شي، چې واقعیت څه دی او ولې تېر ایستل شوی دی، پخپل ځای پاتې کیږي.

موږ له توهماتو په یوه ډکه نړۍ کې ژوند کوو؛ نو ځکه ډېرې اندیښنې چې زمونږ ذهن پوښي او هغه دندې چې ځانته یې، په خپل مهالویش کې لیکو، د هغو پروګرامونو لپاره انګیزه ده، چې مونږ په هغه چا یا څه بدل کړي، چې نه یو. په دې ډول تصادف نه دی، چې مونږ د یو القاح شوي استبدادي کلتور په وسیله، د څو ملیتي شرکتونو لخوا، چې پر انسانانو حاکم دي، په ناچاره مصرفوونکو بدل شوي یوو؛ نو مونږ  د هغو رووشونو د زده کړې په پړاو کې یو، چې په ټولنه کې د پیښو د رامنځته کېدو په صورت کې زمونږ د غبرګون څرنګوالی راښيي. په ځانګړي ډول هغه لارې چارې چې زمونږ د شتون په رفتار پورې اړه لري.

ټولنه ځپونکي پدې ډول خلک د ذهني قدرت څخه خلاصوي. هغوی د موانعو په ایجادولو سره،  زمونږ د ذهن لید او زمونږ د اعتماد نفس د ځپلو په موخه مونږ ړندوي.
انقلابي هنر مند ” بانسکي ” داسې نظر ورکوي: ” ټولن ځپونکي هره ورځ له تاسو یو څه غلا کوي.  هغوی ستاسو ژوند ته داخلیږي او له یوه ګذار څخه وروسته تري تم شي، د خپل کار له څو منزله ودانۍ څخه ځیرکانه تاسو څاري او د حقارت احساس درکوي. هغوی خپل مزخرف اندونه پدې ډول درته اظهاروي، مثلا: تاسو چندان د مینې وړ نه یاست او په وجود کې مو هیڅ داسې جذاب څه نه تر سترګو کیږي او په تلویزیوني خپرونو کې ددوی خبرې ددې باعث ګرځي، چې میرمنې د حقارت احساس وکړي. هغوی د نړۍ پیچلو بریښنايي وسیلو ته لاسرسی لري او ستاسو احساسات پدې ډول تر کنترول لاندې نیسي.  هغوی د سوداګریزو توکو د تبلیغ مبلغان دي او تاسو باندې ریشخند وهي “

لومړی وهم : نظم او دولت

مونږ ټولو ته د قانون رعایت یو اخلاقي تعهد ښکاري او په مینه دا کار کوو، حتی که فساد، رسوايي او شرارت هم ورنه زیږي پام ورته کوو.  قانون په ځلونو دا ثابته کړې، چې د لوړې کچې او زورواکو لپاره له کامل انعطاف څخه برخمن دی. په امریکا کې د پولیسو لخوا تاوتریخوالی او جنایت ډېر مشهور دی، محکمې د پیسه دارو په ګټه رایه ورکوي او خلک د دولت د نفوذ له برکته، حتی د خپل شخصي ژوند د کنترول واک نلري. په حقیقت کې د ټول ملت او کلتور د له منځه وړلو لپاره د ولس د ژوند په چاپیریال کې، د اخلاقو او قانون تر نامه لاندې یو دوامداره او شدید جنګ روان دی.

هلته د ټولنیز سیستم نظم داسې ندی، لکه مونږ ته چې ښکاري؛ بلکه له تاو تریخوالي څخه د ویرې او اطاعت په نوم، د تسلیم په چوکاټ کې د ژوند بهیر روان دی. تاریخ مونږ ته ښوولې، چې له قانون څخه د ټولنې د ځپلو، کنترول او لوټونې په موخه استفاده شوېده او په اصطلاح اکثره مسوولو مقاماتو په دې برخه کې، ناسم، ریاکارانه او نا عادلانه چلند کړی دی.

کله چې قانون او عدالت ځان نه ثابتوي، څنګه باور وکړو، چې شته. دولتي تزﺉینات او تجملات مونږ ته دا راښيي، چې په ټولنه کې اوسنی نظم د کنترول وړ دی؛ خو د وګړو په خوښه ندی.

دوهم توهم: سوکالي او نیکمرغي

د نورو د حسادت د را پارولو په موخه، په قیمتي جامو او ګاڼو ځان ښایسته کول، چې د ډبر پېر د پاچاهانو دود وو، د نورو د رفاه او سوکالي ځای نیولی دی. د رفاه د توهم حفاظت که څه هم د اقتصاد لپاره د اهمیت وړ دی؛ خو پایه او اساس یې په مصرف، تقلب او بانکي اعتبار باندې ولاړ دی. د بانکونو سیستمونه داسې عیار شویدي، چې د ګوتو په شمېر افرادو لپاره د بې پایه ثروت زمینه برابروي، په داسې حال کې، چې باقي عام ولس باید پرلپسې مالیات ورکړي. واقعي سوکالي د خوښیو، پریمانیو، سلامتي، مینې او سالمو اړیکو درلودونکی چاپیریال دی. پداسې حال کې چې نن ورځ ډېری خلک د مادیاتو په وسیله ځانښوودنه د بډایه فرهنګ نمونه ګڼي او دا ددې لامل کیږي،

درېیم توهم : خپلواکي او د انتخاب حق

که د سالم عقل سره، خپلو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي موقعیتونو ته وګورو، په اسانۍ سره موندلی شو، چې په هیڅ وجه مونږ خپلواک نه یو.  خپلواکي یعنې د انتخاب حق؛ خو په اوسنۍ نړۍ کې د ټاکنې حق اوسمهال یوازې د یو څو محدودو خوښنو ” ګزینو ” تر منځ د لاسرسي وړ دی. ددې خبرې د اثبات لپاره د ډیموکراسي جعلي بنسټ ته پام وکړﺉ، چې په ظاهره سمه ښکاري، خو د ناسم انتخاب یوه روښانه بېلګه ده. دوه فاسد سیاسي ګوندونه، چې د امریکا د ملت د غرور او امید تر نامه لاندې مخ په وړاندې درومي. پداسې حال کې، چې د خپلواک غږ درلودونکی درېیم ګوند، قصدا ځپل کیږي، تړل کیږي او ریشخند پرې وهل کیږي.  د انتخاب حق او د خپلواکي توهم، په اصل کې د ځواکمنو د استبداد یو ډول دی؛ ځکه چې مونږ په احمقانه ډول دغه د غلامۍ حلقه د خپلواکۍ د نښان په توګه منلې ده او په غاړه کې یې زنګوو.

څلورم: د واقعیت توهم

زمونږ په ننني فرهنګ کې واقعیت په یوه حساسه موضوع بدل شویدی، مونږ ددې چارې لپاره چې واقعیت څه شی دی، د ټولنیزو رسنیو د نیمه خدایانو، د مشهورو افرادو او دولتونو لخوا یرغمل شوي یو.  که تلویزیونونه اعلان وکړي، چې دا خبره سمه ده؛ وګړي یې په اسانۍ سره مني. د نظم د ساتنې لپاره د هغوی ځواک، دهغه واقعیت په اړه زمونږ د باور په کچې پورې اړه لري، چې دوی راته ترسیم کړیدی. پداسې حال کې چې خپلواک متفکران او روزنامه نګاران، پرلپسې ددوی لخوا د ترسیم شوي واقعیت په بربنډولو بوخت دي؛ خو د واقعیتونو توهم ډېر ځواکمن دی او ددې ذهنیت بدلون یوازې هغه وخت شونی دی، چې د ټولنې افراد په خپلواک ډول، د خپل باطني بدلون اراده وکړي او ټول خلک په ښکاره ډول سرچپه واقعیتونه تر څار لاندې ونیسي.

پنځم: د وخت توهم

وايي وخت سره زر دی؛ خو دا ښکرور دروغ دي. وخت ستاسو ټول ژوند دی. ستاسو ژوند په حال کې بشپړتیا مومي. نړۍ ته د پراخ لید له کبله، هغه پنځه حسونه چې په هغه کې مونږ د ساعت او جنتري له مخې حرکت کوو، دا راته جوتیږي، چې وخت یو جاویدان او تلپاتې روح او د ابدیت برخه ده.

دا خبره چې وايي، حال زمانه لږ اهمیت لري او تېر مهال هغه څه دی، چې په اړه یې هیڅ نشو کولی او راتلونکی له حال او تېر مهال څخه ډېر مهم دی، یو ستر فریب دی. دا ډول باور ددې لامل ګرځي، چې مونږ خپله پاملرنه د هغه څه څخه چې د پیښیدو په حالت کې دي، د یو مبهم او نامعلوم راتلونکي په لور واړوو.  کله چې مونږ د هغه څه څخه چې پېښېدونکي دي، د هغه څه په لور چې ښايي پیښ شي مخ اړوو؛ نو پدې وخت کې د هغو تبلیغاتو د ښکار لاندې راځو او په پایله کې هغه خلک چې غواړي ټولنې ته ډار القاح کړي، د راتلونکي په اړه زمونږ ذهن په اندیښنو، ترس او ډاروونکو تصوراتو کې غوپه کوي.

مونږ ته به ریښتونې خوښي هغه وخت غیږ راکړي، چې ژوند مو په هیڅ چوکاټ کې بند نه شي. هر کله چې مونږ له یوې پیښې سره مخ کیږو، دخپل ځان د ښه پیژندلو لپاره یو نوی فرصت لاسته راوړو. د نا معلوم راتلونکي لپاره خیالبافي او له هغه څخه د حال زمانې قربانول، یوه لومه ده. په ډېرو مواردو کې د معنوي خوښۍ بې پایه شیبې، چې په ارامتیا او مراقبه کې تجربه شوېدي، دا یې ثابته کړېده، چې وخت د انسانانو د ذهنیت په څرنګوالي پورې تړلی دی او نشي کیدای، چې د انساني ملزوماتو یوه برخه یې وګڼو.

که وخت سره زر دی؛ نو کیدلی شي، چې ژوند هم د پولي واحد له مخې و سنجول شي؛ یانې دا چې که سره زر کم ارزښته شي؛ نو ژوند هم خپل ارزښت ورسره بایلي. دې ته ټولیز دروغ ویلی شو؛ ځکه چې ژوند بې نهایته ارزښتمنه پدیده ده.

شپږم: د بیلتانه توهم

په یوه ستراتیژیکه سطحه کې، د تسلط او تفرقې تاکتیک، د مهاجمو  فوځونو او ځواک پلویو لپاره یو عملیاتي رووش دی؛ ولې د ټولنو تر منځ د جدايي او تفرقې وهم، حتی تر دې هم شدید اجرا کیږي.  مونږ برنامه ریزي شوي یو، ددې لپاره چې باور ولرو، په ټولنه کې د یو فرد په توګه، یو له بله سره او زمونږ په اړه له هر هغه شي سره، لکه ګاونډیان او حتی له طبیعت سره په رقابت کې یو.  د تل لپاره غلیمان یا ( هغوی – زمونږ ) پر وړاندې ولاړ دي. دا موضوع لدې واقعیت څخه ښکاره انکار دی، چې ددې خاورینې نړۍ پر مخ ژوند شدیداً یو له بله سره تړلی دی او هر څه یو له بله سره ربط لري. له پاکې هوا، سوتره اوبو، سالمې خاورې او د یوې ژوندۍ او له جم وجوشه ډکې ټولنې پرته، مونږ نشو کولی د ځمکې د کرې پر مخ ژوند وکړو.

پداسې حال کې چې د جدايي وهم، د نفس او ځانغوښتنې پر مټ، یوه لذت بښونکې ارامتیا او یو ډول د کنترول حس مونږ ته رابښي؛ خو په واقعیت کې مو غاړې ته د غلامۍ کړۍ اچوي او یو له بله مو منزوي کوي.

پایله :

پورته یاد شوي ستر توهمات، له ډېر پخوا د یو منظم کمپاین په توګه، ماټریکس غلامۍ ته زمونږ د کورکورانه رضایت لپاره په لاره اچول شوې برنامه ده. زمونږ د ځواکمنتیا د زموللو په موخه، هغوی زمونږ د اطلاعاتو او انتطباق په لټه دي، مونږ باید هېره نکړو، چې دا ټول موضوعات د هغوی په ګټو راڅرخي او یو طرفه معامله یې بللی شو، چې په ځیرکتیا سره طراحي شوېده. که مونږ د هغوی بې کیفیته توکو ته ارزښت ورنکړو، هغوی هم نشي کولی، چې په مونږ باندې څه و پلوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply