د ښاغلي اتمر په مشرۍ د افغان سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه

0 519

ګلرحمن رحماني

د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ عربي متحده اماراتو ته ورسېده چې د سفر موخه یې د افغانستان ، امریکا متحده ایالاتو ، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د ملي امنیت شورا د لوړ پوړو پلاوو سره په څلور اړخیزه ناسته کې ګډون دی. د دغې ناستې موخه دا ده تر څو د څلورواړو هیوادونو تر منځ په افغانستان کې د سولې بهیر د پیاوړتیا ، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمه ییزو همکاریو په موخه د عمل پلان نهایی او تاییدول دي .

د دغې غونډې مشري د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر کوي د افغانستان د ملی امنیت د شورا د دفتر ویاند قادرشاه وویل (تمه دا ده چې د څلور واړه هیوادونو پلاوی به د سولې ، تروریزم سره د مبارزې او د څلورو هیوادونو تر منځ امنیتي همکاریو په برخه کې د عمل ګډ پلان موافقې ته ورسېږي).

کله چې په سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان له لوري د سعودي عربستان په کوربه توب د افغانستان د جګړې د پایته رسېدو لپاره د ۳۵ اسلامي هیوادونو څخه څه باندې ۱۰۰ (سل) کسان راغلي وو، ټولو په یوه خوله د افغانستان روانه جګړه فتنه وګڼله. د افغانستان د دیني عالمانو په استازیتوب ډاکټر محمد شفیق صمیم د اسلامي هیوادونو له سازمان او د اسلامي هیوادونو له راغلو غړواو له پاچا سلمان بن عبدالعزیز څخه یې په خاصه توګه غوښتنه وکړه چې (طالب مشران حرمین شریفین ته د مخامخ خبرو لپاره راوبولي) .

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د سولې په تړاو د دیني عالمانو نړیوال کنفرانس ته وویل افغانستان له ډېر وخته راهیسې په تکلیفونو کې دی ، دا حالت باید نور ختم شی . هغه زیاته کړه افغانان له ډېرې مودې راهیسې د جګړې په اور کې سوځي نور دې حالت ته باید د پای ټکی کېښودل شي او ټولې مخالفې ډلې دې د خبرو له لارې خپلو موخو ته د رسېدو هڅه وکړي . مونږ به د افغانانو تر څنګ ولاړ یوو او د افغانانو په مشری د سولې پروسې ملاتړ کوو .

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء ریس  ډاکټر محمد اکرم خپلواک د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په یوې مرکه کې وویل (انشاء الله په همدې اوونۍ کې څلور اړخیزه غونډه د افغانستان ، سعودی عربستان ، د امریکا متحدو ایالاتو او متحده عربي اماراتو تر منځ جوړېږي ، یو شمېر نور پروګرامونه چې د بهرنیو چارو وزارت او حکومت په ګډه ورباندې کار کوي له مخې به یې ټول هغه شرطونه او تضمینونه چې طالبان یې وړاندې کوي او د مستقیمو مذاکراتو لپاره ورته اړتیا ده برابر کړي ).

هغه زیاته کړه، د دې تر څنګ نور پروګرامونه هم لرو چې تر څو د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو په برخه کې ټولې بهانې ختمې شي او طالبان خبرو ته حاضر شي. د دی هیوادونو استازی به د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو پر څرنګوالي بحث وکړي. دغه څلور اړخیزه غونډه به روانه اوونۍ د سعودي عربستان په ریاض  ښار کې جوړه شي .

دغه غونډه کې هغه هیوادونه هم د افغانستان د روان وضعیت په اړه بحث او اشتراک کوي چې د افغانستان په جګړه کې لاس لري او په دغه قضیه کې دخیل دي. ځینی هیوادونه لکه متحده عربي امارات چی تازه یی عسکر د ناټو په چوکاټ کی د افغانستان د جکړې د پای ته د رسېدو په موخه رالېږلي دي په دغه غونډه کې اشتراک کوي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply