مرد باش، یا نوکر مرد/ نجیب ننګیال

0 1,057

په غني چې ننګه کوئ، حال به مو لکه امرخېل داسې وي. څلور کاله یې هیڅ بې هیڅه په انزوا کې وساته. نه یې د هفه له ولسي نفوذ، منطق، د ژبې له فصاحت، بهترین مدیریت او انرژۍ ګټه واخیسته. نه یې مشورو ته وغوښت او نه یې امتیاز ورکړ. ماشومانو ته یې د میربچه خان مډالونه ورکړل. مجاهد زاده ګان یې و نازول او دولسم پاسان یې وزیران کړل. خو دا د پراخ درایت، لوی زړه، حوصلې او تعهد سړی یې په دې و ځوروه چې د ولس له رایو او د یو قاطع اکثریت له حقونو یې دفاع وکړه. که امرخېل تقلب کړی وي، نو بیا خو له سره د دې حکومت مشروعیت نشته. بیا خو ولسمشر عبث نارې وهي چې زه مې په ماغزه راغلی یم. که دا خبره نه وي نو ګناه یې څه وه چې دا څلور کاله په انزوا کې و. اوس يې په کوم جرم د غلو، جاسوسانو او لنډغرانو په لیست کې اچولی؟ مونږ دا ستره بې عدالتي غندو او که ولسمشر غني همدومره ناځوانه او ډارن سړی وي، نو بیا ځلي دې له دې ځوانانو د ملاتړ او ننګې تمه نکوي. ولسمشر زمونږ په رایه راغلی او مونږ ولسمشر کړی. تر مونږ لوړ او د ډېر شرف حقدار نه دی. په دیموکراسۍ کې د واک، صلاحیت او مشروعیت مرجع رایه ورکوونکی دی، رایه اخیستونکی نه دی. مونږ چې څوک د زرګونو لنډغرانو، لېوانو او ښامارانو له هجومه وېستلی او تر ارګه رسولی شو، مخکې یې د پوښتنې جرات هم لرو. مونږ ساده ګان او سپین زړي یو، خو احمقان هیڅکله نه یو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply