زموږ سیاستوال څنګه پیسې پیدا کوي او پر چایې خوري؟

0 626

ودان روښان

موږ هم عجیب خلک یو، عجیب کارونه کوو! خپل ځان او کورنۍ پرې په خطر کې واچوو، پر خپل هرڅه قمار ووهو، چې یو څو پیسې پیدا کړو بیا د نو سیاست نشه مو په سرکې راوګرځي  او د ګوند او ډلې جوړلو په شوق کې خپله خوږ ژوند، انرژي پوهه او په خواریو پیدا کړې پیسې پر اوبو لاهو کړو په داسې حال کې چې د یو توت ګټه هم نه راته کوي. په دغه ځای کې بیا د یوعجیب منطق له مخې ځان ځان ملي البته د کلمې په اصلي مانا نه ځکه ملي خو باید ټولو و اوسو او باید ملي ګټې ترهرڅه لوړې وګڼو خو زموږ سیاستوال بیا بل ډول ملي شي یانې هڅه کوي چې ځان له خپل قوم لرې او نورو ته نږدې کړي په دې خامه تمه چې خپل خو دې هسې هم غلامان دي؟! نو راځه نور پراوږو سپاره کړه چې واک ته دې ورسوي! دوی داسې ګڼي چې دغه واک د نورو په جیب کې دی که نور خپل کړي نوره یې ګټلې ده. زموږ سیاستوالداسې ګڼي چې خپل خو دي خپل دي نور راخپل کړه. خو ددوی دا فرضیه په واروار غلطه ثابته شوې ځکه چې په خپلو څوک دروند نه شي په نورو نه درېږي. پردې بېلګو زموږ تاریخ ډک دی. غازي امان الله خان، محمد ولي خان دروازی خپل نایب السطنه وټاکه، ډېر واک او اختیار یې ورکړ خو څه موده مخې یو ستمي استاد فیض الله جلال وویل کله چې د سقاو زوی کابل ونیوه یوې ډلې تاجیکانو ورته وویل چې ته پاچاهي مه کوه بلکې پاچاهي محمد ولي خان دروازي ته ورکړه او ته یې ددفاع وزیر شه د جلال په وینا د سقاو زوی هم ومنله خو د هغه د داړې بل زورور کس سید حسین ونه منله. فیض الله جلالپه دې خبره ډېره خواشیني ځکه ښکاره کړه چې ولې هغه وخت دغسې ونه شول او په وینا یې که دغسې شوي وای په پیړیو پیړیو له تاجیکانو چا واک نه شو نیولی. لرې نه ظاهر شا هم خلیل الله خلیلي ډېر نازولی و او ډېر ورته ګران خو ومو لیدل چې په پای کې یې هم د سقاو زوی د خراسان عیار معرفي کړ. همدغه ظاهر خان سید قاسم رشتیا او د هغه ورور صدیق فرهنګ څومره ونازول؟ رشتیا ان د لومړي وزارت تر مرستیالي ورسید خو د رشتیا یادونه او د فرهنګ افغانستان درپنج قرن اخیر یې د ظاهر خان ته تر ټولو ښې ډالۍ ګڼل کېږي.؟! ډاکتر نجیب دوستم له اشپزي تر ډګر جنرالي ورسولو څه یې ورسره وکړل؟ همدغه ډاکتر نجیب وکیل چې له ببرک کارمل سره د هغه د وریندارې پر سره وران و(۱)، کارمل له مالیې وزارته ګوښه او ویتنام ته یې د سفیر په نوم خو په اصل کې تبعید کړ. وکیل په ویتنام کې روماتیزم ونیو او سخت ناروغ شو، کله چې نجیب واک ته ورسېد وکیل یې د بهرنیو چارو وزیر و ټاکه خو وکیل بیا د نجیب پرضد کودتا کې فعاله ونډه واخیسته او حکومت یې مسعود ته وسپاره. همدغه نجیب د عبدالحمید محتاط په نوم یو بیکاره پنجشیری د استحقاق خلاف خپل مرستیال وټاکه همدغه محتاط هغه وخت هم د نجیب خلاف دسیسو کې ونډه اخیستې او اوس یې کتاب لیکلي چې څه کنځلې په خوله ورغلي هغه یې نجیب او په ټوله کې پښتنو ته کړې دي. لرې نه حامد کرزي ټول د نورو په لمن کې واچول د هغوی خوشالولو له پاره یې هیڅ کمی ونه کړ خو د ولسمشري په تېرو ټاکنو کې موږ ټولو ولیدل چې د لویې جرګې په خیمه کې د کرزي د انځور څه ډول درناوی وشو؟ سره له دې چې له کرزي سره همدغسې جوړېدل خو خبره د مالګې د حق ده.  

زموږ اوسني سیاستوال په خامو تمو په څه ډول خپلې راټولې کړې پیسې پر چا او څه ډول خوري؟ او په مقابل کې یې ډوډۍ خواره څه کوي؟ د ځینو پخوانیو هغو کیسې مو پورته یادې کړې نن هم هماغه کیسه ده. یو شی چې ټول پرې و پوهېږو زه له هیڅ یو دغو ښاغلو سره شخصي دوښمني نه لرم بلکې د هغه عکس خوا مې ورته بدېږي. دا روښانه ده چې د افغانستان په سیاست کې په تېره اوس هیڅ یو سیاستوال ته له پلاره شته نه دي پاتې موږ ټول هم د هغوی، پر تېر وخت او  پلرنۍ شتمنۍ خبر یو، دا هرڅه یې پردولتي څوکیو د ګومارنې له برکته پیدا کړي خو اوس یې پرچا لګوي؟ چې همدا مهمه پوښتنه ده!

کله چې انوار الحق احدي له امریکا راغی نو د اوسېدو له پاره یې به کابل کې ځای نه درلوده او د خپل خسر(پیرسید احمد ګیلاني) په کورکې اوسېده خو د افغانستان بانګ له ریاست، مالیې او سوداګرۍ وزارتونو وروسته ښه ډېره شتمني لري او د جبهه نوین په نوم سیاسي جوړښت یې جوړ کړی خو په هغه کې یې بیا هم هڅه داده چې له نورو قومونو ځینې کسان راولي البته نه داسې چې هغوی له ده سره د فکر پر بنسټ کار وکړي بلکې هغوی د پیسو په بدل کې دده ترڅنګ کیني. دغه راز، د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داوود زي دفتر ته هم که څوک ورشي نو په ښکاره به یې وویني څوک یې پرځان ورټول کړي سره له دې چې ټول پوهېږي چې ښاغلي داوودزي پیسې څه ډول ټولې کړي، وړه بېلګه یې په تورو کڅوړو کې د ایران سفارت د پیسو کیسه ده. دغه راز، که د رحمت الله نبیل د دفتر کارکونکي په تېره ویاندویان یې وګورﺉ هم ښکاري چې دغه کسان د خدای د رضا یا د ښاغلي نبیل د فکر له پاره نه بلکې د پیسو له پاره ورسره یوځای شوي، همدغه راز، ټولو د اسدالله خالد پهنوې جوړکړې ډله( اومید صبا) کې راټول شوي ځینې خلک هم ولیدل چې څوک ول ؟

دغه راز، ګل اغا شیرزي چې کله د ولسمشري تېرو ټاکنو لومړي بړاو کې په نشت شمار رایې اخیستې وې په دویم پړاو کې له عبدالله عبدالله سره یو ځای شو هغه شعارونه او غورې دربې یې هم ټولو ولېدې، خو وروسته یې د عبدالله په ونډه کې یوازینې ور رسېدلی وزارت(د کډوالو اوراستنېدونکو چارو) هم عالمي بلخي ته ورکړ. وګورﺉ موږ څومره سخیان یو؟

له بده مرغه دغه حالت عام دی یوې عجیبې پرتلې ته ستاسې درنو لوستونکو پام رااړوم! کله چې دا نور غواړي ځان مطرح کړي نو خپل خلک پرځان راټول او موږ ته ښې سپکې سپورې ووایي، ځان د خپلو خلکو مدافع او زموږ د سردوښمن معرفي کړي. خو کله چې زموږ د کوم چا په سر کې د واک نشه پیدا شي ددې پرځای چې لومړی خپل خلک پرځان راټول کړي په نورو پسې مندې وهي او غواړي په پیسو یې راخپل کړي. که یې څوک نه مني وردې شي د محقق، ولي مسعود، سید علي کاظمي، محسني، بسم الله محمدی  یونس قانوني نورو او نورو دفترونه دې وګورﺉ چې کوم پښتون په کې پیدا کولی شئ؟ خو موږوالو ته کینه چې ټوله لورېینه یې پرنورو وي خو کله چې بیا کوم کلک ګوزار وخوري نو ایله بیا پښتون شي.

زما وړاندیز دادی چې که څوک سیاست کول غواړي لومړی دې له خپل کور، کلي، ولس، ولایت او خپل قوم پیل وکړي. په کور کې دې یووالی راولي، په کلي کې دې د خلکو باور خپل کړي په سیمه کې دې د خیر ښېګڼې او رغاونې کارونه وکړي، د خپلې سیمې بې وزله او معلول  لاسنیوی دې وکړي، د خپلې سیمې ځوانانو ته دې د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي، همدا لړۍ دې ولایت،زون او ټول هېواد ته وغځوي پردې خو ټول پوهېږو چې ټول سیاستوال واک ته نه شي رسېدلی خو لږ تر لږه دې په خپله سیمه ښه نوم خو وګټي. زه باور لرم چې زموږ ډېر سیاستوال همدا اوس خپل کور کلي ته نه شي تللی، انصاف مو روزي شه هغه پیسې چې پرنورو خورﺉ خپل کلي کور کې ځانونو ته یوڅه کسان پیدا کړﺉ هلته کار وکړﺉ نو ایله به د خلکو حیا درنه وشي له دې پرته دې څوک د خرکې ادې هم نه ګڼي!  

زه دا نه وایم چې زموږ سیاستوال دې له نورو سره دوښمني وکړي، داسم کار هم نه دی خو وایم چې لومړی خپل پرځان راټول کړﺉ چې قوت شئ او د قوت کېدو لار مو همدا خپل دي وګورﺉ نور څه ډول قوت شوي؟ ځکه هغوی اړتیا نه ویني چې د قوت کېدو له پاره پر موږ پیسې منډې ووهي بلکې د قوت سرچینه یې خپل خلک دي نه موږ.  که مو خپل راټول کړل بیا نور خپله درپسې راځي دا طبیعي ده خو که موخپل راټول نه کړل د نورو پر اوږو قوت کېدل ناشوني دي، نجیب زمو له پاره ترټولو ښه لوست دی!

(1) لومړی خو د کارمل او اناهیتا له نامشروع اړیکو ټول خبر دي خو زموږ موضوع د اناهیتا د لور او د کارمل ورور او د ماما زوی وکیل پورې تړاو لري. کیسه داسې وه چې د اناهیتا لور جمیله ناهید په یو وخت کې له څو کسانو سره اړیکې درلودې لکه د کارمل ورور محمد بریالی، وکیل، خدایداد بشرمل، ډاکتر حبیب منګل، کوم یو له رنجبرانو چې کبیر به وکه  بصیر؟  خو داسې وخت راغی چې خبره نوره له کنتروله وتله له یادو پرچمي ځوانانو هر یو غوښتل جمیله خپله کړي چې دا بیا لانجه وه، په دغه وخت کې کارمل رامخته شو او ټول یې کینول ورته ویې ویل چې ټول باید تېر شي چې دا لانجه غوڅه شي په ښکاره ټولو ومنله خو لږ وروسته د کارمل ورور بریالی رامخته او له جمیلې سره یې واده وکړ. وکیل په غصه شو او په غچ کې یې له پخوانیو اړیکو په ګټنې جمیله ناهید ملیمنه کړه او د شرابو په میله کې یې … انځورونه هم ترې واخیستل او هغه یې بریالي ته ولېږل. دا نو د ۱۳۵۷ کال د غوایي له  اوومۍ نیټې له مخکې وو، دغه وخت د غوایي ۷ مې پېښه وشوه، کارمل او انډیوالان یې له هغې ډلې وکیل  لومړی پر دولتي لوړو څوکیو وګومارل شول وروسته خلقیانو پسې واخیستل چې کارمل چکسلواکیا، بریالی پاکستان، وکیل انګلستان، نوراحمد امریکا او ځینې نور، نورو هېوادونو ته سفیران شول چې بیا وروسته اعلان وشو سفارتونه یې چور کړي وو، وکیل، جمیله او بریالی پر نورو لانجو واووښتل خو چې کله د پخواني شوروي سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ او ببرک کارمل یې واک ته ورسولو، بریالی او وکیل هېواد ته راستانه شول، وکیل د مالیې وزیر شو، دا ځل د بریالي وار ورسید چې وکیل ته سزا ورکړي همغه و چې د وکیل مېرمنیې په کومه پلمه میلمنه کړه او له روسي سلاکارانو سره یې … . کله چې وکیل خبر شو ښځه یې طلاقه کړه خو دوښمني نوره هم ژوره شوه نو ځکه خو کارمل له یو څه ځنډ وروسته وکیل له مالیې وزارته لرې او په ویتنام کې یې سفیر وګومارلو.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply